احمدشاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو هغه اعلامیه په کلکه رد کړه، چې ګواکې محمودشاه حبیبي دوی نه دی نیولی.
احمدشاه حبیبي وايي، ورور یې د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی او د طالبانو په زندان کې دی.
احمدشاه حبیبي زیاتوي:«په سپینه ورځ دوی [طالبان] راغلل، محمودشاه حبیبي یې، چې موټر چلوونکی هم په موټر کې ورسره و، د کور له مخې ونیوه. د حبیبي د نیولو لپاره پنځه شپږ موټرونو کې طالبان راغلي وو او ټول سړک یې یونیم، دوه ساعته بند کړی و. بیا دوی [طالبان] کورته داخل شول، کور یې تلاشي کړ، کتابونه او اسناد یې له ځان سره یووړل. په کور کې زما خور هم وه، طالبانو ورته ویلي وو، چې “موږ د استخباراتو” کسان یو.»
احمدشاه حبیبي وايي، په همدې ورځ طالبانو د نوموړي پر دفتر هم چاپه ووهله او ۲۹ تنه کارکوونکي یې بندیان کړل.
د نوموړي په وینا، طالبانو له څېړنو څه موده وروسته د محمودشاه حبیبي ۲۸ کارکوونکي خوشې کړل خو یو کارکوونکی یې اوس هم په زندان کې دی.
احمدشاه حبیبي وايي:«ټولو کارکوونکو تایید کړه، چې دوی طالبانو نیولي وو، طالبانو ورڅخه تحقیقات کړي وو او وروسته دا ټول کسان راخوشې شول. ټول کلی ورباندې خبر دی چې زما ورور طالبانو بندي کړی دی. هلته خو بل داسې حکومت نه شته، چې په سپینه ورځ دې کوڅه بنده کړي او خلک دې بندیان کړي، معلومداره خبره ده، چې دا طالبان وو.»
احمدشاه حبیبي وايي، د امریکا حکومت هم داسې شواهد په لاس کې لري، چې محمودشاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی او طالبانو هم منلې، چې له هغوی سره بندي دی.
احمدشاه حبیبي زیاته کړه:«له وږ سره ثبوتونه شته، د امریکا له حکومت سره ثبوتونه شته، چې موږ به یې وروسته محکمې ته وړاندې کړو او یا به یې رسنیز کړو. خپله د طالبانو چارواکو راته ویلي دي، چې زما ورور له دوی سره بندي دی، خو کله چې موږ د همکارۍ غوښتنه کړې ده، هغوی ویلي دي، چې دا موضوع اوس زموږ تر وس لوړه ده».
د افغانستان د ملي هواېي چلند پخوانی رییس محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰ مه د «ای ار ایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې د چنګاښ په ۲مه اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني توکمه امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوی چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.