طالبانو په تخار کې د نږدې « ۶ زره کیلوګرامه» تاریاکو د نیولو خبر ور کړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تخار ولایت کې یې پنځه زره او ۷۴۵ کیلوګرامه تاریاک چې د تېلو په دوو ټانکرونو کې لېږدول کېدل، کشف او ضبط کړي دي. طالبانو د پیښې په تړاو دوه کسان نیولي دي.