• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ازبکستان څخه د اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف څخه په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړېدو پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي،‌ چې ملا برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سر مشریزه کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف سره د لېدنې پرمهال په افغانستان کې د اوسڼبې پتلۍ د جوړېدو په اړه خبرې کړي دي. ملا برادر د ازبکستان له ولسمشر څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژه کې پانګونه وکړي.

طالبانو ویلي، چې د سیمې یو شمېر هېوادونو د دغې پروژې په پلي کولو کې لېوالتیا ښودلې او تمه کیږي چې ملا برادر به د ایکو سازمان په څنډه کې د ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم د یادې پروژې په اړه خبرې وکړي.

د اوسپنې پټلۍ دغه پروژه په مزارشریف کې د ازبکستان له اوسپنې پټلۍ څخه پیلیږي تر هراته رسیږي او له هرات څخه کندهار ته او له کندهار څخه د پاکستان د اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښول کیږي.

د یادې پروژه په وسیله به روسیه او منځنۍ اسیا د سویلي اسیا له هېوادونو سره ونښلي او دا به د مسکو او نوې ډیلي ترمنځ د نورو لارو په پرتله ډېره لنډه وي.

طالبانو ویلي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان د روسیې، منځنۍ اسیا، اروپا او سویلي اسیا بازارونو ته لاره پیدا کړي او د ایران چابهار او بندر عباس ته به هم لاسرسی اسانه شي.

دغه پروژه چې ۱۴۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري د افغانستان له نهو ولایتونو څخه تیریږي او طالبانو ویلي، چې د ایکو په څېر سازمانونه او اقتصادي ناستي د یادې پروژې په عملي کېدو کې د هېوادونو د پاملرنې لپاره ښه فرصت بلل کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ناقانونه کډوالو ته د ایران خبرداری؛ بهرني وګړي باید په درناوي او عزت سره ووځي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي‌اکبر پورجمشیدیان ویلي، د هغو بهرنیو وګړو حضور چې قانوني اسناد لري هېڅ ډول ستونزه نه لري؛ خو بې‌اسناده کډوال به د درناوي او عزت په فضا کې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د اېراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ پورجمشیدیان څرګنده کړه: «هغه بهرني وګړي، چې قانوني اسناد لري د دوی حضور په هېواد کې کومه ستونزه نه پېښوي.»

نوموړي زیاته کړه: «بې‌اسناده وګړي هم زموږ ګران ورونه دي، زموږ ګاونډیان دي، زموږ هم‌دینه او موږ ټولو ته درناوی لرو؛ خو د دې لپاره چې زموږ هېواد ځانګړي شرایط لري او زموږ ظرفيتونه محدود دي، دا اړینه ده چې دوی د درناوي او عزت سره د بهرنیانو چارو د مرکز له لوري په ترتیب سره بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي».

دغه ایراني چارواکي په ټینګار سره ویلي، هېواد یې دومره ظرفیتونه نه لري چې د ټولو بې‌اسناده کډوالو اړتیاوې پوره کړي.

د هغه په وینا؛ هېواد به یې د ښه ګاونډي او درناوي په فضا کې بې‌اسناده کډوال وباسي.

دغه چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې په ایران کې افغان کډوال له سختو ځورونو، شکنجو، زنداني کېدو او نیونو سره مخ دي.

په ایران کې افغان کډوال نیوکې کوي، چې ایراني پولیس او وګړي ورسره غیرانساني چلند کوي.

طالبانو خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اونیو کې له یاد هېواد څخه د کډوالو د اېستلو بهیر په بې سارې توګه چټک شوی او هره ورځ د ۲۰زره کسانو به شاوخوا کې کډوال په جبري توګه له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي.

د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ پر مهال د افغانانو پر ضد د اېستل کېدو بهیر چټک شوی او ان یاد هېواد ځینې افغانان «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور ونیول.

په لغمان کې د امر بالمعروف محتسبین په بازارونو کې د ځوانانو موبایلونه پلټي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۳ GMT+۱

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین له څو ورځو راپدېخوا د ښار په لارو، کوڅو او مارکیټونو کې ځوانان دروي او د هغوی موبایلونه پلټي، چې ډیرې ښاریان دا چاره د دوی په شخصي حریم تېري بولي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي چې یاد محتسبین د ځوانانو له اجازې پرته د دوی شخصي معلومات، عکسونه، ټولنیزې شبکې او پیغامونه ګوري.

ګل اغا چې د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی او د امر بالمعروف له خوا یې څو ورځې وړاندې ګرځنده ځیرک ټلیفون پلټل شوی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « زه پوهېږم چې اسلامي اصول باید مراعات شي، خو دا ډول چلند د دین بدنامي ده. څو ورځې وړاندې یې زما خپل موبایل پلټلی و، احساس مې وکړ چې نور زه آزاد نه یم، شرمېدم چې ان مسیجونه مې هم ګوري.»

د یاد ولایت یو بل تن ځوان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته د طالبانو امر بالمعروف د محتسبینو د یاد عمل په اړه وایي: « مونږ تېره ورځ په عصمت څلورلارې کې وو، د بالمعروف والا (امر بالمعروف محتسبین) راغلل، زما د ملګري موبایل یې واخیست، انټرنټ یې خلاص کړ، ټولنیزې شبکې یې وکتلې، عکسونه یې وپلټل. دا کار ډېر سپکاوی‌ و؛ موږ خو ترهګر نه یو».

بلخوا یو شمېر دیني عالمان د طالبانو دا چاره د خلکو په شخصي حریم تېری او د شرعیت خلاف بولي، دیني عالم عبدالواسع چیشتي په اسلام کې د یادې چارې د حراموالي او تاوان په اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «زه د اسلام خدمت غواړم، خو دا چاره که د خلکو باور له لاسه ورکړي، بیا نه دین پاتیږي نه اطاعت. د خلکو له محرمیت سره لوبې کول شرعي، اخلاقي او قانوني مشروعیت نه لري.»

حقوقي څېړونکي بیا وايي چې دا ډول سخت چلندونه نه یوازې د ولس شخصي ازادۍ تر پښو لاندې کوي، بلکې د طالبانو او ولس تر منځ د بې باورۍ فضا نوره هم پراخوي.

حقوقي څېړونکی سلام مفکر وايي: « کله چې حاکمان د ولس پر ژوند، فکر، جامو، موبایل او خبرو واک غواړي، هلته نور مشروعیت له منځه ځي.»

د لغمان ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو لا تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو د تېر دریځ له مخې، دا ډول اقدامات د فحشا، غیر اسلامي محتوا او بهرني فرهنګ د نفوذ د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

ترکمنستان: له طالبانو سره به سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخه کړو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۱

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د ملابرادر سره په لیدنه کې پر سیاسي، سوداګریزو او ډېپلوماټیکو همکاریو خبرې کړي. طالبانو په دې لیدنه کې د انرژۍ، ترانسپورټ او مخابراتو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزير رشید مرادوف په مشرۍ يو پلاوي د طالبانو د اقتصادي مرستيال ملا برادر سره لیدنه کړې.

دغه لیدنه په اذربایجان کې د ایکو سازمان د غونډې په څنډه کې تر سره شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د سیاسي، ډېپلوماټیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاريو او پر اوسنيو موضوعاتو بحث کړی.

په دې ناسته کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان- هند د ټاپي پروژې د ګازو د نل لیکي، د برېښنا د لېږد او د فایبر مخابراتي شبکې پر جوړولو هم خبرې شوي.

ملا برادر د اذربایجان حکومت په رسمې بلنه د ایکو سازمان غونډې ته بلل شوی.

د ایکو سازمان غونډه نن او سبا د اذربایجان په پوزولي ښار کې ترسره کیږي. ملا برادر له غونډې یوه ورځ وړاندې د اذربایجان له لومړي وزیر سره په لېدنه کې په باکو کې د طالبانو د سفیر منلو غوښتنه هم کړې وه.

طلال چودري د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې؛ پاکستان افغانانو ته د ورونو په سترګه ګوري

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دولت وزیر طلال چودري ویلي، پاکستان افغان وګړو سره د ورورولۍ له مخې چلند کوي. دا په داسې حال کې ده چې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې زرګونه افغان کډوال نیول شوي او جبري افغانستان ته شړل شوي دي.

دغه خبرې طلال چودري د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۲مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (UNAMA) له مشرتابه غړې میرمن دنیس ویلمان سره په اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال کړي.

ددغه چارواکي په وینا، هېواد یې له افغان وګړو سره تل د ورورولۍ، درناوي او ښه نیت پر بنسټ چلند کړی دی. هغه زیاته کړې: "موږ باور لرو چې د ګډ احترام، باور او تعامل له لارې کولی شو د سیمې لپاره یو باثباته راتلونکی تضمین کړو."

چودري وویل چې د "یو سند نظام" (One Document Regime) له لارې پاکستان هڅه کوي بهرنیانو ته د تګ راتګ او قانوني اسنادو پر بنسټ اسانتیاوې برابرې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې، د بشري حقونو سازمانونه، رسنۍ او د کډوالو ملاتړي بنسټونه د پاکستان په حکومت نیوکه کوي چې په وروستیو میاشتو کې یې له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې ډېری‌یې ښځې او ماشومان دي، نیولي، بندیان کړي او د عدالت له شفاف بهیره پرته افغانستان ته شړلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان او نورې ادارې دا اقدامات "غیرقانوني جبري شړنه" بللې او ویلي یې دي چې دا کړنې د نړیوالو بشري اصولو خلاف دي.

میرمن دنیس ویلمان هم د لیدنې پر مهال د کډوالو موضوع یادونه وکړه او ویې ویل، چې ملګري ملتونه له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د کډوالو حقونو ته درناوی وشي او هغوی سره له بشري اړخه چلند وشي.

متقي: د روسیې له لوري رسمیت، یو مهم او رغنده تعامل دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روسيې سفیر دیمیتري ژیرنوف له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د روسیې د حکومت پرېکړه اعلان کړې چې له مخې به یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. طالبانو له نورو هېوادونو څخه هم د ورته اقدام هیله ښودلې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي د روسیې د سفير ديميتري ژيرنوف سره په لیدنه کې د مسکو دغه پرېکړه ستايلې.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې روسي ډېپلوماټ د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه اعلان کړه.

دوی زياته کړې: «د روسيې سفیر په دې ملاقات کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسما ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې د روسيې فدراسيون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.»

طالبانو د روسيي سفير له قوله ویلي، چې نوموړي دا د واړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتيا لپاره مهم او تاريخی ګام وباله.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې امیرخان متقي د مسکو دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغنده تعامل نوې مرحله یاده کړې.

امیرخان متقي په دې ليدنه کې زياته کړې: «د روسیې دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام یوه ښه بېلگه رامنځ ته کوي.»

متقي هيله ښودلې، چې په دې سره به د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخيزه همکاري لا پراخه شي.

امیرخان متقي وايي، چې واک ته له رسېدو را وروسته يې د نړۍ له هېوادونو سره د ډېپلوماټيکو اړیکو د پراختیا هڅې روانې کړي، چې مثبتې پايلې يې ورکړي.

نوموړي زياته کړې، چې د خپل متوازن سیاست له مخې د نړۍ له هېوادونو سره متقابلې او مثبتي اړیکې غواړي.

د هغه په خبره: «اوس کولی شو د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ، د شمال او جنوب د اتصال، ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې خپل اصلي مسولیت او مرکزي رول په ښه ډول ادا کړو.»

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د روسیې په تړاو دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم طالبانو د روسیې له خوا د رسمیت پېژندنې اعلان کړی و.

د یادې موضوع په تړاو د روسیې حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.