طالبان: د لومړي ځل لپاره له خوست څخه کویټ ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیلېږي

د طالبانو تر واک لاندې د خوست نړۍوال هوایي ډګر مسوولین وایي، چې ډېر ژر به کام ایر هوايي شرکت له دې ډګر څخه کویټ ته الوتنې پیل کړي. طالبانو ویلي، دا لومړی ځل دی چې له خوست څخه کویټ ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیلېږي.