له پېښو سره د مبارزې اداره مرسته شوي موټر خرڅوي

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي له ملي ادارې سره د بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو له لوري مرسته شوي موټر د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي. دغې ادارې ویلي، سبا به خپل دغه اداري فعال موټر پلوري خو په دې اړه، چې ولې یې پلوري او بیا یې پر پیسو څه کوي څه نه دي ویلي.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره د هېواد په کچه د هر ډول طبیعي او غیرطبیعي پېښو، بېړنیو حالاتو او د پېښو مدیریت په برخو کې کار کوي.