د برېتانیا پخوانی سفیر: د روسیې پرېکړه ځینې هېوادونه هڅوي چې طالبان په رسمیت وپېژني

د افغانستان لپاره د برېتانیا پخواني سفیر ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د روسیې پرېکړه که څه هم مهمه ده، خو د لوېدیځ لهخوا د دغې ډلې په اړه پر دریځ به کوم اغېز و نه لري. نیکولاس کي ویلي، ښایي ځینې سیمهییز هېوادونه د خپلو ګټو له امله د مسکو له دغه اقدامه پیروي وکړي.