نتنیاهو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې ناستې پر مهال وکړې او همداراز یې زیاته کړه: «کوروش موږ ازاد کړي وو او ښايي زموږ اوسني عملیات د ایران د استبدادي رژيم په دېوال کې درزونه اچولي وي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې نتنیاهو د ایران په اړه د هخامنشي پاچا د لوی کوروش یادونه کوي.
هغه مخکې د ۱۴۰۱د وري په میاشت کې هم د ایراني تمدن او د یهودیانو له لرغوني ایران سره د تاریخي اړیکو په اړه ویلي و: «موږ یو سړی درلود چې هېڅکله بهیې هېر نه کړو: لوی کوروش چې نوم یې زموږ په اسماني کتاب کې هم یاد شوی. کله چې موږ د کوروش یادونه کوو، د یوه ستر تمدن له یوه ستر رهبر څخه خبرې کوو. موږ د هغه یاد لمانځو، ځکه هغه د یهودیانو د معبد د بیا جوړېدو او د بابل له تبعیده د یهودیانو د راستنېدو مرسته کړې وه.»
نتنیاهو او د ایران لپاره د بدلون ژمنه
ایران انټرنشنل د چنګاښ په ۲۲مه په یوه ځانګړي راپور کې د ملي امنیت په عالي شورا کې د اسراییل د برید خبر تایید کړ.
راپور ښیي، چې د ایران د حکومت او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د هیواد هوایي ځواک لږترلږه یو ځل د غبرګولې ۲۶مه د ایران د لوړپوړو مشرانو د غونډې په ځای کې هدفمند بریدونه ترسره کړل.
د اسراییل د حکومت یوه ویاند د چنګاښ په ۲مه وویل: «په ایران کې د رژیم بدلون د ایراني خلکو پورې اړه لري او زموږ هدف په ایران کې د رژیم بدلون نه دی، مګر دا ممکن یو اړخیز اغېز وي.»
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ سي اېن اېن ته د غبرګولي په ۲۵مه ویلي و: «د رژیم بدلون د جګړې رسمي موخه نه ده، مګر که دا پیښ شي، نو دا به یو ډېر ښه اړخیز اغېز وي.»
نتنیاهو د غبرګولي ۲۵مه فاکس نیوز ته ويلي و: «په ایران کې د رژیم بدلون، د جګړې پایله کېدای شي، ځکه چې د ایران رژیم کمزوری دی.»
رویټرز د دوو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې ټرمپ د اسراییل او ایران د مشر د وژلو پلان ویټو کړی دی.