بحرین په امریکا کې د ۱۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي

د بحرین ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده سلمان بن حمد ال خلیفه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال اعلان وکړ، چې دغه هېواد به په امریکا کې د صنعت، ټکنالوژۍ او انرژۍ په برخو کې د ۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.