• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: یوازې تېره پنج‌شنبه تر ۱۷ زرو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

طالبان وايي یوازې تېره پنج‌شنبه (چنګاښ ۲۶مه) څه باندې ۱۷ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو ستونزو ته د دغې ډلې د رسېدنې کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د ستانه‌شویو کسانو لوی شمېر له ایران نه دي چې لومړنۍ مرستې هم ورسره شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چې شنبه (چنګاښ ۲۸مه) د کمېسیون ورځنی راپور پر خپلې اېکس‌پاڼې خپور کړی او ویلي دي چې د ایران او پاکستان سربېره ځیني کډوال له نورو هېوادونو هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې له ایران او پاکستان پرته نور له کومو هېوادونو او څومره افغانان ستانه شوي، خو وړاندې ځینې اروپايي هېوادونو یو شمېر افغان کډوال چې د دوی په ټکو په جرمنو کې ښکېل وو، افغانستان ته لېږدولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د سرې میاشتې ټولنه وايي، تر ۸۰۰ ډېر ورک ماشومان پیدا او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې له ایران نه د کډوالو د ستنېدو په لړ کې سلګونه ورک شوي ماشومان پیدا او بېرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

په لودېځه حوزه کې د نوموړې ټولنې د اړیکو مسوول عزیز احمد متین زیاته کړې چې د خپل رضا کارانه ټیم په هلو ځلو یې تر اوسه ۸۲۴ ورک شوي ماشومان پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د سرې میاشتې ټولنې همدا راز ویلي چې هره ورځ شاوخوا شپږ زره کسانو ته د صحي خوړو کڅوړې هم ورکوي.

له ایران د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له څه باندې درېیو اوونیو راپدېخوا په بې‌ساري ډول چټکه شوې چې له کبله یې د هرات پر پوله د ګڼې ګوڼې له کبله ځیني ماشومان له خپلو کورنیو نادرکه شوي، خو د سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دوی رضا کاره ټیمونه په دوامداره توګه په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن (شنبه) سهار په رسمي ډول د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې د کرېکټ بورډ مشرتابه، د کرېکټ ملي لوبغاړو، د سپورټ لپاره د طالبانو د ادارو ځینو استازو او یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.

په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپین‌غر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

د یادو پنځو لوبډلو په نوملړ کې د ځوانو لوبغاړو سربېره د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم تر سترګو کیږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د بُست او امو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او تمه ده چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره شي.

یادې سیالۍ به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې دوام ولري.

د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.

د کابل-غزني پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شول

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د غزني لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لویه لاره د یوه مسافروړونکي موټر او باروړونکي لارۍ ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې څلور کسان خپل مړه شوي دي.

نوموړی وايي، پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او قربانیان د شخصي موټر سپرلۍ وې چې ځای پرځای یې ساه ورکړې ده.

د غزني لپاره د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په پېښه کې نور کسان نه دي ټپیان شوي او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

کابل–کندهار لویه لاره، چې د هېواد له مهمو ترانزيټي او مسافر وړونکو لارو شمېرل کېږي، وخت ناوخت په‌کې د ترافيکي اصولو د نه مراعات او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون هېواد ته د ۳۲ کسانو د ستنېدو خبر ورکړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي چې افغانستان ته د پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو د راتګ لړۍ دوام لري. دغه کمېسیون شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي چې له متحده عربي اماراتو پنځه کورنۍ چې ټول غړي یې ۳۲ کسان کېږي، د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته راستنې شوې.

که څه هم کمېسیون د راستنېدونکو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو په یوه بل ټویټ کې یې ویلي چې د دوی په هڅو تازه په تېره اداره کې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه سعود هم راستون شوی دی.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکېني جمهوري نظام سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي یا د دغې ډلې له لوري نیول شوي، شکنجه او ان وژل شوي دي.

طالبانو بیا تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.‎

حنفي وايي د امنیت ټینګښت، د خلکو د ستونزو حل او د کډوالو ملاتړ د طالبانو مسولیت دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د رياست‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت له ځايي مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي چې د کډوالو بشپړ ملاتړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او په ټوله کې د خلکو د ستونزو حل د دغې ډلې مسوولیتونه دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړي احمدالله متقي شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې عبدالسلام حنفي دا څرګندونې د بغلان لپاره د طالبانو له والي عبدالرحمان حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام‌کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان ګاونډیو، په ځانګړي توګه ایران له دغه هېواد نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ جټکه کړې چې د طالب چارواکو په خبره په تېرو څه باندې درېیو اوونیو کې له شپږ سوه زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.