طالبانو له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړې

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت د جمعې ورځ (چنګاښ۲۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له ترکمنستاني چارواکو سره یې خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د سوداګریزو پروژو او هلته د مېشتو افغانانو په اړه خبرې شوې دي.