• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني سفیر: له طالبانو سره راکړه ورکړه، د هغوی د رسمیت پېژندو په مانا نه‌ده

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۱ GMT+۱

په کاناډا کې د جرمني سفیر د طالبانو په تړاو د خپل هېواد پالیسۍ د دفاع په موخه وویل، چې برلین لا هم د طالبانو واکمني په رسمیت نه‌ده پېژندلې او له دې ډلې سره هر ډول تعامل یوازې د بشري اړتیاوو او تخنیکي چارو لپاره کوي.

متیاس لوتنبرګ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې د «کابل-ناټو خبرې» تر نامه لاندې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه وویل، که څه هم جرمني دوه طالب ډېپلوماټان منلي دي؛ خو برلین لا هم طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني.

لوتنبرګ زیاته کړې، چې دغه ډېپلوماټان د کډوالو د اېستلو او تخلیې بهیر د تنظیم لپاره د جرمني له لوري منل شوي؛ څو په دې تړاو له طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړي.

د بشر حقونو ناقضین او منافقت

په غونډه کې افغان مدني فعال اعجاز ملک‌زاده له طالبانو سره د جرمني پر تعامل توندې نیوکې وکړې. نوموړي طالبان «ترهګر» وبلل او زیاته یې کړه، دغه ډلې بشري حقونه او ارزښتونه چې جرمني ترې ملاتړ کوي تر پښو لاندې کړي دي.

ملک‌زاده د جرمني دریځ «منافقانه» وباله او ویې ویل، برلین چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین ملاتړ کوي؛ باید د افغانستان د خلکو له ازادۍ غوښتونکو سره هم همدومره اصولي چلند وکړي، نه دا چې له یو جابر رژیم سره پټې اړیکې ولري.

د طالبانو دوو استازو ته ویزې ورکړل شوې

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل ته ډېپلوماټیکو سرچینو ویلي، چې د جرمني حکومت له طالبانو سره تر یوې هوکړې وروسته د دغې ډلې دوه استازي د برلین په افغان سفارت او د بُن ښار په قونسلګرۍ کې د کار لپاره منلي او هغوی ته یې ویزې ورکړې دي.

د جرمني حکومت ویاند اشتفان کورنیلیوس هم دا موضوع تایید کړې ده. د هغه په خبره؛ د طالبانو دغه دوه استازي باید د هغو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو چارې پر مخ یوسي، چې جرمني کې جرمي مخینه لري.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو سید مصطفی هاشمي او نبراس‌الحق یاد هېواد ته د خپلو استازو په توګه ټاکلي دي.

۸۱ افغان پناه غوښتونکي اېستل شوي

یادې هوکړې سره هم‌مهاله جرمني د طالبانو په همغږۍ ۸۱ افغان پناه غوښتونکي چې مجرمان بلل شوي وو؛ بېرته کابل ته استولي دي. دغه بهیر هم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په «کابل-ناټو» غونډه کې افغان فعالان، ژورنالیستان، د کاناډا د پارلمان غړي او د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر سفیرانو هم ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ستنېدونکو کډوالو څپې؛ افغان ماشومان د ستنېدو پر مهال تعلیمي اسناد او شواهد نه‌لري

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ګاونډیو هېوادونو ستنېدونکي افغان ماشومان د زده‌کړو سندونه او شواهد نه‌لري؛ نو له همدې امله له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو د همدې ډلې د پوهنې وزارت سره خبرې شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي ستانکزي د خپلې ډلې د پوهنې وزارت غړو سره د ناستې پر مهال اندېښنه ښوولې، چې له راستنېدونکو ماشومانو سره د تعلیمي اسنادو نشتوالی یوه ننګوونه ده.

هغه وړاندیز کړی، چې د حل لارو اړوند باید اقدامات وشي او زده‌کړو ته د جذب پر وړاندې دې شته ستونزې حل شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «ستانکزي وړاندیز وکړ، چې پوهنې وزارت دې ولایتي واحدونو ته هدایت ورکړي، ترڅو لا دمخه ترتیب شویو فورمو له مخې د دغو زده‌کوونکو ستونزې حل شي».

د طالبانو پوهنې وزارت چارواکو په یاده ناسته کې ویلي، چې تازه ورستانه شوي زده‌کوونکي د دوی ولایتي ریاستونو ته د خپلو زده‌کړو دوام لپاره عارض کېدلای شي.

له پاکستان او ایرانه په جبري توګه د اېستل کېدو په روان پړاو کې ډېری برخه یې ماشومان دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې له قانوني اسنادو پرته زده‌کړې کولې او په هېواد کې یې د زده‌کړو دوام پر وړاندې د کاري اسنادو نشتوالی یو لوی سرخوږی دی.

له دې ور هاخوا دغه تازه ستانه شوي افغان ماشومان په یادو هېوادونو کې هم د ښوونځیو او تعلیمي ادارو دننه له دوه ګوني او له توپیره ډک چلند سره مخ وو.

خواله رسنیو کې یو شمېر لاس په لاس کېدونکو وېډیوګانو کې ښکاري، چې د ایران په بېلابېلو ښوونځیو کې افغان زده‌کوونکو ته سپکې سپورې ویل کېږي.

د مالوماتو له مخې؛ په ایران او پاکستان کې افغان کډوال ماشومان قصدا نه پرېښودل کېږي، چې لوړې نومرې او درجې ولري.

په تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې ۸۰۰ زره افغانان په زوره اېستل شوي او هم‌مهاله د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د بې‌حجابۍ په تور نیونو سره سم؛ طالبان: کابل کې مو تېره میاشت د ښځو لسګونه قضیې حل کړې دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لړ کې یې د ښځو د حقونو، مهرم، جبري ودونو، بدو کې ورکړې او د میراث اړوند لسګونه قضیې حل کړې دي.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خېبر په خبره: «۱۶ د میراث، ۱۴ د مهر، ۴۸ د ظلم او تاوتریخوالي، ۳۵ د جبري ودونو او ۷ قضیې مو بدو کې د ورکړې حل کړې دي.»

د هغه په وینا؛ ټول ټال ۱۲۰ قضیې څېړل شوې او ورته حل لارې موندل شوې دي. نوموړی همدا راز د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د «۱۰۵ قومي شخړو او ۱۷ اوږدمهاله دوښمنیو» ختمېدو خبر هم ورکړی دی.

ښاغلي خېبر زیاته کړې: «تېره میاشت مو ۱۷ کوډګر هم نیولي دي،‌ سوداګرو او هټۍوالو سره مو د بازارونو د اصلاح په موخه مو ۱۴۰ ناستې کړې دي.»

طالبان داسې مهال د ښځو حقونو ته د رسېدو ادعا کوي، چې همدې ډلې په افغانستان کې د مېرمنو ژوند له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ کړی دی.

تازه پر کابل دغو واکمنو یو شمېر ښځې هم نیولې دي او دا کار د ملا هبت الله په مستقیم امر شوی دی.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د امربالمعروف وزارت پر محتسبانو بې‌باوره شوی او د بې حجابۍ مخنېوي تر نامه لاندې یې کابل ته یو پلاوی لېږلی او د ښځو د نیول کېدو امر یې کړی.

که څه هم طالبان دا نه مني، چې ګوندې د بې‌حجابۍ په تور یې ځینې ښځې نیولې دي؛ خو د افغانستان انټرنشنل موندنو څرګنده کړې، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې کابل کې دا لړۍ پیل شوې او بېلابېلو سیمو کې یو شمېر ښځې نیول شوې دي.

د ښځو د حقونو نړۍوالو سازمانونو د طالبانو تر چتر لاندې په افغانستان کې د مېرمنو پر ژوند جدي اندېښنې ښوولې دي.

دغه ډلې د ښځو پر کار،‌ زده‌کړو او سفرونو سخت محدودیتونه لګولي‌ او له همدې امله د جرمونو نړۍوالې محکمې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د نیول کېدو حکم هم صادر کړی دی.

له سړکه تر زندانه؛ د امربالمعروف له‌خوا د نیول‌شوې ښځې روایت: «دا به تاسو ته یو درس شي»

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د طالبانو د امربالمعروف له‌خوا د «بې‌حجابۍ» په تور یوې نیول شوې ځوانې ښځې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خپل د نیول‌کېدو کیسه شریکه کړې ده. هغه وایي، چې پېښه تېره چهارشنبه د کابل یعقوب‌ څلور لارې ته څېرمه مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

اسما (مستعار نوم) وویل: «زه له خپل لالا سره د کور پر لور روانه وم، چې ناڅاپه له شا راباندې ټوپ شو. له لاسونو یې کلکه ونیولم. چیغه مې کړه. کله چې مې شاته وکتل، دوه ښځینه پولیسانې وې او راته یې ویل، چې موټر ته وخېژه. ما او لالا مې ډېر مقاومت وکړ؛ خو لالا مې یې وواهه او زه یې ترې په زوره د امر بالمعروف ریاست ته بوتلم.»

نوموړې زیاته کړې، چې تر نیول‌کېدو او د امربالمعروف ریاست تر وړلو وروسته یې هلته شاوخوا ۵۰ نورې ښځې هم وې. هغې وویل: «کله یې چې زه بوتلم هلته شاوخوا ۵۰ نورې ښځې هم وې او ټول د همدې تور له امله نیول‌شوې وې، چې ګواکې بې‌حجابه دي.»

په داسې حال چې دا ځوانه ښځه وايي، بشپړ او سم اسلامي حجاب یې اغوستی و؛ خو د امربالمعروف غړو ورته ویلي، چې لباس یې «نامناسب او غیرشرعي» دی. هغه وايي: «موږ ته یې ویل، حجاب مو نه دی مراعت کړی او ځکه مو دلته راوستئ چې دا تاسې او نورو ښځو ته یو درس شي.»

د هغې په وینا؛ دا ټولې لسګونه ځوانې ښځې د طالبانو د امربالمعروف په ریاست کې تر څېړنو وروسته د یادې ډلې امنیه قومندانۍ ته یووړل شوې. اسما زیاته کړه: «هلته مو شپه هم تېره کړه. یوې خواوې ته هم نه‌پرېښودل کېدو، ډېر سخت او وېروونکی حالت و.»

نوموړې وايي، د سبا پر سهار د ډېریو نجونو او ښځو کورنیو ته زنګ وهل شوی، خطونه (تضمینونه) ترې اخیستل شوي او تر یوه جنجالي وضعیت وروسته خوشې شوې دي. اسما د نورو جزییاتو له شریکولو ډډه وکړه.

د دې ټولو سره-سره تېره اوونۍ د چنګاښ پر ۲۷مه د طالبانو د امربالمعروف وزارت هغه راپورونه بې‌بنسټه ګڼلي وو، چې ګواکې د کابل د شهر نو په ګډون د هېواد د پلازمېنې په ځینو سیمو کې د «بې‌حجابۍ» په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوې وې.

د یادونې ده، چې په کابل ښار کې د طالبانو د ايډیالوژۍ له‌مخې د «بې‌حجابۍ او غیرشرعي لباس» په تور د ښځو او نجونو د نیول‌کېدو پېښې لومړنۍ نه دي؛ بلکې تر دې مخکې هم افغان نجونې او ښځې په دغه تور نیول شوې وې.

د طالبانو د دغو کړنو له امله ګڼو نړۍوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې ده. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د طالبانو له‌خوا د ځوانو ښځو او نجونو د نیولو په تړاو د اندېښنې شریکولو ترڅنګ زیاته کړې: «دا پېښې د ښځو او نجونو د لا منزوي‌کېدو لامل کېږي، د وېرې فضا رامنځته کوي او د خلکو باور له‌منځه وړي.»

یادښت: دغه راپور د طالبانو د امربالمعروف له‌خوا د نیول شوې ښځې د عیني روایت له‌مخې لیکل شوی او هڅه شوې، چې په ژورنالیستيکه بڼه د پېښې انساني بُعد او حقایق وړاندې شي.

خالد حنفي: بهرنۍ رسنۍ د «بې‌حجابۍ، شراب خورۍ او قمار بازۍ» لپاره کار کوي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي دیني عالمانو، قومي مشرانو او خطیبانو ته په یوې ناسته کې ویلي، چې بهرنۍ رسنۍ پر دې بوختې دي چې افغانستان کې «بې‌حجابۍ، شراب خورۍ او قمار بازۍ» ته وده او پراختیا ورکړي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) زیاته کړې: «موږ باید د تبلیغاتو مقابله وکړو، همدا جهاد دی او هغوی هڅه کوي چې ماشومان هم منکراتو کې بوخت کړي. حتی پیسې تقسیموي، چې زموږ خویندې او مېندې بې‌سترۍ ته وهڅوي.»

خالد حنفي دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې، چې د دغه ډول تبلیغاتو پر وړاندې باید کلک ودرېږي او اندېښنه یې ښوولې چې طالبان اوس‌مهال له همدې امله په سختې ازموینه کې ګېر دي.

د هغه په خبره: «امربالمعروف پر هر عالم فرض عین دي، دا یوازې د همدې وزارت کار نه دی؛ بلکې هر مسلمان باید د منکراتو مخنېوی وکړي.»

دغه طالب وزیر له خطیبانو غوښتنه کړې، چې د دغو تبلیغاتو خلاف پر منبرونو غږ پورته کړي او خلک پرېنږدي چې د بهرنیو رسنیو تر اغېز لاندې راشي.

پر کابل د واکمنې ډلې دې سختدریځه وزیر تر دې دمخه هم پر رسنیو توندې نیوکې کړي دي.

خالد حنفي چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې له عام محضره ورک و، داسې مهال دغه خبرې کوي چې دغه ډلې په کابل کې د «بې‌حجابۍ» په تور یو شمېر ښځې نیولې دي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې؛ ملاهبت الله اخوند په کابل کې د خپلې ډلې د امربالمعروف وزارت پر محتسبانو بې باوره شوی، چې ګوندې کابل کې یې د بې‌حجابۍ مخنېوی نه دی کړی.‌

هغه تازه له کندهاره کابل ته پلاوی استولی او د «بې‌حجابۍ» په تور یې کابل کې د ښځو زنداني کول پیل کړي دي.

د طالبانو او نورو دیني عالمانو تر منځ د حجاب په تړاو ژور اختلافات شته. دغه ډله په کابل او ولایتونو کې ښځې نه پرېږدي، چې لوڅ مخ وګرځي؛ خو یو شمېر دیني عالمان پر دې چارې نیوکې کوي او د «مخ ښکاره کول» د حجاب برخه نه ګڼي.

د نړۍ یو شمېر لوی دیني عالمان هم د ښځو له لوري د مخ ښکاره کول په «اسلامي شریعت» کې د حجاب برخه نه بولي.

طالبان همدا راز په بازارونو کې ان د ښخو پر خبرو هم بندیزونه لګولي‌ دي.

طالبان وایي، په هرات کې د پاشدان بند چارې مخ په بشپړېدو دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هرات کې د پاشدان بند چارې په بېلابېلو برخو کې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو لګولو کانال یې ۷۰سلنه، د بند دېوال او دننه سل سلنه او د نورو برخو کارونه ۹۸سلنه بشپړ شوي.

له دغه بند څخه د (زمري لومړۍ) نېټه د طالبانو د انرژۍ او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور سره په ګډه په هرات کې د دغه ډلې والي مولانا اسلام جار لیدنه کړې ده.

پر افغانستان واکمنه ډله ادعا لري، چې پر پاشدان بند ټول ټال ۱۱۷مېلیون ډالره لګښت راځي او ۱۳زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

همدا راز ویل شوي، چې د دغه بند له جوړېدو سره به ۲۰۰مېلیونه متر مکعبه اوبه هم مدیریت شي.

طالبان داسې مهال د دغه پروژې د بشپړېدو ادعاوې کوي، چې دې ډلې ډېر کله له مخکیني جمهوریت څخه پر ورپاتو نیمکړو پروژو تبلیغاتي شخوند وهلی دی.

باورونه دا دي، چې طالبان د تېر جمهوري نظام پروژې د نویو پروژو په نوم بیا پیلوي او غواړي په دې سره خلکو ته وښيي چې ګني دوی سترې رغنیزې پروژې پیل کړې دي.

طالبانو تر اوسنۍ واکمنۍ دمخه د کمال خان بند په ګډون د اوبو بندونو تر څنګ د بېلابېلو پروژو لپاره امنیتي سرخوږی جوړ کړی و او نه یې پرېښودل، چې پلې شي.

طالبانو د سړکونو، پلونو، ښوونځیو، روغتیايي ودانیو او ډول ډول پروژو خلاف خپلې وسلې د مخنېوي لپاره کارولې دي.

نیوکې دا وې، د طالبانو له لوري رغنیزو پروژو ته ګواښونه د دې لامل شوي وو چې سلګونه پروژې په ټپه ودرېږي یا هم له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

پر کابل دغه واکمنه ډله اوس وخت ناوخت د هغو سړکونو بیا رغونې هم کوي، چې د همدوی له لوري په چاودېدونکو توکو تخریب شوي وو.

کارپوهان وایي، طالبان تر ډېره له رغنیزو پروژو د پروپاګنډې او د دغه ډلې د مثبت انځور لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي او په عملي توګه بیا پروژو د پلي کېدو فعالیتونه چندان نه ترسترګو کېږي.