طالبان وايي په ۱۶ ولایتونو کې یې له ۵۰۰ زرو جریبه ډېره دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په ۱۶ ولایتونو کې له غاصبیونو څخه ۵۱۰ زره او ۴۴۷ جریبه دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.