• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهې د تخار لپاره د طالبانو د امربالمعروف پر مشر برید وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویلي چې د دغې جبهې جنګیالیو تېره ورځ (پنج‌شنبه) د تخار په خواجه بها‌والدین ولسوالۍ کې د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې د امربالمعروف پر مشر ملا محمود برید کړی دی. د نوموړې جبهې په وینا، یو طالب وژل او بل ټپي دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه جبهه تر دې مهاله د ملا محمود د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه‌لري.

د افغانستان ازادۍ جبهې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له دې وروسته به د طالبانو د امربالمعروف غړي د دغې جبهې د چریکې عملیاتو هدف وي. دا خبرداری په کابل کې د امربالمعروف له‌خوا د ځوانو ښځو او نجونو د نیول‌کېدو په غبرګون کې وشو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

شعاري عفوه؛ طالبانو په پکتیا کې د جمهوري نظام یو سرتېری وژلی

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱

په پکتیا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې د عبدالظاهر په نوم د افغان پوځ پخوانی غړی تر سختې «شکنجې او ربړونې» وروسته وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ؛د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکی لومړی بریدمل عبدالظاهر شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري نیول شوی و او بیا په یوه شخصي زندان کې ساتل کېده.

سرچینې وايي د نوموړي مړی د روانې جولای میاشتې پر ۱۰مه نېټه د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ په غړک سیمه کې په داسې حال کې موندل شوی چې د «شکنجې او ربړونې» نښې په‌کې جوتې وې. سرچینې همدا راز وایي چې عبدالظاهر د جمهوریت په دوره کې ننګرهار کې دنده لرله.

ورته مهال، د وژل شوي افغان پوځ غړي خپلوانو هم پیښه یایید کړې ده. د عبدالظاهر کورنۍ ته یوه نږدې کس افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي چې نوموړی د طالبانو په یوه شخصي زندان کې د سختو شنکجو په پایله کې وژل شوی دی.

هغه وویل: «طالبانو د جولاۍ میاشتې پر ۱۰مه نېټه خبر راکړ چې مړی مو د احمداباد ولسوالۍ په غړک سیمه کې پروت دی، موږ چې ورغلو نو بریدمل صیب عبدالظاهر د تیږو لاندې پروت و او په ډېر وحشت یې شهـید کړی و.»

دې سره جوخت، په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو شمېر شخصي زندانونه هم لري، خو دغې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له لوري د پخواني افغان پوځ د وژنې په اړه دا ډول خبرونه خپریږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته پېښو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو طالبانو بیا تل په داسې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

طالبان وايي، د دغې ډلې مشر د عفوې د فرمان له‌مخې هېڅوک حق نه‌لري چې د پخواني نظام کارکوونکي او د پوځ غړو ته څه ووايي؛ خو د پخوانیو افغان پوځیانو د وژنې او شکنجې په تړاو له خپرېدونکو خبرونو داسې ښکاري چې د طالبانو دغه خبره د شعار تر بریده سمه خو عملي شوې نه ده.

د مزارشریف د روضې اندېښمنوونکی وضعیت؛ ولس وايي د نړېدو له ګواښ سره مخامخ ده

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱
•
خبرخونه

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او که رغونې ته یې سملاسي پاملرنه ونه شي، نو لا ډېرې برخې به یې ویجاړي شي.

دوی له افغانستان انټرنشل- پښتو سره په خبرو کې نیوکه وکړه چې په تېرو کلونو کې د حکومتونو او ځايي ادارو له‌خوا روضې ته پاملرنه کېده؛ خو له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له‌خوا ورته پاملرنه کمه شوې ده.

د مزارشریف ښار اوسېدونکي عبدالرحمان (مسعار نوم) په دې اړه وویل: « د روضیې د ځینو برخو کاشیانې راغوځېدلې دي او کله چې بارانونه کېږي نو نورې هم راغوځېږي، دا څو کلونه کېږي چې بیا رغونه یې نه‌ده شوې.»

د عبدالرحمان په خبره، روضه د دوی لپاره له تاریخي او معنوي ارزښت ور اخوا اقتصادي ارزښت هم لري او باید د نړېدو مخه یې ونیول شي.

نوموړي وايي، هرکال ډېری سیلانیان په کور دننه او بهر د روضې لېدو ته راځي چې ورسره هم‌مهاله د مزارشریف د اوسېدونکو اقتصاد غوړېږي؛ خو زیاتوي، وېره لري چې د دغه لرغوني ځای په تخریب به د معنوي زیان سربېره دغه ګټه هم په خلکو ودرېږي.

که څه هم وړاندې د طالبانو ویلي و چې د روضې د بیا رغونې چارې یې پیل کړي؛ خو د مزارشریف ښار اوسېدونکو له‌خوا افغانستان انټرنشل-پښتو ته په تازه رالېږل‌شویو انځورونو کې د ځینو برخو د تخریب کچه له ورایه ښکاري.

په ۱۴۰۲ کال کې بلخ ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني تر سفر وروسته د دغه ولایت ځايي چارواکو ویلي چې د روضې د بیا رغونې چارې پیل شوي دي. هغه مهال د روضې د ساتنې مسوولانو ویلي و چې د روضیې په بیا رغونې څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د مزارشریف یو بل اوسېدونکی مزمل (مستعارنوم) د ورته ستونزې په شریکولو سره افغانستان انټرنشل-پښتو ته وویل: «پخوا به هرکال د جنډې له پورته کولو وړاندې روضه مبارکه ټوله رنګېدله او کومې برخې به یې چې تخریب شوې وې، هغه به رغول کېدې؛ خو درې کاله کېږي چې دا کار نه دی شوی.»

د مزمل په خبره روضه یوازې د بلخ نه؛ بلکې د ټولو افغانانو لرغوني شتمني ده او هرو مرو یې باید د تخریب مخنیوی وشي.

د بلخ مرکز چې هلته د حضرت علي روضې د شتوالي له امله په «مزارشریف» شهرت لري، د مورخینو په وینا، د حضرت علي رض جسد په ۱۳۰ قمري کال کې له نجف څخه دلته رالېږدول شوی دى.

د مزارشریف د روضې په محوطه کې د حضرت علي، وزیر محمداکبر خان، امیر شېرعلي خان د زیارتونو په ګډون د بېلابېلو ۵۲ نورو شخصیتونو زیارتونه هم شته.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له عاصم منیر سره وکتل

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هیله ښودلې چې د پاکستان پوځ به د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې جاري وساتي. هغه پاکستان د چین «قوي دوست» بللی دی. په دې لیدنه کې د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال ژانګ یوشیا هم برخه لرله.

چین په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او ځیني راپورونه دا هم وايي چې بیجېنګ غواړي په پاکستان کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

مارشال عاصم منیر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه ډېر شوي دي.

اروپايي ټولنه او جاپان: طالبان دې د بشري حقونو درناوی وکړي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۵ GMT+۱

اروپايي ټولنې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان له نړیوالو تعهداتو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې، سرغړونه ونه‌کړي او ژمن پاتې شي.

په دې ګډه اعلامیه کې چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې، اورزولا فن در لاین، د اروپايي شورا مشر، انتوني کاستا، او د جاپان لومړي وزیر، شیګرو ایشیبا، د اروپايي ټولنېاو جاپان په ۳۰مه سرمشریزه کې ګډون کړی وو، راغلي دي: « موږ پر طالبانو دا غږ او ټینګار کوو چې د افغانستان د ټولو نړیوالو قانوني تعهداتو، په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې، بشپړ درناوی تضمین کړي. همداراز باید اجازه ورنکړي چې افغانستان د ترهګرو لپاره یو خوندي پټنځای شي.»

دواړو خواوو ټینګار وکړ چې هغوی د ګډو ارزښتونو – لکه د قانون حاکمیت، بنسټیز بشري حقوق، ډموکراسۍ او ازاد تجارت ملاتړي دي، او په دې برخو کې ژور شراکت لري.

په اعلامیه کې دا هم یادونه شوې چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو، په ځانګړې توګه د جمهوري نظام پر مهال، له ګڼو نړیوالو معاهداتو او کنوانسیونونو سره یوځای شوې و، خو طالبانو دا ژمنې نه دي منلې او نه عملي کوي.

طالبانو تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو پر بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي، له ښوونې، کار، سفر او ټولنیز حضور څخه یې منع کړي، او د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنه یې هم له پامه غورځولې ده.

اروپايي ټولنه او جاپان د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره یوځای له طالبانو غواړي چې د افغان ولس حقونو ته درناوی وکړي او هېواد د نړیوالو اصولو له مخې اداره کړي.

افغانستان انټرنشنل ته د مارشال ځواب: ما لیک له درده په ډک زړه ولوست، وضعیت داسي نه پاتېږي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته د کابل د يوې بندې نجلۍ له پرانيستې لیک د خپرېدو وروسته دوستم، افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې او زياته کړې یې ده: «دا لیک يې له درده په ډک زړه سره لوستلی.» نوموړي ټينګار کړی، چې اوسنۍ وضعیت به دوام ونه کړي او بدلون به راځي.

دغه لیک، چې د کابل یوې زنداني مېرمنې مارشال عبدالرشید دوستم ته لیکلی و او د جنبش ملي ګوند د مشر غبرګون يې را وپاروه.

نوموړي ژمنه کړې، چې «وضعیت په بدلون مومي.»

په دې لیک کې یوې مېرمنې له مارشال دوستم غوښتنه کړې، چې د هغو ښځو غږ شي، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې له ټولنې ایستل شوي، ځپل شوي او خاموشه شوي دي.

په لیک کې ټينګار شوی، چې د ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند په وړاندې او د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره دي مقاومت وشي.

دغه زندانې ښځې مارشال دوستم ته ويلي: «خلک په ټول زړه او روح سره تاسو سره دي. د دې هیواد نجونې د طالبانو په وړاندې د یوه حرکت په تمه دي. که تاسو نن چوپ پاتې شئ، سبا به زموږ د قبرونو خاورې هم واخلي.»

په لیک کې دا هم راغلي: «د دې خاورې نجونې او ښځې د طالبانو تر پښو لاندې شوې دي. زندانونه د هغو نجونو له چیغو ډک دي چې د ازادۍ، د انسان کېدو او د ښځې کېدو د جرم له امله شکنجه کېږي.»