طالبان: تېر کال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه څه باندې ۱۴ زره الوتنې ترسره شوي

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي معین د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د ادارې په کلنۍ غونډه کې وویل: «تېر کال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه څه باندې ۱۴ زره الوتنې ترسره شوي چې له دې ډلې ۷۶۶۵ الوتنې په ځانګړي ډول له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه وې.»