• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد: طالبانو هېڅکله دښمن ته سپکه لهجه نه ده کارولې

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د طالبانو ویاند ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ډېپلوماسۍ انسټېټیوټ له‌خوا د «مطبوعاتي مبارزې، تګلارې او ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې ناستې ته ویلي، چې رسنۍ یوازې د خبرونو رسولو وسیله نه ده، بلکې ډېپلوماټیک میدان دی. مجــاهد ادعا کوي، چې دوی خپل دښمن ته هم سپکه لهجه نه ده کارولې.

مجاهد په دې ناسته کې ویلي، چې هېڅ اعلامیه باید له دیني باورونو سره په ټکر کې نه وي او رسنۍ باید له توهین، تحقیر او سپکو الفاظو ډډه وکړي. هغه وویل: «موږ په یوه غیر معززه جګړه کې ښکېل وو، خو موږ هېڅکله دښمن ته سپکه لهجه نه ده کارولې».

مجاهد زیاته کړې: « موږ او تاسو شاهدان یو چې مختلف مظلومیتونه مو ولیدل، ښځې او ماشومان شهیدان شول خو طالبانو هېڅکله سپکه لهجه ونه کاروله».

نوموړي له بې‌ځایه پارونو او داخلي ټکرونو د ډډې کولو سپارښتنه کړې او وايي، چې « د ملت د وحدت لپاره باید هلې‌ځلې وشي».

مجاهد دغه راز ویلي، چې د طالبانو په اعلامیو کې هېڅکله د سني یا شیعه تفکیک نه دی شوی او تل د مسلمانانو پر وحدت ټینګار شوی دی.

هغه رسنۍ یوه مهمه ډیپلوماتیکه وسیله وبلله او ویې ویل چې رسنۍ د حکومت پر وړاندې د خلکو فشار کنټرولولی شي، د نړیوالو بحرانونو پر وړاندې توجه راجلبوي او د سولې یا جګړې د رامنځته کېدو سبب ګرځېدای شي.

مجاهد وایي، په ډېپلوماسۍ کې رسنۍ ډېر مهم رول لري، چې دا رول یا مستقیم د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اعلامیو په خپرولو او یا له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو له لارې غیر مستقیم وي.

مجاهد وویل: « رسنۍ یوازې د خبرونو رسولو وسیله نه ده، بلکې یو ډېپلوماټیک میدان دی. رسنۍ کولی شي سوله تامین یا هم جګړه رامنځته کړي. رسنۍ کولی شي ملتونه سره نږدې یا هم لرې کړي.»

مجاهد زیاته کړې ده، چې رسنۍ معلومات خپروي‌ او هم یې کنټرولوي.

هغه وایي: «کله کله ډېپلوماټیک اعمال د رسنیو له لارې ښه څارل کیږي.»

هغه دغه راز د سیاست د تعریف په اړه وویل، چې علماوو سیاست داسې هم تعریف کړی چې سیاست نه لیدل کیږي، نه تعبیر کیږي او نه هم لمس کیږي، خو یوازې بوی کیږي.

مجاهد د خپلې وینا په پای کې د بهرنیو هېوادونو لپاره د افغانستان سفارتونو، ګونسلګریو او رسنیو همغږي مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دې لارې بهرنیو هېوادونو ته خپل دین، عقاید او فرهنګ ور پېژندلای شي.

د طالبانو ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ددې ډلې غړو او مشرانو په بېلابېلو وختونو کې پخواني حکومت او کارکوونکو ته ترټونکي الفاظ کارول او ډېر وخت یې د دین له دایرې اېستل.

ددې ډلې یو شمېر مشرانو او غړو د جمهوري نظام له سقوط وروسته هم د ترټونکو اصطلاحاتو او ژبې له استعمال نه ډډه نه ده کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امام علي رحمان او عراقچي د افغانستان او سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقي تاجکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره کتلي او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې لېدنې پرمهال امام علي رحمان او عباس عراقچي په افغانستان، مرکزي او سویلي اسیا کې د بدلونونو په اړه هم خبرې وکړې.

افغاني سره میاشت وایي څه له باندې ۴،۶ میلیونه کسانو سره یې بشري مرستې کړې دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، چې په تېر یوه کال کې یې له ۴،۶ میلیونه کسانو سره بشري مرستې کړې دي. دغه مرستې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش، نغدي مرستې، روغتیایي خدماتو، سرپناه او د څښاک پاکو اوبو د تامین په برخه کې شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د چهارشنبې په ورځ د دغې ډلې د ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې یادې مرستې له۳۳۵،۴۴۲ کسانو سره ترسره شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال په ټول هېواد کې د سرې میاشتې ټولنې له خوا څه باندې درې ميليونه ۸۰۰زره هېوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي او دغه راز پر څه باندې ۲۶۶زره ميندو او ماشومانو بېلابېل واکسينونه تطبيق شوي.

د یادې ټولنې مسوولانو وویل چې د طبیعي پېښو له امله ۵۱۱۳۵۳ زیانمنو او اړو کسانو ته خوراکي او غیر خوراکي او نغدي مرستې برابرې شوې چې د ورکړل شویو نغدي مرستو ټولیز ارزښت څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

دوی زیاتوي چې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې۲۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته د څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د استوګنې کورونه جوړ شوي دي.

همدا راز دغه دغو طالب مسوولینو دا هم وویل چې په اتو حمایتي مرکزونو کې ۳۶۹۶۲ یتیمانو، کونډو، معلولینو، بې سرپرستو او اړو کورنیو ته مالي مرستې شوې دي.

دوی دا هم زیاته کړه، چې د رواني ناروغیو د درملنې په ۶ مرکزونو کې ۲۳۸۳ رواني ناروغانو ته مراقبتي او د درملنې خدمتونه وړاندې شوي، چې له دې ډلې ۲۸۸ کسان بیرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

له افغانستان سره بشري مرستې په غوڅ ډول د بهرنیو موسساتو او هېوادونو له خوا کیږي.

د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ۳۸ سلنه لوړه شوې

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د ۲۰۲۴ ـ ۲۵ مالي کال په اوږدو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په کچه کې ۳۸،۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی او د صادراتو دا کچه له ۵۵۸،۰۳۲ مېلیون ډالرو څخه ۷۷۳،۸۹۲ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.

د پاکستان مرکزي بانک د ۲۰۲۴ـ ۲۵ مالي کال کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ ـ۲۵ مالي کال کې د تېر مالي کال په پرتله له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کچه ا۷۷۳،۸۹۲ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو له مخې، یاده کچه په تېر مالي کال کې ۵۵۸،۳۲ میلیونه ډالر وه.

د پاکستان مرکزي بانک رپوټ وايي، افغانستان ته د صادراتو کلنۍ اندازه د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې په پرتله د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې ۸،۲۴ سلنه ډېره شوي او له ۴۶،۴۰۵ مېلیون ډالرو څخه ۵۰،۲۳۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې، خو د میاشتو په تناسب بیا دا اندازه ۱۱ سلنه راټیټه شوې ده.

د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ۵۶،۸۴۳ میلیون ډالره ښودل شوې، چې په جون میاشت کې دا صادرات ۵۰،۲۳۰ مېلیون ډالرو ته را ټیټ شوي دي.

همدارنګه د پاکستان مرکزي بانک په راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ـ ۲۵ مالي کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۶،۵۳ سلنه ډېر شوي او له ۱۱،۶۹۰ میلیون ډالرو څخه ۲۵،۸۹۸ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.

خو، له افغانستان څخه د پاکستان د وارداتو په میاشتنۍ مقایسه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې ۲۹،۵۵ سلنه کمښت شودل راغلی او ویل شوي، چې د دې کال د می میاشتې په پرتله په جون میاشت کې د افغانستان واردات له ۱،۹۴۹ مېلیون ډالرو څخه ۱،۱۸۷ مېلیون ډالرو ته ټیټ شوي دي.

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې په ۲۰۲۴ـ ۲۵ مالي کال کې په ټولیز ډول د پاکستان صادراتو کې ۴،۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی او له ۳۰،۹۷۹ میلیارده ډالرو څخه ۳۲،۲۹۵ میلیارده دالرو ته لوړ شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې له بهر څخه پاکستان ته واردات هم ۱۱،۳۱ سلنه لوړ شوي‌ دي.

کرزي د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره د بریتانیا او ملګرو ملتونو وروستي ګامونه وستایل

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا حکومت له هغه تصمیم هرکلی کړی، چې غواړي د فلسطین مستقل دولت په رسمیت وپېژني. نوموړي دا "پرځای او باارزښته ګام" بللی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه، پر خپل اېکس لیکلي، چې «د بریتانیا د حکومت له دغه تصمیم څخه، چې غواړي د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني، هرکلی کوي.

کرزی زیاتوي، « دا یو پرځای او باارزښته ګام دی چې د سولې او ثبات پر لور مهمه لاره پرانیزي».

همداراز، نوموړي د ملګرو ملتونو د هغې ناستې د پرېکړې ملاتړ کړی، چې د سعودي عربستان او فرانسې په کوربه توب ترسره شوې وه.

کرزي ویلي: «زه د هغه پرېکړه‌لیک ملاتړ کوم چې د غزې پر وضعیت د سملاسي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین د مستقل دولت د جوړېدو سپارښتنه پکې شوې ده».

د حامد کرزي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د بریتانیا پارلمان تر ۲۰۰ زیاتو غړو په یوه پرانیستي لیک کې له لومړي وزیر کییر سټارمر غوښتي، چې فلسطین دې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

سکای نیوز تېره اونۍ راپور ورکړی و، چې د پارلمان له‌خوا پر حکومت فشار ورځ تر بلې زیاتېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې «دوی به هغه وخت فلسطین په رسمیت وپېژني چې دا ګام د سولې د بهیر لپاره اغېزناک وي».

ملا برادر د کابل په استالف کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانېسته

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې د سمون په نامه د خصوصي سکتور د ممیزو د پروسس یوه نوې فابریکه پرانېسته، چې ویل کیږي په کال کې د لس زره ټنه ممیزو د پروسس ظرفیت لري. پر دې فابریکه اته میلیونه ډالره شخصي پانګونه شوې.

عبدالغني برادر د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه،د دې کارخونې د فعالیت د پیل په مراسمو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې ددې کارخونې رول مهم وباله او ویې ویل، چې په دې سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی ادارې د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف یې د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل کړې دي.

نوموړي ادعا وکړه، چې طالبانو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتي توکو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.

نوموړي په دغو مراسمو کې دغه راز وویل، چې د طالبانو ادارې د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی؛ د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.

هغه دغه راز وویل، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې په مرسته یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، هڅه کوي چې د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له غړو هېوادونو سره خبرې کړې دي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی ومومي.

د کابل په استالف ولسوالۍ کې د سمون په نامه د ممیزو د پروسس دغه کارخونه په ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالره شخصي پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.

ویل کیږي د دې کارخونې پروسس او بسته‌بندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیزې اسیا هېوادونو ته صادر شي.