• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د پښتو سینما وتلی ستوری علي ګل شیدا مړ شو

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د پښتو سینما وتلی ستوری علي ګل شیدا چې د خپلې هنري هڅو له امله یې پراخ شهرت درلود، له اوږدې ناروغۍ وروسته نن مړ شو. د نوموړي کورنۍ د هغه مړینه تاییدوي او وايي، چې علي ګل شیدا د زړه د حملې له کبله په روغتون کې بستر و، چې نن یې له دې دنیا سترګې پټې کړې.

د هغه د کورنۍ یوه غړي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) پر انستاګرام د نوموړي له انځور سره لیکلي: «د افغانستان سينما تکړه، مهربان او محبوب هنرمند زما ملګری او ماما علي ګل شیدا له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.»

هغه چې په روغتون کې د زړه د حملې له کبله بستر وو، يو شمېر هېوادوالو یې د مالي لاسنیوي غوښتنه هم کړې وه.

علي ګل شیدا څه موده مخکې په یوې مرکه کې ویلي و، چې د افغان فلم ادارې سره یې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې کار کړی.

شيدا په شاوخوا ۴۷ فلمونو کې کار کړی و.

هغه ویلي و، چې د خپل کار پر مهال يې هڅه کړې چې د افغانانو فرهنګ، مېلمه پالنه، ټولنيز ژوند، خاصیتونه او مثبت ټکي نړۍوالو ته وښيي.

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو او د افغان فلم ادارې تر بندېدو وروسته، علي ګل شیدا د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سړک غاړې ته په یوه لیړۍ کې مڼې پلورلې.

نوموړي څه موده مخکې د همدې کاروبار په اړه ویلي و: «خوښ يم چې د سړک پر غاړه مڼې پلورم، شرایط همداسي دي، ما وطن ته د خدمت هڅه کړې او بیا یې هم کوم د اوس لپاره زه په همدې خوښ یم، چې د غلا پر ځای حلال رزق پيدا کوم.»

د طالبانو تر واک لاندې ډېری افغان هنرمندان یا له هېواده وتلي او یا هم په غربت کې د ژوند شپې سبا کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

خلکو ته د طالبانو له خوا د حقونو د ورکړې ادعا؛ واقعیتونو سره ټکر، که د حقایقو د انکار هڅه؟

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

نړۍ وایي، په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، ښځې له اساسي ازادیو بې‌برخې شوې، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لګول شوي او اقلیتونه ځورول کېږي؛ خو طالبان بیا په دوامداره توګه ادعا کوي، چې د هېواد ټولو وګړو ته یې بشپړ حقوق ورکړي او عدالت یې تامین کړی دی.

د طالبانو ویاند د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ له‌خوا د «مطبوعاتي مبارزې، تګلارې او ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې جوړې شوې ناستې ته ویلي، چې سفارتونه او قونسلګرۍ دا مسوولیت لري چې بهرنیانو ته ووايي، په افغانستان کې خلکو ته ټول حقوق ورکړل شوي دي.

طالب ویاند په داسې حال کې د حقونو د ورکړې خبرې کوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له سختو نیوکو سره مخ دی، که څه هم دا څرګندونې د طالبانو له خوا د مشروعیت د ترلاسه کولو یوه هڅه ښکاري، خو د واقعي وضعیت له حقیقتونو سره ژور تضاد لري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په کراتو ویلي، چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، خبریالانو، مدني فعالانو او اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، مېرمنې له زده‌کړو، کار، ازاد سفر او ان له پارکونو او تفریحي ځایونو څخه محرومې شوې دي.

په همدې حال کې، د نجونو ثانوي ښوونځي، پوهنتونونه او د ښځو ډېری اقتصادي مرکزونه تړل شوي او زرګونه ښځې له خپلو دندو شړل شوې دي.

دا وضعیت نه یوازې د اساسي بشري حقونو خلاف ګڼل کېږي، بلکې د طالبانو پر ضد نړۍوال سیاسي فشارونه هم زیات کړي دي.

په داسې شرایطو کې، د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندونې نه یوازې د واقعیتونو له انکار سره برابرې دي، بلکې دا د نړۍوالو په سترګو د شګو شېندل هم ګڼل کېږي.

پر همدې بنسټ، دا پوښتنه راولاړېږي چې د "حقونو ورکړه" تعریف د چا له نظره؟ د طالبانو؟ که د نړۍوالو بشري معیارونو له مخې؟

د مدني ټولنو استازي، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان پرله‌پسې خبرداری ورکوي، چې دا ډول سیاسي څرګندونې د حقایقو پټولو لپاره کارول کېږي، نه د خلکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره.

له بله پلوه، د طالبانو له خوا پر سفارتونو د دې ډول مسوولیت اچول، چې د دوی موقف نړۍ ته توجیه کړي، له دې انکار هم نه‌شي کولای چې اصل د دې ډلې پالیسۍ او چلندونه د مشروعیت له نړۍوال معیار سره په ټکر کې دي.

د نړۍوالو غبرګونونه هم دا څرګندوي، چې یوازې له شفاهي ژمنو یا تبلیغاتي څرګندونو سره به نړۍ قانع نه‌شي. نړۍوالو ته د قناعت ورکولو یوازینۍ لاره د بشري حقونو عملي درناوی، د ښځو او اقلیتونو د حقونو تضمین او د بیان ازادۍ خوندي کول دي، نه دا چې سفارتونه د "ورکړل شویو حقونو" افسانه تکرار کړي.

امریکايي سناتور: د ټرمپ ادارې له‌خوا د افغان پناه‌ غوښتونکو شړل ناقانونه او کرکجنه چاره ده

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د امریکا د مشرانو جرګې د بودیجې کمېټې رییس سکاټ وېنر په کالیفورنیا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت له‌خوا د کډوالو اېستل یوه ناقانونه او کرکجنه چاره ده.

سکاټ وېنر زیاته کړه، ډونالډ ټرمپ د مرکزي امریکا، اوکراین، افغانستان او ځینو نورو بې ثباته هېوادونو د لسګونه زره کډوالو ټي، پي، اېس یا د لنډمهاله خونديتوب حالت په ناقانونه توګه لغوه کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغو کډوالو لسګونه کلونه په امریکا کې ژوند کړی، خو اوس د ټرمپ دولت له لوري په ناقانونه توګه اېستل کېږي.

سکاټ وېنر یو ځل بیا په دغه هېواد کې د ولسمشر ټرمپ دولت له لوري د کډوالو د اېستنې له بهیر سره خپل مخالفت څرګند کړ او له کډوالو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې د افغان پناه غوښتونکو په ګډون له دغه هېواده د کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړ او دغه وضعیت له ګڼو غبرګونونو سره سره همداراز دوام لري.

د بامیان پخوانی والي: د رشک کلي د خلکو په زور کډه کولو ته اړ اېستل ښکاره ظلم دی

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د بامیان پخواني والي محمد طاهر زهیر د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د رشک کلي د اوسېدونکو په زور کډه کولو ته د اړ اېستلو په غبرګون کې ویلي، چې دا د بې وسه خلکو پروړاندې ښکاره ظلم دی.

هغه په خواله رسنۍ فېسبوک لیکلي، دا هغه مظلوم خلک دي چې «نه یې څوک غږ اوري او نه یې څوک پوښتنه کوي.»

ښاغلي زهیر زیاته کړې: «دا ډول چلندونه نه یوازې زورواکي ده، بلکې پاروونکي اقدامات هم دي چې د سیمه‌ییزو شخړو د لا زیاتېدو لامل ګرځي.»

هغه له طالبانو غوښتي، چې که په رښتیا په دا ډول پېښو کې ښکېل نه وي، نو باید ژر تر ژره د دغو تحریک‌کوونکو اقداماتو مخه ونیسي او د رشک له کلي څخه بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

نوموړي په خپله لیکنه کې کوچيانو ته هم اشاره کړې، چې د ده په وینا، د رشک د اوسېدونکو ځمکې یې په زور نیولي او باید د خپلو غېرقانوني او مجرمانه کړنو له امله معاف نه شي.

هغه ویلي: «کوچیان هره ورځ په هزارجاتو کې پېښې جوړوي.»

د ښاغلي زهیر د معلوماتو له مخې، پرون له رشک کلي څخه ۲۵ کورنۍ په زور شړل شوي او نن د همدې شخړې په دوام یو بې‌ګناه هزاره ځوان وژل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اېستلو، وژنو او جنایتونو له لارې هېڅ څوک خپلې موخې ته نه شي رسېدای، بلکې دا وضعیت یوازې د خلکو تر منځ فاصله او شخړې زیاتوي.

نوموړی وايي، طالبان باید د زغم او جوړجاړي پر ځای مجرمانو ته سخته قانوني سزا ورکړي.

په سیمه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر دا شخړه له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې روانه وه او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې یو ځل بیا زور اخیستی.

سرچینو ویلي، چې یاده حقوقي موضوع له دقیقې څېړنې پرته د طالبانو په محکمو کې مخکې تللې ده او ان د محکمې ځینې غونډې د رشک د اوسېدونکو له ګډون پرته ترسره شوې دي.

کوچیانو تر اوسه ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینو دا هم زیاته کړې، چې د دوی عریضو او شکایتونو ته پام نه دی شوی.

په بامیان کې یوې سرچینې وویل، چې د رشک کلي اوسیدونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې خپل کورونه خالي کړي

فایق: د طالبانو له لوري جبري کډه کولو ته د ځايي اوسېدونکو اړ کول د دوښمنۍ فضا رامنځته کوي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، طالبانو له غور ولایت وروسته اوس د بامیان د پنجاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي جبري کډه کولو ته اړ کړي او په وینا یې د هغوی کورونه او ځمکې یې په زوره لاندې کړي او کوچیانو ته یې ورکړي دي.

نصیر احمد فایق د طالبان دغه چاره د مالکیت روڼ حق او د انساني کرامت ښکاره نقض بللی او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو دغه چاره د اسلامي لارښوونو، د ټولنیز عدالت اصولو او د نړۍوالو بشري حقونو له میثاقونو سره ښکاره تضاد لري او دا یو ښکاره ظلم دی.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې اسلام مشروع ملکیت ته درناوی لري او په ظلم او جبر سره د خلکو د جایدادونو له لاندې کولو منعه کړي او هېڅ څوک، ان د دولت په نوم، حق نه لري چې د خلکو کورونه او ځمکې د قانوني محکمې له پرېکړې او د معادل قیمت له ورکړې پرته غصب او بل چاته ورکړي.

فایق ویلي: «د طالبانو له‌خوا له افغان وګړو سره تبعیضي چلند، په ځانګړي ډول د کوچیانو د اسکان په برخه کې، نه یوازې د عدالت خلاف دی، بلکې قومي اختلافات ژوروي، د خلکو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي او د نفاق او دوښمنۍ فضا رامنځته کوي.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، چې کوچیان د افغانستان د ملت یوه برخه دي خو باید د قانون، عدالت او د ځايي اوسېدونکو له سلا مشورو سره سم د ژوند زمینه ورته برابره شي او په وینا یې تر هغې چې یو مشروع، قانون مند او ځواب ویونکی حکومت نه وي، دا ډول پرېکړې نه قانوني حیثیت لري او نه مشروع دي، بلکې د ټولنې د بې‌ثباتۍ، تاوتریخوالي او کړکېچ لامل ګرځي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق بیا همدغې مسالې ته په غبرګون کې ویلي، د طالبانو له دغو کړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې له میداني مقاومت پرته په خبرو دغه ستونزه نه حل کېږي او په وینا یې مقابل لوری یعنې طالبان د زور له ژبې پرته په بله ژبه نه پوهېږي.

طالبانو په غور او بامیان ولایتونو کې تر یوې پرېکړې وروسته یو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو اېستلي او کورونه یې ځايي کوچیانو ته سپارلي دي.

طالبانو له الجزیرې شبکې سره د رسنیزو همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر د الجزیرې شبکې د عربې څانګې له مشر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو فرهنګي همکاريو، د خبریالانو د روزلو او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي. دغه خبرې پر داسي مهال کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو کورنيو او بهرنیو رسنیو محدودیتونه زيات کړي.

په قطر کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمدالیافعي سره کتلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سهیل شاهین «د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړۍوال پوښښ په برخه کې د الجزيرې شبکې همکاري» مهمه وبلله.

طالبانو ویلي، چې د الجزيرې شبکې د عربي څانګې مشر هم په رسنیزه برخه کې د همکارۍ ډاډ ښودلی.

طالبان په داسې حال کې له نړیوالو رسنیو سره د همکارۍ خبرې کوي، چې دغه ډله له واک ته د بیا رسېدو راهیسې په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو بندیزونه لګوي.

د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو په خبره، ډېری وخت د دوی فعالیتونه د طالبانو د استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له خوا تر سخت څار لاندې او کله کله ګوت څنډې هم کوي.

طالبانو پر رسنيو د بندیزونو سره سره خبریالان د کار پر مهال ګواښلي، وهلي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي یې دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه لري او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې نړۍوال اصول مراعت کړي.