• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د لوېدیزو ولایتونو لپاره د ترانسپورټي اډې جوړولو چارې پیل کړې

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې یې پر ۲۱ جرېبه ځمکه د لویدیزو ولایتونو لپاره د معیاري ترانسپورټي اډې د جوړولو چارې پیل کړې دي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اډې جوړولو چارې به په څلور میاشتو کې بشپړې شي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند د پروژو د پلان جوړونې، څېړنې او تطبیق رییس محمد رستم حفیظیار وايي:«موږ د غوره ترانسپورټي خدماتو لپاره په هر ولایت کې دوه یا درې پروژې لرو. زموږ ټولې پروژې د ټرانسپورټ وزارت له خپلې داخلي بودجې څخه تمویلیږي.»

یاد وزارت ویلي، چې په دې پروژه کې د مسافرو لپاره د انتظار ځای تر څنګ د اوبو رسولو سیسټم، د موټرو لپاره سیوری او نورې اسانتیاوې هم په پام کې دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکی: د دوغارون له لارې افغانستان ته له ۱،۵ میلیارده ډالرو ډېر توکي لېږدول شوي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱
ایراني چارواکی: د دوغارون له لارې افغانستان ته له ۱،۵ میلیارده ډالرو ډېر توکي لېږدول شوي
100%

د ایران د تابیاد ولسوال ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر چنګاښ میاشتې پورې له دوغارون ګمرک څخه افغانست‍ان ته د یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي لېږدول شوي دي.

د تایباد ولسوالی حسین جمشیدي د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دې موده کې له ایران څخه ۴۷۴ زره او ۳۶۱ ټنه توکي افغانستان ته لېږدول شوي، چې له دې شمېرو د وزن له مخې، ۱۸ سلنه او د ارزښت له مخې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

نوموړي ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ۲۸۴ میلیونه او ۲۹۶ زره ډالرو په ارزښت ۵۲۹،۰۱۶ ټنه توکي صادر شوي دي.

نوموړي ویلي:« دغه توکي د دوغارون سرحدي بازار، سرحدي ترمینل او ځانګړي اقتصادي زون څخه دې ګاونډي هېواد ته صادر شوي دي. په دې کې ۹۰ سلنه توکي هرات او پاتې نور یې د افغانسان نور ولایتونو ته صادر شوي دي.»

پر همدغه مهال د تایباد ولسوال ویلي، چې د افغانستان له لوري د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې د څه د پاسه ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۴زره او ۷۲۵ ټنه توکي د دوغارون له لارې ایران ته وارد شوي دي.

د ایران د تایباد ولسوال وايي، له ایران څخه افغانستان ته په صادرو شویو توکو کې ساختماني مواد، خوراکي توکي، مېوې، سابه، ګول سیخ، نفت او مایع ګاز شامل دي او له افغانستان نه ساختماني ډبرې او نور توکي ایران ته په واردو شویو توکو کې شامل دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دوغارون د ایران او افغانستان ترمنځ تر ټولو مهم اقتصادي بندر ګڼل کیږي او هره ورځ له دې بندره د موټر چلوونکو، مسافرو، سوداګرو او خدماتي کارکوونکو په ګډون ۴ زره کسان تګ راتګ کوي.

ملا برادر له عزیزي سره په کتنه کې: پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱
ملا برادر له عزیزي سره په کتنه کې: پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي
100%

د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې له عزیزي ګروپ مشر او پانګوال میرویس عزیزي سره کتلي. ناسته کې ملابرادر ویلي چې د ملاهبت الله د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او کورنيو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن (د زمري ۱۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د عزیزي انرژي ګروپ د لس میلیارد ډالره پانګونې هرکلی وکړ.

طالبانو د برادر په حواله لیکلي چې نوموړي میرویس عزیزي ته د دې ډلې له لورې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړي او ورته یې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

میرویس عزیزي هم ویلي چې له دې لس زره میګاواټه برېښنا سره به د هېواد صنعت او کرنه وده وکړي او ډېر کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

عزیزي دا هم ویلي‌ چې کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه په ټولو معیارونو برابر د روغتون چارې به ژر پیل شي.

طالبان: ثبت شویو خیریه بنسټونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد افغانۍ مرستې وېشلې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱
طالبان: ثبت شویو خیریه بنسټونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد افغانۍ مرستې وېشلې دي
100%

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونو له خوا په ۱۴۰۳ کال کې له اړمنو کسانو سره څه باندې یو میلیارد او ۱۱۰ میلیونه افغانۍ، ۳۸۲ زره ډالر، ۲۰۳۰ زره یورو او پنځه لکه کالدارې مرسته شوې.

طالبانو ویلي، چې دا مرستې په خوراکي او غیر خوراکي توکو، درملو، روغتیا، ښوونې، حرفوي زده کړو، لوړو زده کړو او د کارموندنې په برخو کې لګول شوي.

د عدلیې وزارت، په دې اړه چې دا خیریه بنسټونه کورني‌دي یا بهرني، څه نه دي ویلي.

طالبان له خصوصي سکتور سره د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د بریښنا تړون لاسلیکوي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۱
طالبان له خصوصي سکتور سره د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د بریښنا تړون لاسلیکوي
100%

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک شي.

حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي: «دغه تړون د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک کېږي او هدف یې دا دی چې افغانستان د انرژۍ له وارداتي اړتیا خلاص شي او کورني ظرفیتونه وده ومومي.»
افغانستان که څه هم د بادي، لمریزې او اوبیزې برېښنا د تولید پراخ امکانات لري، خو اوس‌مهال شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي. د اقتصادي شنونکو په وینا، دا چاره د هېواد پر ملي بودیجه دروند فشار راولي.

طالب چارواکي دا هڅه د هېواد د بنسټیزو سکتورونو د بیا فعالېدو یوه برخه بولي. خو دا لا روښانه نه‌ده چې یاد تړون به کله عملي کېږي، تمویلوونکي یې څوک دي او خصوصي شرکتونه به د کومو تخنیکي او حقوقي شرایطو لاندې کار کوي.

د افغانستان پر وارداتو د ټرمپ تعرفې ۱۵ سلنې ته لوړې شوې

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱
د افغانستان پر وارداتو د ټرمپ تعرفې ۱۵ سلنې ته لوړې شوې
100%

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ټولو هېوادونو پر سوداګریزو توکو د ډونالډ ټرمپ د تعرفو نوی نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې د افغانستان پر سوداګریزو توکو تعرفه له ۱۰ څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د دغې پریکړې له مخې؛ ۱۰ سلنه تعرفه یوازې پر هغو هېوادونو لوړېږي، چې له امریکا سره یې صادرات او واردات برابر وي؛ خو هغه هېوادونه چې له امریکا څخه لږ واردات ولري او صادرات یې ډېر وي، ۱۵ سلنه تعرفه ورباندې لګېږي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ په ۲۰۲۴ کال کې ټوله راکړه ورکړه شاوخوا ۳۴ مېلیونه ډالره اټکل شوې ده.

د امریکا د سوادګرۍ ځانګړي استازي د معلوماتو پر پنسټ؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د امریکا صادرات ۱۱.۴ مېلیونه ډالرو ته رسیدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه کموالی ښيي.

په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستانه امریکا ته د وارداتو کچه ۲۲.۶ مېلیونه ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.