• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کشمیر د استحصال پر ضد د پېښور ښار په زړه کې پراخ لاریون شوی

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا د حکومت تر مشرۍ لاندې، د کشمیر د استحصال پر ضد نن د پېښور په مرکزي سیمو کې یو ستر لاریون ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي او تعلیمي قشرونو ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی و.

دا لاریون، چې د لومړي وزیر له کور څخه د والي تر دفتره پورې وغځېد، د خیبرپښتونخوا د والي فیصل کریم کنډي او د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په مشرۍ ترسره شو. د لاریون ګډونوالو "کشمیر به پاکستان شي" او "پاکستان زنده باد" شعارونه ورکول.

په دغه لاریون کې د حکومتي چارواکو ترڅنګ، د ښار د مختلفو برخو اوسېدونکو، د ښوونځيو او پوهنتونونو زده‌کوونکو او د ولسوالیو استازو پراخ ګډون کړی و.

د خېبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په خپله وینا کې وویل: «نن یوازې پاکستان نه، بلکې د نړۍ په کچه له کشمیري ولس سره د یووالي غږ پورته کېږي.»

هغه د نړیوالو طاقتونو پر دوه‌مخې تګلارې نیوکه وکړه او وې ویل: "د نړۍ لوی قوتونه چې د اسراییل ملاتړ کوي، د کشمیر پر مظلومو خلکو بیا مطلق چوپ پاتې دي."

فیصل کنډي همداراز وویل چې پاکستان په سفارتي ډګر کې هند ګوښه کړی دی او دا هېواد باید له جنګي هڅو څخه ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ:"نړۍ دې موږ د جګړې پر لور نه هڅوي، ځکه موږ ته نه ښايي چې د خپلو کشمیري وروڼو له درده بې‌پروا پاتې شو."

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په خپلو څرګندونو کې وویل چې هند غواړي کشمیر په زور لاندې کړي، خو د کشمیریانو مبارزه به ادامه ولري.

نوموړي زیاته کړه: «هند په یو اړخیز ډول غواړي کشمیر لاندې کړي، خو دا تحریک به د مودي د ناوړه ارمانونو قرباني نه شي.»

سیف زیاته کړه، چې مودي باید له صحنې لیرې شي، ځکه د ده موجودیت د ظلم استازیتوب کوي.

هغه دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالو ته دا خبره روښانه شوې چې د کشمیر قضیه بې‌عدالتی ده.

کشمیر یوه لانجمنه سیمه ده، چې له ۱۹۴۷م کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې مهمه موضوع پاتې شوې. له وېش وروسته، دواړو هېوادونو پر دغه سیمه دعوه وکړه، چې د درې جګړو سبب هم شوې ده. دا مهال کشمیر په دوو برخو وېشل شوی، یوه برخه یې د هند تر ولکې لاندې ده چې "جمو او کشمیر" بلل کېږي او بله برخه یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده، چې پاکستاني چارواکي ورته "ازاد کشمیر" وایي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

ټي‌ټي‌پي به نور د خېبر تیرا درې په اپریدي قوم سیمو کې پر پاکستاني پوځ عملیات نه کوي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱
ټي‌ټي‌پي به نور د خېبر تیرا درې په اپریدي قوم سیمو کې پر پاکستاني پوځ عملیات نه کوي
100%

د یوه سند له مخې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، د خېبر تېرا درې د اپريدي بر قمبرخېل قوم او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته، پرېکړه شوې چې ټي‌ټي‌پي به نور د خېبر تیرا درې په اپریدي قوم استوګنیزو سیمو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې عملیات نه کوي.

د تحریک طالبان پاکستان د سولې له خبرو اترو وروسته یوه پرېکړه لیک خپور کړی دی.

د پرېکړه‌لیک په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) وسلوال به د خېبر تېراه اړوند د اپریدو برقمبرخېل قوم په استوګنیزو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو برید یا عملیات نه کوي. خو که پاکستاني ځواکونه د ټي‌ټي‌پي پر ضد عملیات پیل کړي، نو دوی به د خپل ځان د دفاع لپاره جګړه کوي.

په دویمه ماده کې راغلي، چې د ټي‌ټي‌پي وسلوال به د تېرا برقمبرخېل له قوم څخه عشر نه اخلي او په درېیمه ماده کې راغلي چې د ټي ټي پي وسلوال به په قومي مسایلو کې مداخله نه کوي.

همداراز په څلورمه ماده کې راغلي چې د ټي‌ټي‌پي وسلوال هېڅ حق نه لري څوک شکنجه کړي، خو د برقمبرخېل قوم به د هغو کسانو مخه ونیسي چې له پاکستاني پوځیانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د تړون په پنځمه ماده کې ویل شوي، په کومو وژنو کې چې د ټي‌ټي‌پي غړي ښکېل وي، باید د یادې ډلې کمېسیون ته رسمي عریضه وسپارل شي.

دا لومړی ځل دی چې د خېبر په تېرا کې د اپریدي برقمبرخېل قوم او د ټي ټي پي ترمنځ د امن تړون ترسره کېږي.

د تحریک طالبان پاکستان او قومي مشرانو ترمنځ د یکشنبې په ورځ د خبرو اترو درېیم پړاو د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په لوی ماموند سیمه کې ترسره شوې دي.

په دغه ناسته کې دواړو غاړو روان کړکېچ ته د حل لارې موندلو په موخه په لنډمهاله اوربند هوکړه کړې.

باجوړ د جګړو په درشل کې؛ پاکستاني طالبان له قومي جرګې سره د اوربند هوکړې ته رسېدلي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱
باجوړ د جګړو په درشل کې؛ پاکستاني طالبان له قومي جرګې سره د اوربند هوکړې ته رسېدلي
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» او د قومي مشرانو ترمنځ د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په لوی ماموند سیمه کې د یکشنبې په ورځ د خبرو اترو درېیم پړاو ترسره شوی دی. په دغه ناسته کې دواړو غاړو روان کړکېچ ته د حل لارې موندلو په موخه په لنډمهاله اوربند هوکړه کړې.

د باجوړ د سولې ۵۰ کسیزې جرګې مشر سید صاحبزاده هارون رشید له رسنیو سره د دغو خبرو اترو جزییات نه دي شریک کړي؛ خو ډان ورځپانې د همدې جرګې د دوو غړو په حواله لیکلي، چې د شنبې په روځ دویمه ناسته کې طالبانو له ملکي سیمو د وتلو مشروطه پرېکړه کړې وه.

سرچینو زیاته کړې، دا ناسته د شنبې په شپه د لوړو پوړو امنیتي چارواکو او د سولې جرګې د غړو ترمنځ له لیدنې وروسته وشوه. د جرګې یوه غوښتنه دا وه، چې طالبان دې افغانستان ته لاړ شي او که جګړه غواړي؛ نو له ملکي سیمو دې په شا شي او غرونو ته دې وخېژي.

د شنبې د ورځې د خبرو له پایلو د حکومتي چارواکو د رضایت له څرګندېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې یوې بلې ناستې ته هم زمینه برابره شي؛ څو دغه کړکېچ د سولې له لارې پای ته ورسېږي.

صاحبزاده هارون رشید په یوه فیسبوکي لیکنه کې منلې وه، چې د خبرو درېیم پړاو د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي او تر تېر ماسختن ناوخته دا پړاو روان و. ویل کېږي، په دغه ناسته کې پر لنډمهاله اوربند د جرګې او ټي‌ټي‌پي د مرکچي پلاوي له لوري هوکړه شوې ده.

بل بل لوري د سالارزو په تنګۍ سیمه کې ځینو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ د پاکستان له امنیتي ادارو غوښتي، چې په سیمه کې خپلې پوستې باید پرېنږدي او که داسې وشي؛ نو هلته ګواښونه له ډېرېدلای شي. د توت شاه چوک په سیمه کې ځايي قومي مخورو ویلي، چې امنیتي ادارې غواړي دغلته یوه څو کاله پخوانۍ جوړه شوې امنیتي پوسته د ګواښونو له امله پرېږدي.

د جمعیت علمای اسلام (فضل) له‌خوا د سولې د هڅو دوام

همداراز د یکشنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام فضل ډلې سیمه‌ییزو مشرانو ژمنه وکړه، چې د اسلامي نظام، سولې او اقتصادي ودې لپاره به خپلو سوله‌‌ییزو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه څرګندونې د «سرو وانو» په سیمه کې د «جامعه رشیدیه» په مدرسه کې د ۲۰۲۳ کال (د جولای په ۳۰مه نېټه) د خونړۍ چاودنې د دویم تلین په مناسبت ترسره شوې غونډه کې وشوې. یاد برید د خار ښار ته نږدې د یاد ګوند په یوه غونډه کې شوی و، چې ۶۴ کسان په کې وژل شوي وو او ۱۲۲ نور ټپیان وو.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي: «سره له دې چې تېر کال خونړی برید وشو؛ خو زموږ ګوند لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی».

ویناوالو د لوي ماموند په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې د ترهګرۍ ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.

هغوی له سیاسي مشرانو، ټولنیزو او دیني فعالانو او عام ولس وغوښتل، چې د سولې او ټیکاو لپاره دې خپل رول ولوبوي.

اسلام‌اباد نیوکه لري، چې باجوړ کې د «ټي‌ټي‌پي» په لیکو کې افغان طالبان هم جنګېږي او همدا راز د یادې ډلې غړي د ډیورنډ کړښې هغې غاړې کې خوندي پناه ځایونه لري. پاکستان په وار، وار پر کابل له واکمنو طالبانو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» له ملاتړه لاس واخلي او‌ پر ضد دې یې جدي اقدامات وکړي. طالبانو که څه هم له اسلام‌اباد سره په ناستو کې د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو شته والی منلی؛ خو په عامه توګه د اسلام‌اباد دغه ادعاوې ردوي، چې ګوندې «ټي‌ټي‌پي» دې د دوی تر واک لاندې پناه ځایونه ولري.

د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱
د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي
100%

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې په بنو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې څلور کسان وژل شوي دي. دا نښته تېره شپه د بنو فتح خېل سیمې اړوند په «لېړه پُل» کې رامنځته شوې ده.

نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله‌والو له سپکو او درنو وسلو څخه په استفادې په یاده سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستې برید وکړ.

د بنو د پولیسو یوه ځايي مسوول هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د پولیسو په ځوابي برید کې درې وسله‌وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. عباس د یوه پولیس د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبره هم منلې ده.

په سیمه کې ځايي سرچینو ویلي چې په بېګاني برید کې تر ۱۰۰ ډېرو طالبانو برخه اخیستې وه.

ورته مهال، له یادې نښته وروسته شاوخوا سیمو کې د امنیتي ځواکونو د ګډو چانړیزو عملیاتو د پیل په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په بنو کې تر ډېره تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي او د دغې ډلې اړوند کسان فعالیت لري.‎

په باجوړ کې پاکستاني طالبانو له ځايي جرګې سره له کلیوالو سیمو پر وتلو هوکړه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱
په باجوړ کې پاکستاني طالبانو له ځايي جرګې سره له  کلیوالو سیمو پر وتلو هوکړه وکړه
100%

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د ټي‌ټي‌پي مرکچي پلاوي له ځايي قومي مخورو سره په ناسته کې پرېکړه کړې چې له استوګنیزو سیمو به وځي، خو ټینګار یې کړی چې په بشپړه توګه دا ولسوالۍ نه‌شي پرېښودلی.

راپور کې راغلي، د باجور د سولې جرګې او د ټي‌ټي‌پي غړو ترمنځ د خبرواترو دویم پړاو چې موخه یې په بشپړه توګه له یادې ولسوالۍ څخه د یادې وسله‌والې ډلې وتل و، د شنبې پر ورځ پای ته ورسېد. دغه ۵۰ کسیزه جرګه د لوی ماموند په سیمه کې شوې ده.

ټي‌ټي‌پي د جمعې پر ورځ د ناستې پر مهال له جرګې څخه یو ورځ وخت غوښتی و، څو د دوی دوه غوښتنې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي. دې غوښتنو کې یوه یې دا وه چې د دې ډلې غړي باید افغانستان ته ستانه شي او دوېیمه که غواړي له پاکستاني پوځیانو سره وجنګېږي، نو غرونو ته دې وخېژي. د جرګې مشرانو نیوکه کړې وه چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړو کې ځايي ولسي وګړو ته مرګ ژوبلې اوړي.

ډان لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ شوې جرګه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی تر سترګو شوی. دا ناسته د شنبې پر ورځ د ماسپښین درې بجې پیل شوې وه او د شپې ناوخته پای ته ورسېده، خو د جرګې مشر تر دې دمه رسنیو ته د ناستې رسمي جزییات نه دي اعلان کړي.

یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي،‌ د پاکستاني طالبانو مشرانو د سولې جرګې غړو ته ډاډ ورکړی چې دوی به په سیمه کې سوله‌يیز پاتې شي. همداراز ویل شوي چې د باجوړ د سولې جرګې مشر صاحب‌زاده هارون رشید له یو شمېر نورو غړو سره یو ځای د لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د خبرواترو د جزییاتو شریکولو لپاره لیدلي او هیله یې ښودلې چې خلک به ډېر ژر مثبت خبرونه واوري.

بل‌خوا، د ترهګرۍ ضد د‌ پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله او د احتمالي بې‌ځایه کېدو له وېرې د لوي ماموند په ۱۶ سیمو کې د مرستو کمپونه جوړ شوي دي. راپور زیاتوي چې دغه کمپونه تر ډېره پورې د سیمه‌ییزو غیردولتي سازمانونو له‌خوا د لوی ماموند او خار سیمو کې جوړ شوي دي.

پاکستاني طالبان او باجوړیان داسې مهال سره جرګه کېږي چې په دې وروستیو کې هلته له پوځ سره سختې وسله‌والې نښتې وشوې او له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې. همداراز د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته هم د دغو جګړو له امله مرګ ژوبله واوښته.

ادعاوې کېږي چې په باجوړ کې د نښتو پر مهال له ټي‌ټي‌پي سره افغان وسله‌وال هم لیدل شوي او د پاکستاني پوځیانو ځنې پوستې یې سقوط کړي او ان وسایط یې هم ورته سوځولي دي.

عمران خان ګنډاپور ته: خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې باید د بل پوځي عملیات اجازه ورنکړل شي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱
عمران خان ګنډاپور ته: خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې باید د بل پوځي عملیات اجازه ورنکړل شي
100%

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان له اډیاله بند څخه په خپله اېکس پاڼه کې په یوه پیغام کې د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتي، چې په خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بل پوځي عملیات اجازه ورنه کړي.

عمران خان په خپل دغه پیغام کې ویلي، د پوځ او ولس په مخامخ کېدو سره به د پوځ اداره له منځه ولاړه شي. خان‎ زیاته کړې: «عملیات د کومې ستونزې حل نه دی. ستونزې باید د هغه ځای د نظام له مخې د خبرو اترو له لارې حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی دی. له دوی سره اړیکې هم باید ښې شي او ستونزو ته باید د خبرو له لارې حل لارې ولټول شي.»

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور بیا د عمران خان دغه پیغام ته په ځواب کې پر خپلې اېکس پانې لیکلي، چې د عمران خان د فکر په درک کولو سره یې په خېبرپښتونخوا کې د قبایلو د جرګو بهیر پیل کړی دی.

د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) یوه جرګه چې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر په کوربتوب پیل شوې وه، پکې د خېبر او اورکزو ولسوالیو تر څنګ د دره ادم خېل او حسن خېل قبایلي برخو شاوخوا ۱۵۰ مشرانو، منتخبو ولسي استازو او ځينو ځايي چارواکو ګډون درلود.

د ګنډاپور په وینا، د شنبې ورځې په جرګه کې سپارښتنه وشوه، چې د سولې د ټینګښت لپاره ټول د ترهګرۍ او ترهګرو پر ضد یو موټی دي، عملیات او د ځايي خلکو بې‌ځایه کول په هېڅ صورت کې د منلو نه دي، پرمختګ له سولې سره تړلی دی او د سولې په ټینګښت سره به د پرمختګ بهیر ګړندی شي، د معدنیاتو په ګډون هېڅ ډول سرچینې نه چا غوښتي او نه به چا ته ورکړل شي، قبایلي مشران باید له افغانستان سره د خبرو لپاره هلته واستول شي، راتلونکې سیمه ییزه جرګه به د مهمند او باجوړ په ولسوالیو کې ترسره شي، ورپسې درېیمه جرګه به په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وشي او وروستۍ سیمه ییزه جرګه به په کُرمه کې جوړه شي او تر هغې وروسته به د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر له لوري یوه لویه جرګه راوبلل شي او بیا به د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره د عمل پلان جوړولو په موخه وړاندیزونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت واکمن دی.