• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان څخه د افغان خبریالانو د اېستلو د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د هغو افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره کمپاین پیل کړی چې په ایران او پاکستان کې له اخراج سره مخ دي. سازمان ویلي چې د دغه اقدام هدف د جبري شړلو مخنیوی او د نړیوالې ټولنې پام رااړول او خوندي هیوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږدولو پروسې ګړندي کول دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان نن یکشنبه د زمري ۱۹مه په یوه پیغام کې د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو وغوښتل، چې د ځانګړو هشټګونو په کارولو سره په دغه کمپاین کې برخه واخلي.

کمپاین په دریو اصلي پیغامونو ټینګار کوي: «له پاکستان او ایران څخه د خبریالانو شړلو ته نه،د خبریالانو خوندي هیوادونو ته د لیږدولو پروسه ګړندۍ کړئ او خبریال کیدل جرم نه دی.»

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان پرون یوه اعلامیه خپره کړه چې له ایران او پاکستان څخه د افغان خبریالانو د ایستلو پروسې پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې ده.

یاد سازمان تېره ورځ «د زمري ۱۸مه» په یوه اعلامیه کې لیکلي و، چې د یاد سازمان له خوا په ایران او پاکستان کې له مېشتو خبریالانو سره انلاین غونډه شوې ده.

په دې ناسته کې خبریالانو د ویزو نه تمدید کېدل، د پولیسو له خوا د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو رسمي لیکونو نه منل، د امنیتي فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی او همدارنګه د ستونزمن اقتصادي او قانوني وضعیت په څېر ستونزې یادې کړې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۴
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

اېف بي ای د محمودشاه حبیبي په موندلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱
اېف بي ای د محمودشاه حبیبي په موندلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې
100%

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) د افغانستان د ملکي هوايي چلند د پخواني رییس محمودشاه حبیبي د لادرکه کېدو پوسټر خپور کړی او د نوموړي د موندلو په اړه د څیړنو او خپلې کورنۍ ته د هغه د سپارلو ژمنتیا یې ښودلې ده.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په لسمه نېټه د محمودشاه حبیبي او د هغه د موټرچلوونکي له نیول کېدو وروسته د هغه د ځای او وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

اېف بي ای ویلي:« ویل کېږي د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست هغه د دې شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یو ځای نیولی و، خو له حبیبي او یوه بل کس پرته نور ټول نیول شوي کسان خوشې شوې دي»

اېف بي ای پر خپله رسمي پاڼه د محمود شاه حبیبي د پوسټر په خپرولو سره لیکلي:«درې کاله تېر شوي، خو FBI او زموږ شریکان لا هم د هغه د موندلو لپاره ژمن یو.»

په واشنګټن کې د ایف بي ای سیمه ییز دفتر د ترهګرۍ ضد څانګې ځانګړي استازي جوشوا سټون وايي:« موږ له ټولو هغو کسانو، چې ممکن معلومات ولري، غوښتنه کوو، چې له موږ سره دې [خپل معلومات] شریک کړي څو محمود شاه حبیبي له خپلې کورنۍ سره یو ځای کړو.»

100%

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې ویلي، چې د محمود شاه حبیبي له نیول کېدو وروسته د هغه په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي او طالبانو هم د نوموړي د ځای او وضعیت په اړه معلومات نه دې ورکړي.

خو طالبانو په ځلونو د د محمود شاه حبیبي نیول رد کړي دي.

څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې که هر څوک د هغه ځای معلوم کړي، نو ۵ میلیونه امریکایي ډالره جایزه به ورکړي.

د محمودشاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو له زندان څخه د خپل ورور په راخوشې کولو کې د سي ای اې پر بې پروايي نیوکې کړې دي.

نوموړي ویلي و چې سي ای اې د طالبانو له استخباراتي ادارې سره په اړیکه کې ده، خو د محمودشاه حبیبي د خوشې کولو لپاره یې له دې اړیکو کار نه دی اخیستی.

یونیسف له طالبانو وغوښتل چې نجونې زده کړو ته پرېږدي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱
یونیسف له طالبانو وغوښتل چې نجونې زده کړو ته پرېږدي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه خبرداری ورکړی، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره جدي ګواښ پېښوي. یونیسف پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي.

د یونېسف د بشري مرستو او لوژستیکي چارو مرستیال اجرایوي رییس ټیډ چایبان افغانستان ته تر خپل سفر وروسته په یوه راپور کې ویلي، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه له ۲ میلیونو ډېر افغانان چې نیم میلیون یې ماشومان دي، افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي ویلي، چې له تازه راستنو شویو کډوالو سره یې لیدلي، خو ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام په اړه ژورې اندېښنې لري.

د یونېسف ادارې دغه چارواکي افغانستان ته له سفر وروسته ټینګار کړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې هغوی له ښوونځي او پوهنتون څخه محروموي، بلکي د ټولنې د اقتصادي او تولنیز پرمختګ مخه یې هم نیولې ده.

نوموړی زیاتوي:«کندوز کې مې ګڼ شمېر زده کوونکي چې نجونې او هلکان ګډ وو، ولیدل، ټولو د ښوونکي، انجنیر او ډاکټر کېدو هیله لرله، خو د نجونو لپاره دا هیله له شپږم ټولګي وروسته پرې کېږي.»

نوموړي په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته د نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام اندېښنه ښودلې او وايي، دغه بندیز نجونې او ښځې سختې اغېزمنې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په کندوز ولایت کې یې د چټکو زده کړو له یوه ټولګي د لېدني پرمهال له یوې ښوونکې سره لیدلي چې د طالبانو د بندیز له امله یې د طب پوهنځي له فراغت څخه یوازې څو میاشتې واټن درلود.

یونېسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي، څو د هر عمر نجونې په ښوونځو کې زده کړو ته دوام ورکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د یونېسف دغه چارواکي ویلي، چې د نجونو د زده کړو د ستونزې د حل لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

ملا هبت الله د اریانا شرکت پخوانی رییس د روغتیا وزارت مرستیال ټاکلی

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۱
ملا هبت الله د اریانا شرکت پخوانی رییس د روغتیا وزارت مرستیال ټاکلی
100%

د طالبانو مشر د اریانا -افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ټاکلی او نن یاد وزارت ته ور معرفي شوی. دغه راز د روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ملا بخت رحمان شرافت د اریانا-افغان هوايي شرکت د رییس په توګه ګومارل شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه د زمري ۱۹مه، اعلان وکړ، چې د ملاهبت الله د حکم پر اساس، د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه ټاکل شوی.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې رییس انورالحق انور وویل، چې دوی ټول د مشرتابه د حکمونو اطاعت کوي.

ملا هبت الله د روغتیا وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال د اریانا- افغان هوايي شرکت د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

په غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل:«موږ ډېر کادرونه لرو او له هغوی غواړو چې په پوره ژمنتیا او هڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړي.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او منتقدان نیوکه کوي، چې طالبان په اداري او مسلکي پوسټونو کې هم د خپلې ډلې غیر مسلکي افراد په دندو ګوماري.

طالبان وايي د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د مرګ ګواښونو په اړه څېړنه کوي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۴ GMT+۱
طالبان وايي د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د مرګ ګواښونو په اړه څېړنه کوي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په می میاشت کې د ملګرو ملتونو لسګونه افغانې ښځینه کارکوونکې د کار په تړاو د نامعلومو کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوې او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یادې موضوع په اړه څېړنه کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې افغان ښځینه کارکوونکو ته یې د مرګ له ګواښونو وروسته د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره موقتي اقدامات ترسره کړل.

دوی ویلي، چې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د ګواښونو اندېښنه یې له طالبانو سره شریکه کړې، خو طالبانو ویلي، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته په ګواښونو کې د طالب جنګیالي ښکیل نه دي او د کورنیو چارو وزات له لوري په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما د جون په شپږمه نېټه د افغانستان انټرنشنل هغه راپور تایید کړی و، چې په کابل کې یې ښځینه کارکوونکي ګواښل شوي دي.

ایران وايي چې غیر قانوني افغان کډوالو ته روغتیايي بیمه نه ور کوي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱
ایران وايي چې غیر قانوني افغان کډوالو ته روغتیايي بیمه نه ور کوي
100%

د ایران د روغتیا وزیر محمد رضا ظفرقندي د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې غیر قانوني یا بې اسناده افغان کډوالو ته د دولتي روغتیايي بیمې امیتازات نه ورکول کیږي. نوموړي ویلي، چې یوازې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال به له دغو خدماتو برخمن وي.

محمد رضا ظفرقندي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، هغه افغان کډوال چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري د ایران په ټولو روغتونو کې د روغتیايي بیمې امتیاز ورکول کیږي، خو اسناد نه لرونکو ته د دولتي روغتیايي بیمې امنتیاز نه ورکول کیږي.

ظفرقندي ویلي:«د افغانستان هغه کډوال چې د اوسېدو او نور قانوني اسناد ولري په ټولو روغتونونو کې ښه راغلاست ورته ویل کیږي او خدمات هم ورته وړاندې کیږي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، طبیعي ده، چې هغوی ته دولتي سبسایډي نه ورکول کېږي.»

نوموړي ویلي، چې د روغتيايي بیمې تر لاسه کولو لپاره دې افغان کډوال په دغه هېواد کې د قانوني مېشتېدو اسناد ترلاسه کړي.

همدارنګه نوموړی زیاتوي:«هغه کسان چې په ایران کې یې زده کړي کړې دي او یا هم روغتیايي اسناد ولري، که هغوی د اقامت اسناد ولري، روغتیايي خدمات ورکول کیږي.»

د ایران د روغتیا وزیر دا څرګندوني داسې مهال دي، چې ایران له تېرو څو میاشتو راهیسې د غیرقانوني افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی او تردې مهاله یې سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په ایران کې غیرقانوني کډوال یوازې په بیړنیو حالاتو کې په ډېره کمه کچه روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري او اوږدمهاله درملنې، جراحي خدماتو او بیمې ته یې لاسرسی محدود دی.