
د طالبانو کډوالو او راستندېونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې د طالبانو لومړیتوب دی. هغه دا خبرې د کویټ د پارلمان له پخواني غړي ډاکټر دجیح خلف الشري سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
دغه وزارت په ایکس خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې د کویټ پلاوي چې مشري یې د کویټ د پارلمان پخواني غړي ډاکټر دجیح خلف الشري کوله، د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره وکتل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
په اعلامیه کې راغلي ډاکټر الشري وویل، د ده د سفر موخه د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د کویټ له دولت سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او رغنده تعامل د وخت اړتیا ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پلاوي ژمنه وکړه چې د طالبانو او اسلامي نړۍ ترمنځ د رغنده اړیکو د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه کابل د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیز ډیالوګ د شپږم پړاو کوربه و. دا د طالبانو د واکمنۍ له پیله په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه وه، چې پکې وانګ يي، اسحاق ډار او امیرخان متقي ګډون لاره.
طالبانو ویلي، چې دا غونډه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر موضوعاتو متمرکزه وه، خو تر اوسه یې کومې عملي ژمنې یا مشخصې نتیجې اعلان شوې نه دي.
درې اړخیز اقتصادي فرصتونه او متضادې ګټې
چین په غونډه کې د افغانستان د "یو کمربند – یوه لار" او د سیپیک د غځېدو وړاندیز وکړ او د لیتیم، مسو او اوسپنې د استخراج لپاره یې جدي لېوالتیا ښکاره کړه، خو تېر ته په کتو دا یوازې لېوالتیا ده.
دا وړاندیز افغانستان ته د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د یو اقتصادي پُل په توګه د راڅرګندېدو هیله ده، خو ناامني، نړۍواله رسمیت نه پېژندنه، نړۍوال بندیزونه او د پانګونې د خوندیتابه نشتوالی د دې پروژو د ژر عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې ده، چې اسلاماباد له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مثبت پرمختګونو ته لېواله دی او د بېجینګ د غونډې پر اساس د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو هڅې یې هم ستایلې دي. مګر دا هم روښانه کوي چې په امنیتي برخه کې پرمختګ تر شا پاتې دی، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې یې له طالبانو د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو موجودیت ردوي، خو په وار - وار یې له پاکستاني چارواکو سره ژمنه کړې ده، چې د دوی د مخالفو وسله والو لپاره به په افغانستان کې ځای نه برابروي.
امنیتي ستونزې او بېباوري
پاکستان په ناسته کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي. که څه هم طالب چارواکو د دې ژمنه وکړه چې له خپلې خاورې د پاکستان یا نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی کوي، خو په سیمه کې د بېباورۍ بنسټونه لا پاتې دي.
د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ پخوانۍ اړیکه، د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو لویه سرچینه ده او د افغان کډوالو د ایستلو تازه څپه هم د سیمهییزې همکارۍ پر وړاندې پیچلتیا رامنځته کوي.

له امنیتي ننګونو تر اقتصادي نښلونې
که څه هم په دې غونډه کې امیرخان متقي د طالبانو په استازیتوب هڅه کړې چې د دغې ډلې د سیاست محور له امنیتي ستونزو څخه اقتصادي همکارۍ ته اوښتی بیان کړي او د اقتصادي څلور لاري مفکوره چې په لومړي ځل غازي امان الله خان بیان کړې وه او له هغه وروسته پخواني ولسمشر اشرف غني پرې ټینګار کاوه، د خپلو خبرو اصلي محور وساتي خو امنیتي مسایل، له وسله والو ډلو سره اړیکې او په افغانستان کې د یو ټولګډونه نظام نه موجودیت د اقتصاد محوره سیاست مفکوره تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.
د نړۍوالو شنونکو په باور تر څو چې طالبان د ښځو د حقونو، ټولشموله حکومت او بشري حقونو په برخو کې عملي اصلاحات رانه ولي، د دې اقتصادي پروژو پایښت او تاثیر محدود پاتې کیږي.
که څه هم د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو یاده ناسته د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو د ژمنو او نیتونو عملي چوکاټ کې ځای پر ځای کول له ځمکنیو حقایقو لرې برېښي.
طالبان هڅه کوي د چین پانګونې او د CPEC/BRI غړیتوب له لارې خپل نړۍوال مشروعیت لوړ کړي، خو تر څو چې دا ژمنې له عمل او روښانه امنیتي تضمینونو سره مل نه شي، د دې ناستې تاثیر یوازې د ستراتیژیکو نیتونو په چوکاټ کې پاتې کېږي.
د طالبانو له رییس الوزرا سره په ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر دا یادونه، چې طالبان باید د بیجنګ امنیتي اندېښنې درک کړي، په دې برخه کې پاموړ ده. چین له ایغور جنګیالیو په اندېښنه کې دی، چې ویل کیږي د افغانستان په لویدیز کې ځای پرځای شوي دي.
خو له دې سره سره، چین د "کوچنۍ څو اړخیزه ډیپلوماسۍ" له لارې هڅه کوي په سیمه کې مرکزي رول ترلاسه کړي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د ډېپلوماتیک جوړجاړي وروستۍ هڅه یې یوه نښه ګڼل کیږي.
د انرژۍ د خوندي کولو، د سوداګریزو لارو پراخولو او د هند – پاکستان د سیالۍ د متوازن کولو لپاره چین خپله اقتصادي او سیاسي ستراتیژي کاروي او د همدغه توازن د ساتلو لپاره کوښښ کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د څو اړخیزې ډېپلوماسۍ له لارې تنظیم کړي.
دا څو اړخیزه ډېپلوماسي، د کانونو په برخه کې پانګونه، د طالبانو محدود مشروعیت او د نړۍوالو مرستو کمښت، چین ته د ستراتیژیک نفوذ د پراخولو زمینه برابروي.
څه لا هم نامعلوم دي؟
سره له دې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته چین لومړی هېواد دی چې په لویه پیمانه د افغانستان د کانونو په برخه کې ښکېل دی او اعلان یې کړی، چې سږ کال د کانونو استخراج پیلوي، خو مثمره نتیجه نه ده تر لاسه شوې. د پاکستان او طالبانو تر منځ د وسله والو ډلو پر سر کړکېچنې اړیکې لا هم په اوج کې دي، د کډوالۍ مساله هم یو جدي ستونزه ده او لا هم ځینې سرتراتیژیک نیتونه له عملي ګامونو لویه فاصله لري:
د کابل درې اړخیزه ناسته د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د نوې ډېپلوماټیکې لارې یو مهم ګام ښيي. چین د اقتصادي نفوذ د پراخولو هڅه کوي، پاکستان د امنیتي تضمینونو په لټه کې دی او طالبان هڅه کوي د اقتصادي پروژو له لارې نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.
خو تر څو چې دا ژمنې د عملي تړونونو، د بشري حقونو اصلاحاتو، د پانګونې تضمین او له امنیتي اقداماتو سره مل نه شي، دا ناسته یوازې د ستراتیژیکو ناعملي نیتونو ښکارندویه پاتې کېږي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوه شپې وړاندې د سرخرود ولسوالۍ د سلطانپور په سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ وژل شوي کسان د بریتانیا په ملاتړ د پخوانۍ ترهګرۍ ضد(ISU) ځانګړې قطعې د مخکیني سرتېري اسفندیار تلوار د کورنۍ غړي دي. دغه کسان په وسلو او چړو وژل شوي دي.
طالبانو له پېښې دوه ورځې وروسته، د چار شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ په سلطانپور سیمه کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي د وسلې او چاقو په وسیله وژلي دي.
په دې پېښه کې د یوه پخواني نظامي پلار، مېرمن، درې لوڼې او یو زوی وژل شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د یادې پېښي په اړه یې پلټنې پیل کړې او د پېښې د قربانیانو جسدونه یې عدلي طب ته لېږدولي دي.
په ورته وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې وژل شوي کسان د بریتانیا په ملاتړ د ترهګرۍ ضد(ISU) ځانګړې قطعې د کارکوونکي اسفندیار تلوار د کورنۍ غړي دي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې له چا سره یې شخصي دښمني نه لرله.
یادې پیښې په افغانستان کې پر ټولنیزو رسنیو هم غبرګونونه پارولي دي.
تلوار له دې وړاندې له افغانستان نه بهر و، خو ویل کیږي له پېښې وروسته افغانستان ته ستون شوی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې د بریټانیا ددفاع وزارت اړوندو اسنادو له افشا کېدو وروسته د پخوانیو افغان سرتېرو د ژوند په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
طالبانو ظاهرا ددې پېښې د پلټنې ژمنه کړې، خو له دې وړاندې پر یادې ډلې تور دی، چې پخواني افغان سرتېري نیسي، شکنجه کوي او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.
د روسیې فدراتیفې شورا د نړیوالو چارو کمېټې رییس ګرېګوري کاراسین ویلي چې په افغانستان کې د روسیې او امریکا ترمنځ سالمه سیالي د ټولو لوریو لپاره ګټوره ده. هغه ټینګار کړی چې افغانستان د روسیې، امریکا او چین لپاره ځانګړی اهمیت لري.
کاراسین په سعودي عربستان کې د روسیې او امریکا د مذاکراتي پلاوي غړی هم پاتې شوی.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخېستلو د ۱۰۶مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، افغانستان باید نور د زبرځواکونو د جګړې په ډګر بدل نه شي. هغه له روسیې، چین او امریکا وغوښتل چې د جګړې او سیالیو پر ځای د اوبو بندونه، سړکونه او فابریکې جوړې کړي.
کاراسین ګزیتا.رو وېبپاڼې ته د ملا یعقوب د څرګندونو په تړاو وویل: «روښانه ده چې ټول هېوادونه له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا لېوالتیا لري. په ځانګړي ډول دا موضوع د روسیې لپاره خورا مهمه او ګټوره ده.»
هغه زیاته کړه: «د اړیکو پراختیا خپله د افغانستان په ګټه ده. له همدې امله، د دې بحث کول چې کوم هېواد اوس د افغانستان په اړخ کې په کوم ځای کې ولاړ دی، بېګټې خبرې دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د روسیې او طالبانو ترمنځ اقتصادي اړیکې په فعاله توګه پراخېږي او دغه هېواد له طالب چارواکو سره په دوامداره تماس کې دی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به د مسکو او واشنګټن د سیالۍ ډګر شي وویل: «اوس هېوادونه «بېخي متفاوتې دندې» لري، په ځانګړي ډول د اوکراین د شخړې د حل په برخه کې.»
سره له دې، هغه ټینګار وکړ: «بهرني سیاست تل حساسې ساحې لرلې دي او د هېوادونو ستراتېژیکې ګټې یو له بل څخه توپیر لري. خو افغانستان یو ډېر مهم شریک دی، نو ځکه یوازې روسیه نه، بلکې چین او امریکا هم خپل تمرکز پر افغانستان کوي.»
روسیې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژنده. له دې وروسته د طالبانو چارواکو له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا وغوښتل چې د روسیې په څېر د دوی اداره ومني.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پخوا تایید کړې وه چې دغې ډلې له امریکا غوښتي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
ادم وینسټاین، چې په امریکا کې د کوېنسي په نوم څېړنیز بنسټ کې د منځني ختیځ د څانګې مرستیال دی، ویلي چې افغانستان د ټرمپ په دویم حکومت کې د ټیټې کچې پر لومړیتوب بدل شوی دی. نوموړي طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د انزوا پر ځای له نړیوالې ټولنې سره معتدل چلند غوره کړي.
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته پای ته ورسېده. د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه کړي دي، خو د ناستې د پرېکړو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې درې اړخیزې ناستې پرمهال ویلي، چې په سیمه کې په ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره فرصتونه پیدا شوي او کولای شي، چې دا فرصتونو د خپلو هېوادونو په ګټه وکاروي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي له قوله ویلي:« دا درې اړخیز میکانیزم موږ ته د دې فرصت راکوي، چې د همکاریو د لا پراختیا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.»
همدارنګه متقي ویلي، طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي اتصال د څلور لار په روایت بدل کړي.
متقي زیاته کړې:« موږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد په محور اعلان کړه او هڅه مو داده چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سیاست له بریالیتوب سره مرسته کوي.»
متقي په یاده درې اړخیزه ناسته کې ویلي، چې اقتصادي موضوات دې له نورو مسایلو سره نه تړل کیږي.
طالبانو ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې له افغانستان سره خپلې اړیکې مخ پر وده بللې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو زیاتوالی ستایلی او ویلي یې دې، چې دواړه هېوادونه به نور پرمختګ هم ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د یادې درې اړخیزې ناستې پرمهال د امنیتي ننګونو او مسایلو په اړه بحث په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې ایران لا هم د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره فاصله لري خو له دې ډلې سره نږدې همکاري لري. عراقچي وايي، په افغانستان کې د شیعه وو امنیت شوی، خو په تېرو کلونو کې یې حقوقو ته درناوی نه دی شوی.
عراقچي د ایرنا اژانس «ډیپلوماسۍ مېز » خپرونه کې وویل، چې له طالبانو سره یې اړیکې یو څرګند دلیل لري او هغه د ایران د ولس ګټې دي.
نوموړي زیاته کړه، « موږ له افغانستان سره شاوخوا زر کیلومتره ګډه پوله لرو او ګڼ شمېر ننګونې هم ورسره تړلې دي؛ له کډوالو نیولې تر نشه يي توکو پورې، د خپلو پولو امنیت، په افغانستان کې ترهګري، د اوبو موضوع، د دواړو هېوادونو سوداګري، د فارسي ژبې اړیکې او د خلکو امنیت، په ځانګړي ډول د شیعه وګړو امنیت».
نوموړي وویل، چې تهران له اتو تر لسو اساسي او مهمو ستونزو سره مخامخ دی، چې له پامه یې نه شي غورځولی.
هغه زیاته کړه، چې د دغو موضوعاتو څارنه د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرو ته اړتيا لري او خبرې روانې دي.
عراقچي وايي، « نو ځکه زموږ ترمنځ ډيپلوماسي فعاله ده. زه خپله کابل ته تللی یم او زما نور همکاران هم تګ راتګ لري او بیا به هم سفرونه کوي. همدارنګه د وزارتونو چارواکي هم کابل ته لېږل کېږي. دا موضوعات چې ما یاد کړل او نور ډېر مسایل تل زموږ د اجنډا برخه دي. خو لا تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسېدلي چې وکولای شو رسمي یې وپېژنو».
عراقچي په خپلو خبرو کې وویل، چې په ځینو برخو کې یې له طالبانو سره ښه پرمختګ کړی دی او په ځینو کې نه.
هغه د ایران د پولو امنیت په تېرو څلورو کلونو کې تر پخوا ښه وباله او ویې ویل، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیت ښه ټینګ کړی دی.
هغه دغه راز د شیعه وو د امنیت په تړاو وویل، چې امنیت یې ښه شوی، خو په تېرو کلونو کې د هغوی حقوقو ته درناوی نه دی شوی.
د اوبو په برخه کې عراقچي وضعیت یو څه ښه وباله خو زیاته یې کړه، چې لا هم د تهران د تمې په کچه نه دی.
عراقچي وايي، د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري ښه روانه ده، خو بانکي مسایل لا حل شوي نه دي.
د کډوالو په برخه کې د همکاریو په تړاو عراقچي په خپلو خبرو کې وویل، « هغوی درې غوښتنې لرلې چې زما په اند معقولې وې: لومړۍ دا چې ستنېدل په ډلهییز ډول نه وي، چې دا خبره سمه ده څو هغوی وکولای شي هلته یې ښه جذب کړي؛ دویمه دا چې د درناوي په ډول ترسره شي، چې خبره یې معقوله ده او موږ هم دلته ورته پام کوو؛ درېیمه دا چې د دوی د شتمنیو په بېرته لېږلو کې، لکه که پور یا حق ولري، باید درناوی یې وشي».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، اوس د دواړو خواوو ترمنځ یو ډول تفاهم شته او شاوخوا یو میلیون کسان بېرته ستانه شوي او نه هلته کومه لویه ستونزه رامنځته شوې او نه دلته په ایران کې ستونزه پېښه شوې ده.