• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ ورځپاڼه: افغانستان اوسمهال د ترهګرۍ او نشه يي توکو په مافیايي لوبه کې ښکېل دی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

پاکستانۍ ورځپاڼه «ډیلي ټایمز» وایي، چې افغانستان د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ لاندې د ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډه مافیایي لوبه کې ښکېل دی. دا ورځپاڼه زیاتوي، که نړۍ چوپ پاتې شي، دا هېواد به د نړۍوال امنیت د اوږدمهاله ګواښونو په مرکز بدل شي.

یادې ورځپاڼې په خپله مقاله کې لیکلي، لومړی او تر ټولو مهم عامل د امنیت خراب وضعیت دی، د طالبانو له بېرته راتګ وروسته افغانستان د څو سخت دریځو ډلو په پټنځای بدل شوی، چې تر ټولو مشهور یې داعش خراسان، القاعده او د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» دي.

سره له دې چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې کوي، خو تر اوسه یې د دغو ډلو د مهار کولو لپاره پرېکنده اقدام نه‌دی کړی. څېړونکي وايي، دا حالت پر دې دلالت کوي چې یا خو طالبان یوازې په خبرو ژمنې کوي او یا هم په رښتیا سره د دغو ډلو د کنټرول توان نه‌لري.

پاکستانۍ «ډیلي ټایمز» ورځپاڼه زیاتوي، چې له ترهګرۍ سره تړلې بله جدي ستونزه د نشه يي توکو کاروبار دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) د راپور له مخې، افغانستان اوس د مېتامفېټامین د تولید یو نوی مرکز ګرځېدلی او دا کاروبار له دودیزو افیوني بازارونو ډېر پراخ شوی دی.

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د کوکنارو د کښت او صادارتو په کمېدو راپورونه خپاره شول، خو د ۲۰۲۴کال شمېرې ښيي چې د کوکنارو تولید بیا ۱۹سلنه ډېر شوی دی. دا نه یوازې ټولنیزې ستونزې زېږوي، بلکې د ترهګرو مالي سرچینې هم پیاوړې کوي. د نشه یي توکو قاچاق کوونکي په بدل کې ترهګرو ډلو ته د پیسو ترڅنګ د لوژستیکي ملاتړ لپاره هم تکیه کوي.

100%

د ترهګرو ډلو او د نشه يي توکو مافیا اړیکه د «نارکو تروریزم» په نوم یادېږي. ترهګر د قاچاقبرو لپاره د وسله والو او جنګیالیو مرسته برابروي او په بدل کې د هغوی له مالي ملاتړ او نشه يي موادو ګټه اخلي.

ځیني راپورونه ښيي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» له خوا د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کېدونکي کسان ځانګړې درمل ترلاسه کوي، څو د ځانمرګي برید ترسره کولو ته چمتو شي.

د ښځو د حقونو سیستماتیک محدودیتونه د طالبانو پر حکومت یوه بله ستره نړۍواله نیوکه ده. د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په یوې څېړنه کې افغانستان له یمن وروسته د ښځو د ځواکمنېدو او د جنسیتي برابرۍ له پلوه د نړۍ دویم تر ټولو کمزوری هېواد بللی دی. اوسمهال افغان ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه محرومې دي، له ګڼو ټولنیزو ځایونو اېستل شوي او ډېرو مسلکونو او کارونو ته نه پرېښودل کېږي. که څه هم طالبان دا محدودیتونه د اسلامي شریعت په نوم توجیه کوي، خو ګڼ اسلامي عالمان یې د اسلام له اصلي روح سره په ټکر کې بولي.

100%

شنونکي وایي، چې د ترهګرۍ، نشه يي توکو او د ښځو د حقونو سرغړونې ګډ ترکیب اوس یوازې د افغانستان سیمه ییزه ستونزه نه ده، بلکې د نړۍوال امنیت لپاره په یوه لوی ګواښ بدلېدونکې ده.

که نړۍواله ټولنه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې شي، دا هېواد به د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ او د نړۍوال امنیت د ګواښونو په یوه مرکز بدل شي.

څلور کاله وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، افغانستان د بېلابېلو لاملونو له کبله په چټکۍ سره د کړکېچ او ګډوډۍ پر لور روان دی.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا تېره میاشت په خپل راپور کې خبرداری ورکړ، چې طالبانو د واک تر بشپړ نیولو وروسته په افغانستان کې څو نړۍوالو ترهګرو ډلو ته د فعالیت لپاره خوندي او ارامه فضا برابره کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، خو عملي توګه یې دغو ډلو لکه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ، اسلامي ترکستان ګوند، تاجکستان انصارالله ډلې او نورو سخت دریځو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې دغه ډلې په شمالي او ختيځو سیمو کې مېشت دي او نه یوازې د بهرنیو جنګیالیو جلب جذب کوي، بلکې د روزنې، استخدام او د افغانستان له پولو بهر د بریدونو په پلان جوړولو هم بوختې دي.

همدارنګه القاعده که څه هم سختې ضربې لیدلي، خو بیا یې هم د طالبانو سره خپل روزنیز او همغږي فعالیتونه روان ساتلي دي.

طالبانو بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا تېره اوونۍ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. نوموړي‌ ویلي، چې اوسمهال هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

باز محمد مبارز په لومړي ځل په موی ټای سیالۍ کې خپل بحریني سیال ته ماتې ورکړه

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړي باز محمد مبارز د لومړي ځل لپاره په موی ټای څانګه کې نن ماخوستن د سیالۍ ډګر ته ښکته شو او خپل ایران الاصل بحریني سیال ته یې ماتې ورکړه.

د باز محمد مبارز دغه سیالۍ د ټایلند په پوکېټ ښار کې د دوشنبې په شپه (د وږي ۳مه) په درېیو ۳ دقیقه يي پړاونو کې ترسر شو او بالاخره یې خپل ایران الاصل بحریني مصطفی ته ماتې ورکړه او د سیالۍ ګټونکی شو.

100%

ویل کېږي، چې ایران الاصله بحرینی مصطفی په اصل کې د موی ټای لوبغاړی دی خو په دې سپورټي څانګه کې د باز محمد مبارز لومړنۍ سیالۍ وه چې ترسره یې کړه او بریا یې هم په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۸مه په هېواد کې د ازادو مبارزاتو سیالۍ منع کړې دي. طالبانو لامل یې په دغو سیالیو کې د شرعي ستونزو موجودیت په ګوته کړ.

موسی شاهین چې د سندرو ویلو له امله ۲ ځلي بندي شوی د طالبانو زندانونه «دوزخ» ته ورته بولي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د افغانستان محلي سندغاړی موسی شاهین چې دوه ځلې د طالبانو له لوري بندي شوی، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وايي، چې طالبانو د سندرو ویلو له امله بندي کړی و او دی د طالبانو زندانونه د ځمکې پر سره له دوزخ سره پرتله کوي.

موسی شاهین په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې غوښتل، چې ایران ته وتښتي خو د هرات- اسلام کلا پر لاره د طالبانو له لوري ونیول شو او د پاسپورت له څېرلو سربېره نږدې دوه اوونۍ له ډول ډول شکنجو سره مل په هرات کې بندي وو.

موسی شاهین د هرات له بندخونې تر خلاصون شاوخوا یو کال وروسته یعنې د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په لومړیو کې بیا ځلي د کابل په خیرخانه سیمه کې ونیول شو او دا ځل لومړی د یو څو ورځو لپاره په پنجشېر کې بندي وو او بیا په کابل کې د طالبانو د استخباراتو اړوند ۴۰م ریاست کې له سختو شکنجو سره مل شاوخوا ۳ میاشتې بندي و.

دغه محلي سندرغاړی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د ځینو اشخاصو په وصف کې د سندرو ویلو له امله نیول شوی و او په دویم ځل له کتبي ضمانت چې ګواکې بیا به هېڅکله هم سندرې نه وايي د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې له بنده خوشې شو.

نوموړی د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي: «زه نشم کولی په هغه ډول چې شکنجه شوی یم بیان یې کړم، خو د طالبانو زندانونه د ځمکې پر سر د دوزخ په شان دي.

شاهین زیاتوي، د زندان په موده کې د طالبانو له لوري برېښنايي شوک ورکړل شوی، راځوړند شوی، په پیپونو وهل شوی او د ۳ څلورو ورځو لپاره د خوب اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

نوموړی چې له څه مودې راهیسې په جرمني کې اوسېږي، وايي چې په ډېرې سختۍ سره یې ځان تر جرمني رسولی، خو لا هم د بندخونې یادونه یې ځوروي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې په هېواد کې هر ډول موسیقي او د سندرغاړو فعالیتونه منع کړي او هر هغه څوک چې سندرې ووايي یا یې واوري، د هغوی له لوري سخت مجازات کېږي.

د یادولو ده، چې په افغانستان کې پر موسیقۍ د طالبانو له بشپړ بندیز وروسته ډېری هنرمندان یا له هېواده وتلي او یا هم په خپل کور کلي کې په پټه شپې او ورځې تېروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.

د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.

د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.

له دې سره، څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.

برېتانوۍ ورځپاڼه: بشر نورزي د افغانستان د طبیعي شتمنیو کنټرول تر خپلې ولکې لاندې راوستی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

برېتانوۍ ورځپاڼې «نیو ورلډ» په یوه راپور کې لیکلي، بشر نورزی چې د طالبانو له بانفوذه څېرو څخه دی، د امریکا له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته یې د افغانستان د طبیعي سرچینو کنټرول تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

د راپور پربنسټ، بشر نورزی چې د طالبانو «معنوي پلار» او د ملا عمر او هبت‌الله اخوندزاده نږدې ملګری بلل کېږي، د افغانستان د نشه یي توکو د تر ټولو لوی قاچاقبر په نوم هم پېژندل شوی.

نوموړی په ۲۰۰۵م کال (۱۳۸۴هـ ش) په نیویارک کې د ۵۰میلیونه ډالرو په ارزښت د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو، خو په ۱۴۰۱هـ ش کې د یوه امریکایي وګړي «مارک فریرکس» په بدل کې طالبانو ته وسپارل شو او له هغې راهیسې په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره نږدې کار کوي.

«نیو ورلډ» په خپل راپور کې وایي، نورزی د خپلو ژورو اړیکو له لارې له چین، ایران او پاکستان سره په ځانګړي موقعیت کې دی، څو د افغانستان له بډایه طبیعي سرچینو ګټه واخلي.

نوموړی اوس د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده ترڅنګ د دې ډلې د مالي چارو یو له مهمو کنټرول کوونکو بلل کېږي.

راپور زیاتوي، چې واشنګټن له طالبانو سره نوې خبرې اترې پیل کړي، چې اصلي تمرکز یې د افغانستان طبیعي زېرمې دي.

سرچینې وایي، د ټرمپ ادارې طالبانو ته پیغام ورکړی چې: «چین باید بهر شي، امریکا باید دننه شي.»

100%

په راپور کې ویل شوي، چې اوسمهال چین د افغانستان په لویو کانونو «نفتو، سرو زرو، سمنټو او نورو معدنونو کې چې میلیاردونه ډالره ارزښت لري» پراخ حضور پکې لري، خو د طالبانو د کانونو وزارت بیا په وروستيو قراردادونو کې د چین پر ګټه کېدو ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو د کانونو وزارت مرستیال حسام‌الدین صابري تېره میاشت وویل: «موږ نړۍ ته اعلان کړی چې هر څوک پانګونه کوي، هرکلی یې کوو. دا خبره چې چینایان د نویو قراردادونو لپاره راغلي، حقیقت نه لري. یوازې دوه قراردادونه شته چې د جمهوریت له وخته پاتې دي.»

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې او د دفاع وزارت د اټکلونو له مخې، د افغانستان د طبیعي شتمنیو ارزښت د ۱ تر ۳ ټریلیونه ډالرو پورې رسېږي، دغه هېواد د مسو، سرو زرو، لیتیم، کرومایټ، اوسپنې، کبالت او نورو قیمتي فلزاتو پراخې زېرمې لري، چې تر ډېره نه دي استخراج شوي.

شنونکي وايي، د بشر نورزي بېرته راتګ او د طالبانو د طبیعي سرچینو په مدیریت کې مخکښ رول ښيي، چې د افغانستان زېرمې د سیمه‌ییزې او نړۍوالې سیالۍ په نوي ډګر بدلې شوي دي؛ هغه ډګر چې په کې امریکا او چین دواړه ځانونه د راتلونکي لپاره سیال بولي.

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو جبري شړل د امنیتي پلمو پر بنسټ توجیه کېږي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي دي، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل نه یوازې د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د بې‌اساسه امنیتي پلمو پر بنسټ توجیه کېږي.

بېنېټ د بشري حقونو او د ترهګرۍ پر ضد د ځانګړو راپور ورکوونکو یوې ګډې اعلامیې ملاتړ کړی او پر اېکس خواله رسنۍ یې لیکلي دي: «د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانانو ډله‌ییز شړل د امنیتي اندېښنو پر نوم توجیه شوي، خو دا اندېښنې د باور وړ اسناد نه لري. هغه کسان چې په زوره بې‌ځایه شوي، د پېژندنې، ساتنې او عدالت مستحق دي.»

نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د هغو افغانانو غږ واوري چې د شړلو له امله یې ژوند له سختو ننګونو سره مخ شوی.

بېنېټ ټینګار کړی، چې جبري شړل نه یوازې د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دي، بلکې د زرګونو کسانو ژوند یې له بې‌سرپناهۍ، بې‌وزلۍ او ناامنۍ سره مخ کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول بیا «پاکستان او ایران» زرګونه افغان کډوال له خپلو کورونو او مېشت‌ځایونو اېستلي دي. په پاکستان کې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د «بې‌اسنادو افغانانو» د شړلو پروسه پیل شوه، چې له امله یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان«ای او اېم» او نورو مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې دغه ډول شړل به په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

شنونکي وايي، د افغان کډوالو د جبري شړلو سیاست د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی او د جبري اېستلو پر وړاندې د نه ستنولو اصل (Non-refoulement principle) ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي. د هغوی په باور، نړۍواله ټولنه باید د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې عملي دریځ غوره کړي او د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

بېنېټ ټینګار کړی، چې د جبري شړل شویو افغانانو د ستونزو هواري لپاره د پېژندنې، بېړنیو بشري مرستو، نړۍوال ملاتړ او د قانوني عدالت برابرول اړین دي.

د ایران ولسمشر: ټول ګاونډي هېوادونه زموږ وروڼه او خپلوان دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) په دغه هېواد کې د «دولت اوونۍ» په نوم مراسمو کې وویل، نه ښايي چې له ګاونډیو هېوادونو سره بد خُلقي او بد اخلاقي وشي او په ټينګار سره یې زیاته کړه، چې «زموږ ګاونډیان زموږ وروڼه دي» او په اصل کې یې د یوې خاورې وبلل.

مسعود پزشکیان زیاته کړه: «په ټينګاره سره وایم چې ګاونډیان مو وروڼه دي. په اصل کې د یوې خاورې او اوبو یو، خو اوس یو سرحد زموږ په منځ کې جوړ شوی او دا زموږ وروري نشي زیانمنولی.»

پزشکیان په ډاګه وویل، هر هغه وینا چې د مسلمانانو او ګاونډیانو وحدت او انسجام ته زیان رسوي، خیانت دی او په وینا یې نه ښايي په دې تصور چې ګواکې خدمت دی، هر چا ته هر څه وویل شي.

نوموړي زیاته کړه، «هر هغه وینا چې په کور دننه او ان د مسلمانانو او ګاونډیانو یووالی او انسجام ګډوډ کړي، خیانت له هغې لارې سره ده چې پرې روان یو.»

د پزشکیان په باور، د اسراییل او امریکا ټوله هڅه دا ده چې ایرانیان په خپل منځ کې واچوي او په سیمه کې مسلمانان د یو بل پر وړاندې ودروي او په وینا یې په کور دننه او اسلامي هېوادونو سره باید لاسونه ورکړل شي او په باور یې د تفرقې رامنځته کول اسراییل ته خدمت کول دي.

100%

د ایران ولسمشر په ډاګه کړه، «که موږ په خپل منځ کې یووالی ولرو، له اسراییل سره د جګړې اړتیا نشته، ځکه هغوی بیا مسلمانانو ته په چپ نظر هم نشي کتلی.»

د ایران ولسمشر په داسې حال کې ګاونډي هېوادونه خپل وروڼه او خپل خپلوال ګڼي، چې له څو میاشتو راهیسې یې اړمن افغانان چې د کار روزګار، د خپلو بچیانو د زده کړو د دوام او یا هم د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندینې لپاره ایران ته تللي، په زور سره یې راوباسي او یوازې په شاوخوا یوه میاشت کې یې څه باندې ۱ میلیون افغانان له خپل هېواده په جبر سره اېستلي او دغه بهیر همداراز په شدت سره دوام لري.