عبدالجبار نعیمي په دې لیکنه کې په ډاګه ویلي: «افغانستان د نړۍ له نظم او ارزښتونو سره په مقابل کې واقع کړل شوی دی. نړۍ کې پرمختګ دی، د پوهې او زده کړې تلوسه ده، نوی ژوند دی، ولسي حکومتونه دي، د ولسي قوانینو حاکمیت دی، د بشري حقونو تامین دی، خو په افغانستان کې سرچپه حالت حاکم دی.»
نعیمي په دې لیکنه کې د افغانستان اوسني ډيپلوماتیک وضعیت او دا چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی په اشارې سره وايي، په دغسې وضعیت کې افغانان له نړۍوال سیاسي سیستم څخه د حذف کېدو په حال کې دي او په وینا یې اوسنی روان حالت به افغانانو ته ډېر لنډمهالي او اوږدمهالي زیانونه ولري.
د تېر نظام دغه چارواکی د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه وايي، دغه هېواد د اقتصاد له اړخه هم له رکود سره مخ دی، بې کاري او فقر زیات شوی او ورسره د لوږې کچه هم لوړه شوې او په وینا یې که چېرې دغه وضعیت دوام ومومي، نو افغانان به تر څو راتلونکو کلونو له ډېر بد حالت سره مخ شي.
عبدالجبار نعیمي په دې لیکنه کې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ته په نغوتې سره ویلي، له څو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو پر مخ د منځنیو زده کړو، پوهنتونونو او کار دروازې او ان د روغتیايي زده کړو مرکزونه د دوی پر مخ بند دي او ښايي په راتلونکي کې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې بیخي نه وي او په داسې وضعیت کې په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه شي.
نوموړی زیاتوي: «که پر ښځو داسې سخت بندیزونه دوام وکړي، نو د ټولنې نیم وګړي به په ذهني، فکري او ظرفیتي توګه سخت زیانمن شي.»
د نوموړي په وینا، دمګړی افغانان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د روڼاندو او پوهنتوني نسل د له منځه وړلو سلسله روانه ده او په باور یې د هر ډول نوي عصر له زده کړو سره دوښمني روانه ده.
نعیمي له نړۍوالې ټولنې او په سر کې له امریکا سره اړیکې مهمې ګڼي او همداراز له امریکا او د هغې له هغو متحدینو چې په افغانستان کې یې په ګډه کار کړی غواړي، چې پر اوسني وضعیت چوپ پاتې نشي او د افغانانو د سوکالۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
عبدالجبار نعیمي زیاتوي: «د افغانانو هیله دا نه ده چې امریکایان دې بیا افغانستان ته د پوځونو او جګړې لپاره راشي، خو دا تمه لري چې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره امریکايي دوستان مرسته وکړي.»
د نوموړي په وینا، واشنګټن د افغانانو تر منځ خبرو ته له زمینې برابرولو سربېره په پخوانیو پیل کړو پروژو کې مرستې وکړي، څو نور افغانان په ارامه ژوند وکړي او افغانان د سولهییز ژوند ډاډ تر لاسه کړي.
د نعیمي په باور، افغانان په نړۍ کې د شته ستونزو او بدنامیو (ترهګرۍ، توندروۍ او بدبختۍ) عاملین نه دي، بلکې دوی د نړۍوالو مسایلو او لوبو قربانیان دي او اوس د نړۍوالې ټولنې اخلاقي مسوولیت جوړېږي، چې افغانان له روانې بدبختۍ څخه وژغوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
نوموړی باوري دی، چې سوله ییز افغانستان د سیمې، امریکا او د ټولې نړۍ او همداراز په خپله افغانانو ته چې له څو لسیزو راهیسې کړول کېږي، ګټور دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ثبت شویو اړیکو تاریخ تر ۲۰۰ کلونو پورې رسېږي او په لومړي ځل په ۱۸۲۷ کال کې د امریکا د وخت ولسمشر «جوسیا هارلن» افغانستان ته سفر وکړ او د افغانستان د هغه وخت له امیر دوست محمد خان سره کتلي وو او په ۱۹۱۹ کال کې د غازي شاه امانالله خان له لوري د خپلواکۍ له اعلان وروسته په ۱۹۲۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر «وارن هارډینګ» افغانستان په رسمیت وپېژانده او ورسره له افغانستان سره د امریکا رسمي اړیکې پیل شوې.