• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ماموریت پای ته ورسېد

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روز اوتنبایوا ماموریت پای ته ورسېد. اوتنبایوا د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له وزیر مولوي عبدالکبیر سره تودیعي لیدنه هم درلوده. هغه د اوتنبایوا له هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یوناما مشرې په دې کتنه کې په وروستیو زلزلو کې د زیانمنو شویو په اړه د خواشینۍ له څرګندولو سربېره له افغانانو سره پر بشري مرستو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلي او د حالاتو له ارزولو وروسته به د مرستو بهیر پیل کړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ماموریت به په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه راوبولي. روزا اوتنبایوا به دغې غونډې ته د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي او همداراز ویل کېږي چې په یاده غونډه کې به د مدني ټولنې یو استازی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر هم ګډون او ویناوې وکړي.

روزا اوتنبایوا له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، چې ملګري ملتونه د کډوالۍ د دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژه پلي کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.

100%

مولوي عبدالکبیر د مخه ښې په دې کتنه کې د طالبانو په دویمه دوره کې د روزا اوتنبایوا له هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روزا اوتنبایوا د ماموریت پر مهال یو شمېر مهم کارونه ترسره کړي او تمه ده چې لامثبت ګامونه واخیستل شي.

هغه یو ځل بیا په ټينګار سره وویل، چې دوی زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه یوې کمیټې ته دنده سپارلې او په وینا یې نړۍوال بنسټونه دې هم خپلې مرستې له طالبانو سره په همغږۍ وویشي.

د نوموړي په وینا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت «د مهاجرت د انګېزې ختمولو په موخه ستراتیژي» چمتو کړې او له تخنیکي ارزونو وروسته به بشپړه شي.

نړۍوال بنسټونه خپلې مرستې د مرستندویه سازمانونو له لارې وېشي. مرستندویه هېوادونه او نړۍوال بنسټونه د بندیزونو او له مرستو د ناړه ګټنې له امله طالبانو ته د مرستو له سپارلو ډډه کوي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د بشرپاله مرستو یوه برخه په خپله ګټه مصادره او یا هم منحرفې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې روزا اوتنبایوا د افغانستان لپاره خپله ځانګړې استازې وګومارله. هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره هم وه.

روزا اوتنبایوا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کاله د قرغېزستان ولسمشره وه او په دغه هېواد کې څو دورې د بهرنیو چارو وزیره هم وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې د افغانانو د پناه غوښتنې کچه لوړه شوې ده

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د جرمني د کډوالو او پناه‌ غوښتنې ادارې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې د دې هېواد تر ټولو ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغانانو له لوري ثبت شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۵ د اګست تر پایه، ټول ۱۰۴ زره او ۱۲ کسان په جرمني کې د پناه غوښتنې لپاره مراجعه کړې ده.

له دې ډلې ۷۸ زره او ۲۴۶ کسان لومړی ځل دی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوي.

یوازې افغانانو په همدې موده کې ۱۴ زره او ۸۶۵ لومړني او ۱۵ زره او ۹۱۴ تکراري غوښتنلیکونه ثبت کړي دي.

د ادارې په وینا، تکراري غوښتنلیکونه معمولا هغه مهال کېږي چې قوانین بدلون ومومي، تازه اسناد وړاندې شي یا د پناغوښتونکو هېواد وضعیت نور هم خراب شي.

د اروپايي محکمې پرېکړه

د افغانانو د غوښتنلیکونو په زیاتوالي کې لویه ونډه د اروپايي محکمې هغه حکم بلل شوی چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې صادر شو.

محکمې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د «جنسي تبعیض او ځورونې» په توګه وپېژندل او ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځو د پناه غوښتنو د ارزونې لپاره یوازې د هغوی تابعیت او جنسیت کافي ګڼل کېږي.

د جرمني د کډوالو ادارې په وینا، یوازې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۹ زره او ۱۳۹ افغان ښځو تکراري غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

د اګست میاشت کې کمښت

سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر په ټوله کې زیات شوی، د اګست میاشتې په پرتله له جولای سره ۵،۹ سلنه کمښت لیدل شوی او غوښتنلیکونه ۷ زره او ۸۰۳ ته راټیټ شوي دي.

دا شمېر د تېر کال د اګست په پرتله چې له ۱۸ زرو ډېر و، د پام وړ راکم ښودل شوی دی.

افغانستان د ۱،۹۶۸ لومړنیو غوښتنلیکونو په ثبتولو سره بیا هم د پناه غوښتونکو هېوادونو په سر کې دی.

له هغه وروسته سوریه د ۱،۳۷۰ او ترکیه د ۸۴۸ غوښتنلیکونو سره په دویم او درېیم ځای کې راغلي دي.

د جرمني د حکومت سخت دریځ

د افغانانو د پناه غوښتنو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د جرمني نوی حکومت د کډوالۍ په برخه کې سخت دریځ خپل کړی او د پناه غوښتونکو پر مخ یې د دروازو تړلو هڅې زیاتې کړي دي.

په تېرو میاشتو کې دغه هېواد دوه ځله هغه افغانان بېرته کابل ته شړلي دي چې په درنو جرمونو تورن وو.

د دې بهیر د اسانولو لپاره برلین له طالبانو سره هم هوکړې کړې او د افغانستان د قونسلګریو د فعالېدو اجازه یې هم ورکړې ده.

خو د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د ملاتړ ادارې د جرمني دا اقدام له سختو غبرګونونو سره مخ کړی دی.

هغوی خبرداری ورکړی چې د افغانانو جبري ایستل د ژنیو کنوانسیون او نورو نړیوالو تړونونو خلاف دي او د شړل شویو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

شفقت علي خان: په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې خنډ جوړوي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د شتون په اړه اندېښنه ښودلي ده. نوموړي ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځایونو شتون د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې خنډ ګرځي.

شفقت علي خان دا څرګندونې د جمعې په ورځ د اونیز خبري کنفرانس پر مهال کړي.

نوموړي وویل:«ترهګرې ډلې د سیمې د سولې او ثبات ګډ دښمنان دي او د له منځه وړلو لپاره یې ګډو هڅو ته اړتیا ده.»

نوموړي یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ د ګډې ستونزې په حل کې دې همکاري زیاته کړي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پوځ په خوست او ننګرهار کې هوايي برېدونه وکړل او طالبانو د یادو هوايي برېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په خاور د ترهګرو د پټنځایونو د شتون ادعا کوي تر دې مخې هم د دغه هېواد چارواکو ورته ادعاوې کړي، خو افغان طالبانو هر ځلې رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان له خاورې خپلو ترهګریزو موخو ته ورسېږي.

وروستیو زلزلو له پاکستان څخه د اېستل شوو افغانانو ژوند لا سخت کړی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د افغانستان ختیځ کې وروستیو زلزلو د هغو افغانانو پر ژوند دروند ګوزار کړی، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي. په کونړ کې د مسعود کلي اوسېدونکي وایي، د زلزلې له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او ګڼې کورنۍ بې‌سرپناه پاتې دي.

نذرشاه، چې څو میاشتې وړاندې له پاکستان څخه شړل شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې پېښه کې یې شپږ خپلوان له لاسه ورکړي، انا یې ټپي شوې او کور یې په کنډواله بدل شوی دی.

هغه زیاتوي: «موږ خپل سرپناه له لاسه ورکړه، اوس د سیند پر غاړه تر یو ترپال لاندې ژوند کوو.»

د ځايي سرچینو په وینا، زلزلې یوازې د نذرشاه کورنۍ نه ده ځپلې، بلکې په زرګونو کورونه یې وران کړي، له ۲۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي او تر ۳۶۰۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بهرنیو مرستو کموالي د ژغورنې او مرستو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

مرستندوی ډاکټر حضرت ګل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ډېرې کورنۍ له څو ورځو راهیسې بې درملنې پاتې دي.

نوموړی زیاتوي: «که بارانونه ډېر شي، خدای پوهېږي څه به پېښ شي، ترپالونه د توپان پر وړاندې هېڅ نه شي کولای.»

په ورته مهال، هغه افغانان چې د پاکستان د شړلو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي وايي له دې طبیعي افتونو سره د ژوند پرمخ وړل ورته لا ستونزمن شوي دي.

یو مذهبي سازمان له امریکا نه د افغان عیسوي کډوالو د احتمالي اخراج په اړه اندېښمن دی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۶ GMT+۱

په امریکا کې مېشت د عیسويانو ملاتړ نړۍوال سازمان له متحده ایالاتو نه د افغان عیسوي کډوالو د احتمالي اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان ویلي، افغان عیسوي کډوالو ته رسمي خبرداری ورکړل شوی چې ښایي افغانستان ته واستول شي.

د عیسويانو نړۍوال سازمان (ICC) ویلي، د دغه سازمان موندنې ښیي چې امریکایي چارواکي که څه هم د افغان عیسوي کډوالو سره خواخوږي لري؛ خو د هغوی لپاره د ډاډګېرنې یا ځانګړې مرستې چمتو کولو ته لېواله نه‌دي.

د بیان له‌مخې؛ امریکایي چارواکي غواړي چې د افغان عیسوي کډوالو وضعیت د عادي کډوالۍ چېنلونو له لارې مخته یوسي.

دغه مذهبي نړۍوال سازمان د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د راپور تر خپرېدو وروسته خپلې اندېښنې څرګندې کړې. دغه راپور تېره اوونۍ خپور شوی دی.

په امریکا کې مېشت کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ځپلو او په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

همداراز د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله خونديتوب وضعیت د بیارغونې غوښتنه کړې ده.

د یاد کمېسیون مرستیال اصف محمود وویل: «حکومت او کانګرس باید د زیانمنو افغان مذهبي لږکیو ته په لومړیتوب ورکولو سره د مذهب او عقیدې ازادۍ ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.»

ملګري ملتونه: له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د زلزلې دپاسه یو بل ناورین دی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښوولې، چې له پاکستانه تازه د کډوالو د اېستلو بهیر پیل شوی او دغه بهیر د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې دپاسه یو بل ناورین رامنځته کړی. دغه سازمان ویلي، چې هېواد ته ستنېدونکي کسان د لومړنیو اړتیاوو نشتوالي، فقر او بې‌روزګارۍ سره مخ کېږي.

دغه سازمان په یوه ویډیويي پېغام کې زیاته کړې، طالبانو وار دمخه په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې له کبله به یې هېواد ته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې هم له دې برخلیک سره مخې شي. د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ؛ په تورخم کې کډوال بېړنیو بنسټیزو مرستو ته اړتیا لري او د هېوادونو تر څنګ یې له خلکو غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې مرستې وکړي.

دا اندېښنه داسې مهال ښوول کېږي، چې پاکستان د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانانو د اېستلو بل پړاو پیل کړی دی. په دې لړۍ کې بې‌اسناده افغانان او هغه کډوال هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو له لوري ورته د «پي او ار»‌ په نوم کارتونه ورکړل شوي دي.

که څه هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو روان بهیر دې ودروي؛ خو اسلام‌اباد بیا دغه غوښتنې په پام کې نه دي نیولې او د اېستلو لپاره پولیسو په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو د لټون پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

هم‌مهاله له ایرانه هم د افغانانو د اېستنې بهیر روان دی؛ خو دغه بهیر د تېرو دوو میاشتو پرتله اوس سوکه شوی. ایران یوازې د روان کال له پیله تر اوسه ۱.۸مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي. همدا راز پاکستان هم د روان زېږدیز کال له پیله تر ۳۰۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه وایي، د دغو کډوالو د ستنېدو له امله په افغانستان کې وار دمخه شته بشري ناورین نور هم پراخ شوی او همدا راز د فقر تر څنګ د بې‌روزګارۍ کچه هم لوړه شوې ده. اندېښنې دا د‌ي، چې له پاکستانه د کډوالو د اېستلو لړۍ پراخېدو سره به دغه ناورین لا پسې زیات شي.