• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ایران خصوصي سکټور د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو معین عبدالرحمان قانت د ایران د اوسپنې او ډبرو ټولنې له مشر مهرداد اکبریان او د ایران سفارت له استازي حسین روستايي سره لیدلي. په دغه لیدنه کې ایراني پلاوي ویلي، چې خصوصي سکټور یې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېواله دی.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو ایراني لوري ته د افغانستان د کاني ظرفیتونو او پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.

ایران تر دې وړاندې ویلي و، چې غواړي د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي. د ایران د اېراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ایران پرېکړه کړې وه، چې د سیمې په یوې لویه پانګونه کې برخه واخلي او د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

په راپور کې راغلي و، دغه پانګونه چې کولای شي په راتلونکو پنځو کلونو کې ایران ته تر ۳۰ میلیارډ ډالرو زیاته ګټه ورسوي؛ په کورنیو سرچینو به د ایران د تکیې کمولو او د فولادو په نړۍوال صنعت کې به د دغه هېواد د ځای ځایګي په لوړولو کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ټرافیکي چارو د تنظیم او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې ناسته کړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۱

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د ټرافیکي چارو د تنظیم او د پېښو د مخینوي طرحې اروزنې غونډه کې اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې دي. هغه وایي، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره اړونده ادارو ته د ځینو اقداماتو امر کړی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکي، د ټرافیکي نښو نصبول، د لارښود لوحو ځای پر ځای کول، په ګولایانو کې د هېندارو لګول، د واټونو او لویو لارو کرښو اېستل، د وسایطو تخنیکي معاینات، د موټر چلوونکو لپاره روغتیایي او خوندیتوب کارټونو وېش او په ښارونو او لویو لارو کې د نظم ټینګښت هغه موارد دي چې پر پلی کولو یې ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

یوازې تیره ورځ په فاریاب ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي وو. د فاریاب لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سړکونو تنګوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکو نښو او لوحو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو له لوري د نشه‌يي توکو استعمال او په ټوله کې د ټرافیکو اصولو په پام کې نه نیول؛ په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه بلل کېږي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: نړۍ دې د طالبانو د رسنیزو محدودیتونو پر وړاندې جدي دریځ ونیسي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۰ GMT+۱

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړۍوالو یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې د خبریالانو د له منځه وړلو په تړاو د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د پخواني امنیه قومندان هوډ، په بلخ کې د ملي ټلویزیون د خپرونو بندېدو، په پنجشېر کې د ټولو تصویري رسنیو پر فعالیتونو او په کندهار کې پر یوټیوب چلوونکو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي، دغه پرېکړې نه یوازې د بیان ازادي او د اطلاعاتو ازاد بهیر ګواښي، بلکې د افغان رسنیو پر ټولنې نه جبرانېدونکی ګوزار دی او ورسره ازاد او بې پرې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدودېږي.

د طالبانو د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان وايي چې خبریالان مو وژل خو وتښتېدل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان دغه اقدامات د بیان له ازادۍ او د خلکو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي او همداراز یې د بیان ازادۍ له ملي او نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغو محدودیتونو پر وړاندې دې جدي دریځ غوره کړي او له افغان خبریالانو او رسنیو په عملي او بېړني توګه ملاتړ وکړي.

دغه سازمان همداراز له نړۍوالو غوښتي، چې «په افغانستان کې پر اوسنیو واکمنانو فشار راوړي څو د بیان ازادۍ د ځپلو او د خبریالانو له ګواښلو لاس واخلي.»

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالان مرکز په بلخ کې د طالبانو له لوري د «ملي ټلویزیون» د خپرونو د درېدو په غبرګون کې ویلي و، بلخ یوویشتم ولایت دی چې دغه ډول بندیز په کې په رسمي ډول اعلانېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو بندیزونه د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، «د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه له بلخ ولایت سربېره په ۲۰ نورو ولایتونو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان او سرپل کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان شوی دی. دغه بندیز پر رسنیو کاري محدودیتونه سخت کړي او لسګونه ټلویزیوني رسنۍ تړل شوي یا په راډيو بدلې شوې دي.»

په ایران کې د طالبانو سفیر له ایراني چارواکو سره د افغان محصلینو د ستونزو په تړاو غږېدلی

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

په ایران کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست فضل محمد حقاني د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ له مرستیال وزیر سعید حبیبا سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

دغه سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې په ایران کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل په برخه کې پر ګډو همکاریو ټينګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ایران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشه‌یار ويلي و، چې د دې هیواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان شته، خو ددغه شمېر په اړه بیا طالبانو څه نه دي ویلي.

په ایران کې مېشت افغانان اوسمهال د دغه هېواد له سخت جبري اېستلو سره مخ دي او په دې لړ کې سلګونه زده کړیالان هم بې برخلیکه شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، فضل محمد حقاني په تهران کې د یوناما د روابطو له مسوول بوجیدار واسیلف سره په کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

100%

د سفارت په وینا، په دې کتنه کې له کډوالو او بېرته ستنېدونکو افغانانو سره د مرستو او همداراز د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.

طالبانو په فاریاب کې د ۳ نجونو د تحمیلي نکاح مخنیوی کړی او په هلمند کې یې یو کوډګر نیولی

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د فاریاب ولایت په پښتون‌کوټ او بلڅراغ ولسوالیو کې هغه درې نجونې چې له سپین‌ږیرو سره نکاح کولو ته اړ اېستل شوې وې، د دغه وزارت د محتسبینو له‌خوا یې مخنیوی وشو.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادې نجونې د خپلې کورنۍ له خوا وهل شوې هم وې، څو دغو نکاحو ته غاړه کېږدي.

طالبان په داسې حال کې د یادو نجونو د جبري ودونو د مخنیوي ادعا کوي، چې د دوی غړو په تېرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو پلمو له څو څو ښځو سره ودونه کړي او تر څنګ یې افغان ښځې له خپلو ټولو لومړنیو حقونو بې‌برخې کړې دي.

د یوه بل خبر له مخې، په هلمند کې د سید محمد عیسی په نوم یو کوډګر د ولایتي امربالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبینو له لوري نیول شوی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کس د غېر شرعي کتابونو او جادو اړوند وسایلو په وسیله د «شریعت» خلاف چارې کولې او د خلکو له ناپوهۍ څخه په استفادې سره په ټولنه کې یې بې اعتمادي رامنځته کوله.

د امر بالمعروف نوې اندېښمنوونکې تګلاره؛ په کابل کې ښځې د ماشومانو په وسیله څاري

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۱
•
خبرخونه

په کابل کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین په بازارونو کې د ښځو د حجاب د څرنګوالي د معلومولو لپاره، له کوچنیو ماشومانو د پیسو په بدل کې د جاسوسۍ کار اخلي.

هغو کسانو چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ورسره خبرې کړې، په ګډه وایي چې په داسې مواردو کې د ماشومانو کارول کېدل یوه نوې او اندېښمنه پدیده ده، چې پر ټولنیز چاپېریال او د ماشومانو پر ژوند ژور منفي اغېز لري.

تمنا(مستعار نوم) چې ۱۱ کاله عمر لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «ما د نورو ماشومانو سره لوبې کولې، امربالمعروف راغلل(د امربالمعروف محتسبین) او راته یې وویل چې زه پیسې درکوم خو هغه ښځې راته وښایه چې څادري او حجاب یې نه وي کړی، ماته یې ۵۰ افغانۍ راکړې او ما ورته زمونږ د بلاک لاندې هټۍ کې ځینې ښځې وښودلې چې حجاب یې نه درلود.»

تمنا زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته ورسره څوک دوستي او لوبې نه کوي، ځکه دې ته یې ملګرې د یوې جاسوسې په سترګه ګوري.

یوه بل ۱۰ کلن هلک چې په ښار کې قلمونه پلوري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «ما هېڅکله نه غوښتل چې د چا په اړه امربالعروف ته راپور ورکړم، خو هغوی ماته پیسې راکوي او کله چې خپلې غریبۍ ته وګورم نو بیا یې ومنم، څو ځله مې د ځینو ښځو راپور ورکړی او هغه یې نیولي، هغو ښځو به ژړل، هغه وخت ما احساس وکړ چې دا سم کار نه دی.»

100%

د کابل ښار د «لیسې مریم» بازار یو هټۍوال قیس احمدي وایي، له کله راهیسي چې په بازارنو کې د ماشومانو له خوا طالبانو ته د معلوماتو ورکړه پیل شوې، د دوی پر پلور یې بده اغېزه کړې ده، ځکه مېرمنې د امربالمعروف له وېرې بازارونو ته له تګ څخه ډډه کوي.

هغه زیاتوي: «مونږ اوس په دې بازار کې هغه ماشومان پېژندلي دي او خپلو دوکانونو ته یې نه پرېږدو، خو بیا هم چې زمونږ پام نه وي راشي او کله چې د کومې ښځې پر لور اشاره وکړي، نو د امربالمعروف محتسبین سمدستي ورځي او نیسي یې او یا ورښودل شوې ښځې مجبورېږي چې له بازار څخه ووځي. دا وضعیت زموږ د کاروبار او د خلکو لپاره ډېر ناارامه کوونکی دی، اوس ښځې بازار ته ډارېدلې راځي.»

وحید الله نور چې د ماشوم د روزنې په برخه کې یې ۲۲ کاله کار کړې او اوس تقاعد شوی، افعانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «دا ډېره اندېښمنوونکې ده، زه خبر شوی یم چې ځینې ماشومان له کوره د ښونځي په نوم راوځي او په بازارنو کې د امربالمعروف لپاره جاسوسي کوي، دا د ماشومانو په اخلاقو او روحیې بد اثر کوي، پر ځای د دې چې ماشومان ښوونځي ته لاړ شي، بازارونه څاري، دا د ماشومانو سالم راتلونکی د ګواښ سره مخ کوي.»

100%

د اړوندې موضوع په تړاو د ښځو حقونو فعاله لېلو افغان وایي: «د ماشومانو دا ډول کارول د ماشوم حقونو څخه په ښکاره سرغړونه ده. ماشوم باید ښوونځي ته لاړ شي، لوبې وکړي او سواد زده کړي، نه دا چې د ټولنې د کنټرول لپاره وکارول شي. دا عمل د ښځو د عامه ژوند پر حقونو هم منفي تور لګول دي.»

د کابل د قصبې سیمې یوې اوسېدونکې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پشتو ته ویلي، چې شپږ کلنه لور یې هر مازدیګر د لوبو لپاره له کوره وتله، خو طالبانو پر هغې د «کوچنۍ جاسوسې» نوم اېښی و.

د نوموړې په وینا: «لور مې یوه ورځ له کیک او بسکېټ سره کور ته راغله، په داسې حال کې چې ما ورته پیسې نه وې ورکړې. کله چې مې پوښتنه وکړه، لور مې وویل چې څو ښځې مې د امر بالمعروف کسانو ته وروپېژندلې او هغوی راته ۳۰ روپۍ راکړې.»

یاده مېرمن وایي، چې له هغې ورځې وروسته یې بیا خپلې لور ته اجازه نده ورکړې چې له کور څخه ووځي.

د یادې مېرمن لور له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «زه بهر وم چې دوو طالبانو راته وویل چې بې‌حجابه ښځې موږ ته وښیه، ادرس او ځای یې راوښیه، تر څو پیسې درکړو. ما هم دوه ښځې چې په دوکان کې وې، هغوی مې طالبانو ته وروپېژندلې او څو نورې ښځې چې د بلاک لاندې وې، د هغوی ځای مې هم وروښود. دې ښځو لبسرین وهلی و او د چپن تڼۍ یې خلاصې پرېښې وې. طالبانو غوښتل چې دوی موټر ته پورته کړي او حورې ته یې یوسي، خو ښځې په ژړا شوې.»

یاده ماشومه زیاتوي: «کله چې طالبان زما خواته راغلل او لاس یې جېب ته یووړ، زه ووېرېدم چې ښايي تفنګچه باسي او ما وژني. نو په تېښته شوم، خو طالبان څو ګامه راپسې راغلل او زما لاسونه یې ونیول، ویې ویل: ته خو زموږ کوچنۍ جاسوسه یې، دا پیسې واخله. هغوی راته پیسې راکړې او ولاړل.»
له ماشومانو سره د طالبانو یاد چلند ډېری کورنۍ اندېښمنې کړي دي.

افغان روان‌پوه ډاکټر حسن اندړ د کوچنیو ماشومانو د دا ډول کارونې او د دوی په ژوند یې د منفي اغېزو په اړه وایي: «ماشومان چې په داسې تشدد یا د نورو خلکو د سپکولو شاهدان وي او یا پخپله په دې فعالیتونو کې ښکېل شي، د شرم، وېرې او بې‌ارزښتي احساساتو ښکار کېدلای شي. دا کار د هغوی په ذهني پرمختګ، تعلیمي حضور او ټولنیز چلند ژور منفي اغېز کولی شي.»

هغه وړاندیز وکړ، چې له داسې کارونو د ماشومانو د ساتنې لپاره باید بېړنۍ برنامې پیل شي، د زده‌کړې ادامه یقیني شي او د ماشومانو د داسې کارونې پر ضد د منع پیاوړې څارنه وشي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال کنوانسیون او نور نړۍوال معیارونه چې افغانستان هم پرې لاسلیک کړی، له ماشومانو څخه سیاسي، نظامي او څارنیزه ګټه اخیستنه جرم ګڼي او د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره ځانګړي قوانین لري. لاسلیک کوونکي هېوادونه مکلف دي چې دغه لارښونې په خپلو ملي قوانینو کې رعایت کړي.

خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو دا ډول استخدام د نړۍوالو ژمنو ښکاره سرغړونه ده. د بشري حقونو فعالان وایي، چې دا کار نه یوازې د ماشومانو د ژوند راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ښځو پر عامه حضور هم دروند سیوری اچوي.

100%

موږ له امر بالمعروف او اړوندو ادارو سره څو ځله اړیکه ونیوله او د هغوی رسمي دریځ مو وغوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو هېڅ روښانه ځواب تر لاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو د دغه ډول محدودیتونو لپاره مذهبي او کلتوري دلیلونه وړاندې کړي. دوی وايي، چې د ښځو د «امنیت، عزت او اسلامي اصولو» لپاره دغه ګامونه پورته کوي. خو د ډېری اسلامي هېوادونو دیني عالمانو دا توجیه نه مني او وایي، چې دا ډول کړنې له اسلام سره اړخ نه لګوي.

د ماشومانو له لوري د ښځو څارنه او د هغوی راپور ورکول کېدای شي د طالبانو له خوا د ټولنیز فشار نوې بڼه وي، چې هم د ماشومانو د حقونو جدي نقض ته لاره هواروي او هم د ښځو د عامه حیات د کمزورتیا سبب کېږي.

دا پدیدې د کورنیو، ټولنیزو او رواني ستونزو سره تړاو لري؛ خو بې‌تردیده د حل لپاره قانوني، تعلیمي او بشري اقدامات اړین ښکاري.