• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د بګرام خبره بیا ولې توده شوې ده؟

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د امریکا له ولسمشر کېدو ووروسته څو ځله په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې د ترلاسه کولو خواهش څرګند کړی، خو وړمه ورځ یې په لندن کې بریتانیا ته د خپل سفر په پای کې په مطبوعاتي کنفرانس کې خپله دغه غوښتنه یو ځل بیا په جدي توګه تکرار کړه.

وروسته یې په یوه پوسټ کې په ګواښونکي ډول وویل، چې «که افغانستان بګرام هوايي اډه امریکا ته بېرته ونه سپاري، نو بدې پېښې به واقع شي». ولسمشر ټرمپ د بګرام بیس د ترلاسه کولو موخه هم نه پټوي. هغه وایي چې بګرام د چین له پوځي او ستراتیژیکو مرکزونو سره نږدې دی، ځکه امریکا د دې اډې ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

خو له دې مخکې چې موږ د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې او د افغانستان او سیمې د سیاسي اوضاع پوره شننه وکړو، وړومبې د بګرام په پېژندګلوۍ او اهمیت څو لنډې خبرې کوو.

د پښتو ژبې په ادبیاتو او خاصه توګه د پښتو په شعر کې د بګرام ذکر له ډېرو زمانو را روان دی. په پښتو شاعرۍ کې د بګرام نوم د ښکليو ترکو یادونې سره د افغانستان شمالي سیمو ته اشاره کوي، خو د وخت په تېرېدو سره دغه نوم یوه اسطوروي بڼه غوره کړې ده. اوس په پښتو شعر کې بګرام\باګرام د کومې خاصې جغرافیاوي سیمې پر ځای د افسانوي طبیعي او انساني ښکلا یو خیالي مرکز شوی، چې د افغانستان او د پښتونخوا ډېرو شاعرانو یې په خپلو اشعارو کې یادونه کړې ده. د بګرام د دغې افسانوي ښکلا ستاینه پښتو شعر ته یو زړه راښکونکی خوند او رنګ ورکړی دی.

خو دلته چې موږ د بګرام ذکر کوو، هغه د کابل په شمال کې د پروان ولایت د مرکز چاریکار نه شاوخوا پنځه میله لرې یوه ولسوالی ده چې د مرکز نوم یې هم بګرام دی، چې د پنجشیر او غوربند د سیندونو په یوځای کې د ګډیدو ځای سره جوخت پروت دی. ځینې لرغون پوهان په دې اند دي چې بګرام په هغه ځای کې پروت دی په کوم ځای کې چې په ۳۲۹–۳۳۰ قبل المیلاد کې سکندر مقدوني د دغې سیمې د فتح کولو نه وروسته دلته د سکندریې په نوم مرکز جوړ کړی و، او دغه مرکز ډېر وخت پایښت درلود. خو په دیارلسمه پېړۍ کې د چنګیز خان د لښکرو د ویجاړوونکو بریدونو په جریان کې د سکندریې مرکز تباه شو.

د ۱۹۵۰مې لسیزې نه پیل کې، چې افغانستان له شوروي اتحاد سره د اقتصادي همکارۍ ترڅنګ د پوځي همکارۍ اړیکې جوړې کړې، نو د شوروي اتحاد په مرسته افغانستان په بګرام کې یوه پوځي اډه جوړه کړه، چې د سالنګ د تونل او شمال ته د لویې لارې د مصوونیت ترڅنګ د هیواد د پلازمینې کابل د شا نه دفاع لپاره هم ستر اهمیت لري. دلته یو مصوون هوایي ډګر هم شته، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان نیولي وو، نو د بګرام اډه د هغوی د پوځ مرکزي اډه وه، او کله چې افغانستان ته د امریکا ځواکونه راغلي وو، نو هغوی هم د بګرام اډې له ستراتیژیک اهمیت نه ګټه پورته کوله.

نن سبا چې د امریکا او چین ترمنځ کوم نوی سوړ جنګ پیل شوی دی، په هغه کې د مرکزي اسیا جغرافیا حیاتي اهمیت لري.

د چین د کمربند او لارې نړیواله پروژه چې د یوروشیا د زړه د وصل کولو لپاره د مرکزي اسیا او ختیځې اروپا ترمنځ د جغرافیایي او اقتصادي تړون شبکې جوړوي، هم په همدې لاره تېرېږي. که څه هم د شوروي اتحاد له ړنګېدو نه وروسته د مرکزي اسیا پنځه واړه جمهوریتونه په مستقلو هیوادونو بدل شوي دي، خو چین ورسره په کلکو اړیکو جوړولو کې بریالی شوی دی، او په تدریج سره خپل اقتصادي نفوذ په سیاسي نفوذ اړوي. د مثال په توګه، د مرکزي اسیا د پنځو جمهوریتونو سره په کال ۲۰۲۳ کې د چین د تجارت حجم له ۸۹،۴ میلیاردو ډالرو نه ۹۴،۸ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی.

چین د خپلې شنجیان یا سنکیانګ خودمختارې سیمې نه د اقتصادي ودې ورکولو له لارې داسې مقناطیس جوړوي چې د ټولې مرکزي اسیا پام ځان ته راواړوي.

چین غواړي چې له پاکستان سره جوړېدونکی اقتصادي کوریډور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هم شامل کړي، څو د چین د غلبې لاندې مرکزي اسیا سره یې وتړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د چین، پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې غونډې په تیر یو کال کې دوه ځله شوې دي. امریکا طبعاً په دې کار خوښه نه ده. موږ ولیدل چې کله د امریکا او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ښې شوې، نو د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکی اقتصادي کورېډور په ټپه ودرید، او امریکا غواړي ورته عمل په مرکزي اسیا کې هم وشي.

په دې سربېره، ټول ابر ځواکونه د یو بل د پوځي ځواک په اړه استخباراتي نظر ساتل غواړي.

که څه هم اوس د ساینس او ټیکنالوجۍ د پرمختګ له برکته هغوی له کیهان نه هم د یو بل څارنه کوي، خو د ځمکې امکانات تر ټولو ځواکمن دي. د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله بګرام د ټولو ابر قدرتونو لپاره اهمیت لري. امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون کړی، او په تیرو څلورو کلونو کې د امریکا د ډالرو په مرسته طالبانو اقتصادي سقوط نه دی کړی.

له بلې خوا، روسیه د نړۍ لومړی هېواد شوی چې د طالبانو امارت یې رسمي وپیژنداو ورسره راشه درشه لري. چین هم ورسره په ګڼو اقتصادي لوظنامو لاسلیکونه کړي دي، او که څه هم په علني توګه نه وايي، خو د چین زړه به هم بګرام ته وي. باید په یاد ولرو چې د دریو واړو ابر قدرتونو نظر د افغانستان د طبیعي منابعو په شتمنیو هم دی.

دا ډېر ګران او پیچلي چلنجونه دي چې د طالبانو د داخلي او نړیوال مشروعیت او مسلکي کادرونو نه محروم رژیم یې پخپله مقابله نه شي کولای. طالبان باید افغان ملت او ولس ته لاره پرېږدي، څو د ټولو افغانانو په خوښه داسې نظام او حکومت منځ ته راشي چې د افغانستان اساسي ګټې وژغوري.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

بګرام، چین، لویدیځ؛ د تاریخ یو عجیب تکرار

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال
بګرام، چین، لویدیځ؛ د تاریخ یو عجیب تکرار
100%

لیکوال: عبدالغفور لېوال، د ایران لپاره د افغانستان پخوانی سفیر د سیتي -ساکي قبیلو ګډوله یوچیان (کوشانیان) تر میلاد شاوخوا سل کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شول او د پینځه‌ګونو قبیلو په تشکیلاتو کې یې نور ساکان او تاهیان (تخاریان) مخ په سهیل راټېل وهل.

دوی تر میلاد پورې د سلو کلونو په ترڅ کې له هیندوکوښه هم راپورې‌وتل او د بګرام، کپیشا (کاپیسا) او کوفو، کاپو (کابلستان) هوارې یې هم لاندې کړې. له ۴۰ م تر ۱۱۰ م زیږدي یې په دې جغرافیا لومړۍ کورنۍ د کدفیزسانو (کوجولا/کزولا / کجولا کدفیزس او ویما کدفیزس) تر نوم لاندې واکمن وو او دویمه کورنۍ یې تر یوې لس‌کلنې تشې و ګډوډۍ روسته د سترکنیشکا/ کانیشکا/ کنشکا په مشرۍ له ۱۲۰ میلادي څخه واک ته ورسېدل، چې بیا یې پاتې‌شونیو شاهزیو آن تر ۲۶۰ زیږدي پورې د هیندوستان ترشماله وړې و غټې واکمنۍ پسې وغځولې.

په دې ټوله دوره کې د افغانستان او شاوخوا سیمو لپاره تر ټولو مهم او ستراتيژيک اهمیت د ورېښمو لارې درلود، چې سرچینه یې د چین په ګډون د سیمې له هېوادونو رانیولې بیا د روم تر پراخې اېمپراتورۍ پورې رسېده.

د ویما کدفیزس پلار ختیځ ته تر اباسین او پخپله ویما تر شمالي هیندوستان پورې سیمې ونیولې.

کنیشکا یې د ګندهارا شاه او د شاهانو شاه نومولی و. ده دوه پلازمینې لرلې، د اوړي له خوا به د کاپیسي په بګرام کې و او د ژمي له خوا به «پورا شاپورا» یا ننني پېښور کې په واکمنۍ بوخت و. دواړه پلازمینې د کوشاني مدنیت او بودايي دین له مهمو مراکزو څخه وو.

د لومړیو کوشانیانو سیالي او رقابت له چیني واکمنو سره جدي او خونړی و، ځکه دواړو ځواکونو غوښتل د ورېښمو د لارې لویه برخه تر واک لاندې ولري. او پر دې لاره د واک له لارې یو بل ځانته تابع کړي.کله چې په ۷۸ زیږدي کې ویما کدفیزس واک ته ورسېد، چینایانو د اریانا له کوشانیانو ګواښ احساس کړ، دوی وار له مخه په ۷۳ زیږدي کې خپل نوموتی جنرال پان – چاو Pan- Chao لویدیځ لوري ته راخوځولی و، چې د ورېښمو د لارې د درې‌سره څانګو شاوخوا سیمې ونیسي. جنرال چاو سینکیانګ او ختن ونیول او ځان یې د کاسي‌غر (کاشغر) لمنو ته راورساوه. ده تر ۹۲ زیږدي پورې (کوچه) او (قره‌شهر) هم ونیول او مخامخ یې د ورېښمو لارې شمالي څانګې ته د چینایانو لاره ورپرانیسته. تاریخ لیکونکي فکر کوي، چې د چینایانو له دې پرمختګ سره د وریښمو لارې واک ان تر فرغانې او په بل اړخ کې تر خزر و د رومي اېمپراتورۍ ترختیزو پولو پورې ورسېد.

ویما کدفیزس د دې خوځښتونو په دلیل او اغېز پوهېده. اول یې د یوې معاملې وړاندیز وکړ، داسې چې په ۹۰ زیږدي کې یې ځان ته د چین د اېمپراتور لور وغوښتله او په دې سیاسي ریباري کې یې وغوښتل خپل ځواک هم د چین له اېمپراتور سره برابر وښيي. د ویما ریباران د چین دربار ته ونه‌‌رسېدل، ځکه په لاره کې د جنرال پان چاو له لښکرو سره مخ شول او هغوی په سپکاوي بېرته راوشړل. ویماکدفیزس چې خپل ریبار هیئت ته دغه سپکاوی ونه‌زغملای شو، نو اویا زره کسیز لښکر یې د پامیر (څونګ لینګLing -Tsung ) درې له لارېوروخوځول، چې د جنرال چاو مخه ونیسي. اریايي لښکر چې د واخان کوتل له لارې د ختیز پامیر لمنو ته ورسېده او په غالب ګومان د کاسي‌غره تر یارکند پورې وړاندې ولاړ د ژمي یخنۍ کې ګیر شو او سختې واورې و توپان تارپه تار کړ. یوازې څوزره کسان ستړي و ستومانه د پان چاو مخې ته ورغلل چې په اسانۍ سره وځپل شول، ویماکدفیزس ماته وخوړه او د چین اېمپراتور ته یې د منظم کلني باج ورکول ومنل.

ویما کدفیزس چې له دې اړخه دردېدلی و، ژر یې پام لویديځ ته واوښت او له رومي اېمپراتورۍ سره یې اړیکي جوړ کړل. کوشاني هیئت اول د «تراجان» دربار ته ولاړل او په ۹۹ زیږدي کې روم ته ورسېدل. رومیانو دا مهال د مدیترانې اسیايي څنډې نیولې وې او د ورېښمو د سوداګریزې لارې پر ارزښت خبر پوهېدل، په دې هم خبر ول، چې د دغې لارې لویه و ستراتيژيکه برخه لا هم د اریايي (کوشاني) اېمپراتورۍ په لاس کې ده.

د (سیلون لويي) د لیکنې له مخې له رومي اېمپراتورۍ سره د کوشانیانو انډیوالي داسې برید ته ورسېده، چې د اریايي سوداګرو کاروانونه تر مصر و شام پورې په ارامۍ تلل راتلل او کوشاني اېمپراتورۍ ورو ورو بایللی برم بېرته ترلاسه کړ. شاهنشاه کنیشکا د وريښمو د لارې د سوداګرۍ، بودايي فرهنګ‌پالنې او په خپلې اېمپراتورۍ کې د قبایلو د یووالي په مټ یوځل بیا د ورېښمو د لارې لویه برخه واک راخپل کړ او شمال‌ختیځ ته تر تبت او چیني تورکیستان پورې وړاندې ولاړ. د موسیو الفرد فوشې له نظره له بګرام او پېښور څخه د هیندوستان شمال، کشمیر، تبت، چیني تورکیستان، د منځنۍ اسیا لویه برخه، پارتیا او د خزر شاوخوا سیمې د دغه پاچا تر لاس لاندې وې او د دې ټولې پراخې جغرافیې مرکز بګرام و. د بګرام ستراتيژيک موقعیت هغه مهال دومره مهم ګڼل کېدل، چې دغې سیمې ته یې د خدای سیمه ویل او شاوخوا ولسونو فکر کاوه، چې کنیشکا د اسمان زوی دی...

د بګرام په چورلیز د چین او غرب اوسنۍ سیالي په عجیبه بڼه تکراریږي. روم په لرغونې زمانه کې د ټول لویدیځ د ځواک مرکز و، لکه اوس چې انګریز، لویدیزه اروپا او په سر کې یې امریکا د دغه ځواک تمثیل کوي. چین نن هم په سیمه کې د سوداګریزو لارو د پراختیا په هڅه بوخت دی او (د یوکمربند، یوه لار (One Belt One Roadستراتيژي یې د ورېښمو د لارې تاریخي بهیر بېرته راژوندی کوی. پخپله چینایان دې هڅې ته د نوې ورېښمو لارې نوښت وايي. لویدیځ د چین دغو هڅو ته وارخطا دی او ټولې سترګې بګرام ته دي.

د کوشاني اېمپراتورۍ د ژمي پلازمېنه پېښور هم د همدغې سیالۍ په اور کې سوزي او د نیابتي ډلو تر پښو لاندې زخمي دی.

د دوبي پلازمېنه بګرام د نړۍ د خبرونو سرټکی ګرځېدلی او هېوادمشرټرمپ د انګریزي لومړي وزیر ترڅنګ یې د بېرته نیولو خبر ورکوي.

چین وايي: هیڅکله به اجازه ورنه‌کړي چې امریکا بګرام ته لاس راوغځوي. یوازینی څه چې توپیر لري هغه د لرغونې اریانا په ځایناستي افغانستان کې د کنیشکا په شان د یوه پیاوړي ملي او ستراتيژيک واکمن تشه ده.

شاوخوا دوه زره کاله روسته دغه سیمې هماغه اهمیت ته رسېدلي دي، خو موږ یې په ارزښت خبر نه یو او نه پوهېږو چې څه روان دي او ولې روان دي؟

اتمر: امنیت شورا د افغانستان ناورین سم تشخیص کړی، خو اراده او حل یې نه درلود

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱
اتمر: امنیت شورا د افغانستان ناورین سم تشخیص کړی، خو اراده او حل یې نه درلود
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر په هغه لیکنه کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې لېږلي ویلي،امنیت شورا د افغانستان ناورین سم تشخیص کړی، خو اراده او حل یې نه درلود. هغه زیاتوي د امنیت شورا وروستۍ ناستې وښوده چې ستر قدرتونه د افغانستان په اړه په یوه نظر نه دي.

محمد حنیف اتمر وایي، د پېچلو او له یو بل سره تړلو انساني ، بشري حقونو، اقتصادي، امنیتي او سیاسي ناورینونو په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه په بشپړه توګه سمه وه.

د دې سازمان دا ارزونه هم پر ځای ده، چې دې ناورینونو د افغانستان او تر دې ور هاخوا یو (بشپړ توپان) رامنځته کړی؛ ځکه د میلیونونو انسانانو ژوند، په ځانګړي ډول د ټولنې نیمايي برخه له محرومیت، لوږې، د روغتیایي خدمتونو له نشتون او د ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ ده،په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ګواښ هم لا نه دی مهار شوی.

دا ځل ملګرو ملتونو روښانه کړه چې د طالبانو رهبري په دوه ډلو وېشل شوې ده: لومړی هغه ډله چې د ناورینونو د حل پر وړاندې د واقعي او معقول چلند غوښتنونکې ده، خو کافي ځواک نه لري ( یا نه غواړي خپلې ګتې په خطر کې واچوي) او بله ډله چې واک په لاس کې لري خو د ناورینونو دحل لپاره هېڅ اراده نه لري او بر عکس پر هېواد نور محرومیتونه هم تپي.

خو له دې ټولو سره سره، نه د ملګرو ملتونو سازمان او نه یې د امنیت شورا، له تلپاتې غوښتنو او دایمي شعارونو ورهاخوا، د دې «د ناورینونو یو بشپړ توپان» د مهار لپاره هېڅ عملي برنامه وړاندې نه کړه.

تر دې بد تره لا دا چې، دې ناستې یو ځل بیا د نړېوالې اجماع د ماتې، فکري څو اړخیزوالي او د سترو قدرتونو د نوې سیالۍ د پیل ننداره وړاندې کړه.

د افغانستان د ناورین پر وړاندې ستر قدرتونه په درې برخو وېشل شوي: لومړی برخه له طالبانو سره د مشروط تعامل غوښتونکې ده، دویمه یې له قید او شرط پرته د تعامل غوښتنکې او درېیمه برخه یې له طالبانو سره هر ډول تعامل بې پایلې او مردود بولي.

د افغانستان او نړۍ خلک او همدارنګه هوښیار سیاستوال او واکمنان باید پوه شي چې د سترو قدرتونو دا سیالي به د افغانستان او سیمې لپاره د دې بشپړ طوفان کچه او اړخونه څو چنده لا ژور او نازک کړي.

له دې وړاندې چې ناوخته شي حل په ملي او نړيواله همکارۍ کې پروت دی څو په هېواد کې يو مشروع نظام رامنځته شي؛ داسې نظام چې د ټولو افغانانو حقونه او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ګډون د هېواد نړيوالې ژمنې تضمين کړي.

د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې سياسي بهير بايد د افغان ولس، وړ او باوري سیاسونو په فعاله او معناداره ونډه بيا پيل شي. د ټولو افغانانو د ګډون او يوې پايداره هوکړې لپاره بين‌الافغاني خبرې اترې هم بايد د امنيت شورا او د سيمې د اغېزمنو هېوادونو په بشپړ ملاتړ پيل شي.

که څه هم د بشري مرستو او د بشري حقونو په ډګر کې د ملګرو ملتونو رول او ونډه د ستاینې وړ ده، خو د دې سازمان کړنې په سیاسي برخه کې، په ځانګړي ډول د دوحې په بهیر کې، جدي بیاکتنې ته اړتیا لري. دغه سازمان باید د افغان ولس د واقعي ګډون حق ته درناوی وکړي او د ظالمانه واکمنانو پر وړاندې د درېدو زړورتیا وښيي، حتا که دا کار د سازمان د بنسټیز دریځ او دندې د له لاسه ورکولو په بیه هم تمامیږي.

د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستې باید د واقعي اړتیاوو پر بنسټ او د روڼتیا او حساب‌ورکولو د اصولو له مخې بېرته پیل شي.

سربېره پر دې، باید په نړیواله کچه ټول سیاسي او عدلي اقدامات د بشري حقونو د کړکېچ د درولو او د ښځو د محرومیت د لرې کولو لپاره عملي شي او دا حیاتي موضوع باید د «رغنده تعامل» په پلمه له پامه ونه غورځول شي.

د چین او امریکا د سیالۍ تګلاره؛ ولې بګرام د نړۍوالو قدرتونو لپاره مهم دی؟

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
د چین او امریکا د سیالۍ تګلاره؛ ولې بګرام د نړۍوالو قدرتونو لپاره مهم دی؟
100%

بګرام هوايي اډه د شاوخوا شل کلونو لپاره د امریکا او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره نظامي پایګاه وه. دغه ځای یوازې د یوې پوځي اډې حیثیت نه درلود، بلکې د امریکا د ستراتیژیکو محاسبو د محراق حیثیت یې درلود.

له دې ځایه د نړۍ تر ټولو سترو پوځونو د افغانستان او پاکستان جګړه اداره کوله، په ګاونډیانو یې نظر ساته او متحده ایالاتو دا اډه نړۍوال تروریزم پر وړاندې د خپلو عملیاتو مرکز باله. اوس چې د امریکا پوځ له دې ځایه وتلی، پوښتنه دا ده، چې ولې بګرام دومره مهم و/دی؟

دا اډه د چین لپاره څه اهمیت لري؟ او ایا امکان شته چې امریکا دا اډه تر لاسه کړي؟

ولې بګرام د امریکا لپاره مهم دی؟

بګرام د افغانستان د جغرافیې په زړه کې واقع دی. له دې ځایه امریکا کولای شوه د څلورو مهمو هېوادونو – ایران، پاکستان، چین او روسیې – پر تحرکاتو مستقیمه څارنه وکړي. د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس په یوې مرکې کې ویلي وو:

"په داسې نړۍ کې چې لوی قدرتونه بیا سر راپورته کوي، افغانستان او په ځانګړي ډول بګرام، د امریکا لپاره د ستراتیژیک لید برج و."

یوه بېلګه یې د ایران د اټومي پروګرام څارنه وه. امریکایي څارګرو له بګرامه کار اخیسته، څو د ایران د بالستیک توغندیو ازموینې تعقیب کړي. همدارنګه د پاکستان د قبایلي سیمو د جهادي ډلو د خوځښتونو ثبت او شننه هم له همدې ځایه کېده.

دویمه مساله د تروریزم پر وړاندې جګړه وه، بګرام د امریکا د هوایي بریدونو د اصلي مرکز په توګه پیژندل کېده. بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونز)، د ځانګړو ځواکونو عملیات او د القاعده د مشرتابه پر ضد حملې ټول له همدې ځای څخه همغږې کېدلې. د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې هغه برید چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، د بګرام د لوجستیکي ملاتړ او استخباراتي همغږۍ پرته ممکن نه و.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وینا:

"موږ په افغانستان کې یوازې د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره جګړه کوو او بګرام زموږ د دې جګړې د زړه په څېر دی."

درېیمه مساله دا وه چې بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه وه، بلکې د امریکا د سی ای اې د پټو عملیاتو او پلټنو مرکز هم و. دلته د بندیانو لپاره زندان هم جوړ شوی و، چې وروسته د بشري حقونو د سازمانونو لخوا پرې سختې نیوکې وشوې. خو له دې سره سره، د امریکا لپاره دا ځای د سیمې د ټولو سیاسي بدلونونو د څار ستره نقطه پاتې وه.

د امریکا له وتلو وروسته دا اډه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده
100%
د امریکا له وتلو وروسته دا اډه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده

بګرام د چین لپاره څه اهمیت لري؟

چین له اوږدې مودې د سینکیانګ ایالت په مسلمانانو کې د افراطي ډلو د نفوذ له امله اندېښنه لري. بګرام له سینکیانګ سره یوازې څو سوه کیلومتره واټن لري. د امریکا حضور دلته د چین لپاره داسې ګڼل کېده لکه د یو دایمي څارګر د سترګو لاندې اوسېدل.

د چین د پخواني ولسمشر هو جنتاو له چینايي تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو:

"هره پوځي اډه چې زموږ له پولو سره نږدې جوړه شي، د چین د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي."

پس دا اډه د چین د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېده.

همدا راز چین هڅه کوي د "یو کمربند، یو لار" سترې اقتصادي پروژې (Belt and Road Initiative) له لارې منځنۍ اسیا، پاکستان او منځنی ختیځ سره ونښلوي. افغانستان د دې لارې طبیعي څلورلارې ده. که بګرام د امریکا تر لاس لاندې پاتې شوی وی؛ نو چین به وېره لرله چې امریکا یې د دې سترې اقتصادي لارې د خوندي کولو توان له منځه یوسي.

اوس چې امریکا وتلې، چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ۲۰۲۱ کال په سفر کې په ښکاره وویل:

"افغانستان باید د سیمې د ناامنۍ د سرچینې پر ځای د اقتصادي همکارۍ پر مرکز بدل شي."

دا څرګندونه ښيي چې چین غواړي د امریکا له وتلو وروسته بګرام او ټول افغانستان د اقتصادي نفوذ لپاره یو فرصت وګڼي، نه یو ګواښ.

ایا د امریکا له خوا د بګرام د تر لاسه کولو امکان شته؟

که له افغانستانه یو ځل بیا نړۍوال تروریزم د امریکا پر ضد ګواښ شي، امکان شته چې امریکا د طالبانو یا د سیمې د نورو لوبغاړو سره خبرې وکړي څو بګرام د محدودو عملیاتو لپاره وکاروي. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په وینا:

"موږ د افغانستان جګړه پای ته رسولې، خو که زموږ د امنیت پر ضد کوم ګواښ راپورته شي، موږ به د اړتیا وړ ګامونه واخلو."

په اوسني وخت کې د امریکا او چین ترمنځ ستراتیژیکه سیالي شدیده شوې ده. د دې سیالۍ یوه جیوپولیټیکي نقطه هم افغانستان ګڼل کېږي. که اړتیا پېښه شي، امریکا ښايي هڅه وکړي د بګرام د بیا کارونې لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ په لټه کې شي، که څه هم ښکاره نظامي حضور ستونزمن ښکاري.

یو باور دا هم دی چې امریکا ښايي د قراردادي ځواکونو، استخباراتي همکارانو یا د سیمه‌ییزو تړونونو له لارې په بګرام کې خپل اغېز وساتي. ښکاره حضور یې ډېر کم احتمال لري، خو پټه همکاري بیا تل شونې ده.

بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه ده، بلکې د نړۍوال سیاست یوه مهمه نقطه ده. د امریکا لپاره دا د تروریزم ضد جګړې زړه و، د چین لپاره د ستراتیژیکې اندېښنې سرچینه ده او د طالبانو لپاره د "بریا" سمبول دی، د دوی په باور چې امریکا یې له دې ځایه وتلو ته اړ کړه. د نړۍ جیوپولټیک بدلونونه ښيي چې بګرام لا هم د سیالیو په محاسبو کې ځای لري او کېدای شي یو ځل بیا د راتلونکي ستراتیژیکو لوبو مهم ټکی شي.

افغانستان، انترنېټ، عامه ذهنیت او د نړیوالتیا زمانه

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال
افغانستان، انترنېټ، عامه ذهنیت او د نړیوالتیا زمانه
100%

عامه ذهیت د یوې ټولنې د وګړو یا د یوې متشکلې ډلې د غړو ګډ درک، نظرونه، احساسات او باورونه دي چې د ځانګړو پېښو، مسایلو یا اشخاصو په اړهد عامه افکارو د تعامل په پایله کې بڼه مومي او د ټولنیزو اړیکو، فرهنګي ارزښتونو، رسنیو او تاریخي تجربو له لارې ځان څرګندوي.

په بله وینا عامه ذهنیت د ټولنې د ګډ فکر او احساس انعکاس دی.

په دغه لنډ او ساده تعریف کې بل مهم ترکیب د عامه افکارو دی. عامه افکار د ټولنې د ډېری (لویه برخه/ اکثریت) خلکو ګډ نظرونه، ارزونې او دریځونه دي چې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي پېښو او مسایلو په اړه څرګندېږي او د یوه خپلمنځي تعامل یا شاربل کېدو په پایله کې یو ذهنیت یا ګډ باور رامنځ‌ته کوي، چې پورته مو د عامه ذهنیت په نامه یاد کړ. عامه افکار د عامه ذهنیت بیان او پېژندلو ته لاره هواروي او د همدې افکارو ویناییزه بڼه مرسته کوي، چې د یوې ټولنې په ګډ ذهنیت کې شته محتوا وپېژندل شي.

له پخوا څخه دا عامه ذهنیت د شکل موندنې مسئله د اړیکتیايي پوهنو (کمیونیکشن) او ټولنپوهنې څېړونکیو لپاره مهمه وه. په دې پوهنې کې یوه منل شوې قاعده دا وه، چې عامه ذهنیت کنټرول کېدلای نه‌شي، خو د عامه افکارو د مسلکي مدیریت په مرسته ځانګړي تګلوري ته رهبري کېدلای شي.

سیاست له عامه افکارو سره داسې مخامختیا، لوبه او کړنه ده، چې یو شخص یا ډله یا ګوند یې په مرسته د ټولنې په عامه ذهنیت کې د ځان لپاره ملاتړي، اعتبار او پلویان زیاتوي.

اړیکتيايي علوم، تکنولوژي او د کمیونیکشن نومهالي ابزار چې د ټولنیزو افکارو د خپلمنځي تعامل او راکړې ورکړې عملیه یې چټکه او اسانه کړې ده، په عامه ذهنیت کې د باورونو پر شکل موندنه خورا جدي اغېز ښندي.

د اړیکوالو علومو او برېښنايي تکنولوژي زمانې ته ځکه د نړیوالتیا Globalization زمانه وايي، چې پکې عامه ذهنیت ژر او روڼ (شفاف) شکل مومي او د عامه افکارو پاړکیز (طبقاتي)تعامل Interaction یې چټک او اسانه کړی دی.

په دودیزه بڼه د ټکنولوژي او اړیکتیايي وسایلو ترڅنګ فرهنګي ښکارندې لکه ادبیات، هنرونه، سینما، تیاتر،کتابونه، پوهنتوني و اکاډمیک ارزښتونه، دودونه، افسانې او ان فولکلور هم د عامه ذهنیت په شکل‌موندنه کې مهمه ونډه لري. داسې نظر هم شته، چې د يوې ټولنې فرهنګ په حقیقت کې د عامه ذهنیت د شکل‌موندنې د لوښي (ظرف) حیثیت لري.

له دې لیدلوري، څخه به اوس راشو د افغانستان ټولنې ته. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ځوانان پکې ډیری نفوس جوړوي، افغانستان تر ټولو ډېر ځوان نفوس لري. ځوانان له تکنولوژي سره مخامخ یا نامتناوبه اړیکي لري. په افغانستان کې چې فرهنګي سکتور پکې کمزوری کړای شوی دی، سینما نه‌شته، تیاتر نه‌لري، ان موسیقي حرامه ده او ادبیات هم تر جدي سانسور لاندې دي او په فرهنګي لحاظ د دودیز پخواني نسل و زلمي نسل ترمنځ د فرهنګي تړاو پلونه کمزوري یا حتا نړېدلي دی،عامه افکار د انڼرنېټ په مرسته په نامنظمه او نامدیریت شوې بڼه تغذیه کېدل او د ګډو وډو تعاملاتو په پایله کې عامه ذهنیت بڼه موندله. په افغانستان کې د عامه افکارو د مدیریت له لارې د عامه ذهنیت د رهبرۍ او مثبتې شکل‌موندنې هڅه هيڅکله نه‌ده شوې، بلکې پرعکس هڅه تل دا وه، چې عامه ذهنیت کنټرول یا مسخ شي. یا یې داسې حبس کړي، چې بهرراوتلو ته هېڅ لاره ونه‌لري. مخکې مو دا د یوې قاعدې په توګه یاده کړه، چې عامه ذهنیت د کنټرول او زنداني کېدو وړ نه‌دی.

د دغې ټولنپوهنیزې معادلې پربنسټ په افغانستان کې د انټرنېټ د بندولو وروستۍ هڅه ناکامه او ان مسخره ده.که واکمن استبداد غواړي د افغانستان عامه ذهنیت – چې په رامنځته کولو کې یې لویه برخه ونډه د ځوانانو ده – په دې وسیله کنټرول کړي او ګواکې ترمخامخ څار لاندې به یې راولي، نو دا فکر خیال و محال و جنون دی.

موږ د نړیوالتیا په زمانه کې یو. اطلاعات که له دروازې وشړئ، له کړکۍ بېرته راننوځي. د نړیوالتوب اسمان دومره پراخ دی، چې که تاسو هرڅومره ګومبزې او چتونه جوړ کړئ، هغه شته او ځوان نسل ته یې څنډې ښکاري. ځوانان په دې پوهیږي، چې په نړۍ او افغانستان کې څه روان دي.

څرګنده خبره ده، چې واکمن استبداد په خپله ګټه د عامه افکارو د مدیریت نه توان لري، نه یې پېژني او نه یې هم ابزار ورخپل کړي دي. په زړه پورې دا ده، چې دوی د عامه افکارو د مدیریت وسایل تکفیر کړي دي، ځکه خو یې د خپلې سیاسي ګټې لپاره کارولای هم نه‌شي.

د اړیکتیايي پوهنو او تکنولوژي په زمانه کې دیکتاتوري ځکه نه‌پاییږي، چې واکمن استبداد پر عامه ذهنیت خپل واک و اختیار له لاسه ورکوي. ځینې خلک د شمالي کوریا مثال یادوي، چې ګواکې په اوسنۍ زمانه کې یې یوه بریالۍ دیکتاتوري رامنځته کړې او کوریایان یې کنټرول کړي دي. دا سمه پرتلنه نه‌ده. اول خو د شمالي کوریا دیکتاتوره واکمني د یوې اوږدمهالې تاریخي لړي په پایله کې ټينګه پاتې شوې ده، یعنې د شمالي کوریا دا څووم نسل دی، چې تر دیکتاتوري لاندې رالوییږي او فکر کوي، چې نړۍ یعنې همدا. د شمالي کوریا خلک داسې دي، لکه په څاه کې زېږېدلی او رالوی شوی ماشوم، چې بهرنۍ دونیا یې لیدلې نه ده او فکر کوي، چې ټوله نړۍ او کاینات همدغه څاه ده، چې دی پکې ژوند کوي. د افغانستان خلکو بهرنۍ نړۍ لیدلې ده، دوی پراخ اسمان په سترګو لیدلی، په تېرو شلو کلونو کې له هرڅه سره اشنا شوي او ناڅاپه د استبداد څاه ته وروغوځول شول. اوس که واکمن استبداد هرڅومره ورته ووايي، چې نړۍ یوازې او یوازې همدغه څاه ده، دوی یې نه‌ورسره مني. ځکه دوی ترڅاه بهر دونیا تجربه کړې ده.

د شمالي کوریا بل توپیر دا دی، چې هلته یې د خلکو لپاره بدیل فرهنګي لوښي رامنځته کړي دي. خلک له ولږې و وزګارۍ نه مري. په هېواد دننه ښځې و نر ښوونځي و پوهنځي ته ځي او د ساینس و تکنولوژي په برخه کې په نړۍ کې د لومړۍ خبرې‌کولو هېواد دی، چې له امریکا سره ډغرې وهي. شمالي کوریایان یو باور ته رسول شوي، چې که یې ټولنه پرانیستل شي او نړۍ سره یې اړیکي عادي شي هم، نو په نړۍ کې کوم داسې فوق‌العاده څه نه‌شته چې دوی به یې نوي وویني یا به یې د ژوند کچ زیات وربدل کړي. په حقیقت کې د شمالي کوریا مستبدو واکمنو د عامه افکارو د بریالي مدیریت په مرسته عامه ذهنیت رهبري او د خپلو ګټو په تګلوري کې روان کړی دی. شمالي کوریا د سیاسي ازادۍ او لېبرالیزم مخه نیسي، نه د عقلانیت او پوهې.

سعودي عرب او نورو بډایو هېوادونو چې په دودیزه توګه د امیرانو او پاچایانو له خوا کنټرولیږي او د لویدیځ ټيپ ولسواکي پکې نشته، په خورا بریالۍ توګه یې په خپله ګټه د عامه افکارو د مدیریت له لارې داسې عامه ذهنیت رهبري کړی، چې لویه برخه خلک یې خوښ دي. له دې سره سره په چټکۍ سره ټولنه پرانیزي. د سعودي عربستان د وليعهد په مشرۍ د اصلاحاتو چټک بهیر دځان په ګټه د عامه ذهنیت د رهبري کولو هڅه ده، چې زوړ دودیز لوښي ماتوي او د یوې پانګوالې لېبرالې ټولنې خواته ورروان دی.

هغه انسانان چې د مثبته علومو په لابراتوار کې د ساینسي منطق پر بنسټ ورته ثابته شوې، چې ځمکه یو پنډوسکی دی، جاذبه قوه لري او د لمریز نظام برخه ده، پرځان و لمر راتاویږي... دغه انسانان که ناڅاپه په یوې تورې کوټې کې بندیان کړئ او په وهلو وهلو یې د دې منلو ته مجبوره کړئ، چې ځمکه د غوايي پر ښکر سپره ده او غويی پر ماهي سپور دی او ماهی چې وښوري نو زلزله کیږي، دا انسانان به یې د څو شېبو لپاره ستا د متروکې او سوټي له ډاره درسره ومني، خو د دوی په ګډ ذهنیت کې ساینسي باور بل ډول دی، چې نه یې دا توره کوټه بدلولای شي او نه ستا سوټی او متروکه.

د افغانستان خلک ګڼو علمي پایلو ته رسېدلي او دونیا یې لیدلې ده، د انټرنېټ بندول د دوی ګډ باورونه وژلای نه‌شي، ځکه خو دا خواري د ګونګټې ښکاري.

که انټرنيټ وي، که نه‌وي، په بیولوژي پوه افغان ځوان به هیڅکله دا خرافي کیسه ونه‌مني، چې که ښځه له ښځې سره کوروالي وکړي، نو په پایله کې به داسې ماشوم وزیږوي، چې هډوکي به نه‌لري او یوازې به له غوښو جوړ یو شی وي.

هبت الله ولې له انټرنېټ نه ویریږي؟

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۱
هبت الله ولې له انټرنېټ نه ویریږي؟
100%

په پنځو ولایتونو کې بې‌سیم انټرنېټ قطع شوی دی. دا لیکنه څېړي چې ولې د طالبانو مشر له انټرنېټه وېرېږي او څنګه د فایبر او بې‌سیم خدماتو تدریجي بندېدل د روایتونو د کنترول، د اعتراضونو د مهار او ازادو معلوماتو ته د ټولنې د لاسرسي د مخنیوي د سیاست یوه برخه ده.

د طالبانو د مشر په امر په بلخ، کندهار، هلمند، نیمروز او ارزګان ولایتونو کې د بې‌سیم انټرنېټ قطع کېدل د هغه بهیر ښکاره نښه ده چې سرچینې وایي ورو ورو به یې ټول افغانستان ته وغځوي. داسې ښکاري چې مولوي هبت الله دا پرېکړه د انټرنېټ او د ازادو معلوماتو له نړۍ نه د خپلې وېرې پر بنسټ کړې ده.

د طالبانو تېرې کړنې ښيي چې دا ډله هېڅکله له داسې وسیلې سره علاقه نه لري چې له دوی بهر د خبر رسونې بهیر ممکن کړي. له پیل څخه طالبانو هڅه کړې چې یو او هغه هم خپل روایت ولري. د طالبانو حکومت غواړي یوازینی غږ دوی وي چې له افغانستان نه واورېدل شي. خو په تېرو څلورو کلونو کې انټرنېټ هغه کړکۍ وه چې د دوی دا انحصار یې مات کړی دی.

لنډو ویډیوګانو، ولسي ژورنالیزم او د ورځني ژوند خپلواکو روایتونو د طالبانو تبلیغاتي نظم ګډوډ کړی دی.

هبت‌الله پوهېږي هر تصویر او هره جمله چې د ده له سانسور پرته خپره شي، د طالبانو مشروعیت له پوښتنې سره مخ کوي.

له بدیلو روایتونو وېره

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو عربي پسرلي، چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې پیل شو او سرچینه یې ازاد انټرنېټ او ټولنیزې شبکې وې، وښوده چې دا فضا کولی شي د حقیقت‌ سنجونې ګډ بهیر او د اعتراضونو تنظیم ممکن کړي.

د «فریډم هاوس» په څېر څېړنیز بنسټونه هم تاییدوي چې د انټرنېټ د ازادۍ کمېدل تل د سیاسي کنترول زیاتېدو سره مل وي.

په داسې شرایطو کې، د رسمي تبلیغاتو ماشین خپل اغېز له لاسه ورکوي. د طالبانو لپاره، چې مشروعیت یې د دین پر ځانګړې تفسیر ولاړ دی، دا ګواښ څو برابره جدي دی. انټرنېټ کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې د دین متنوعې سرچینې، بدیل روایتونه او د بشري حقونو د نقض مستند شواهد ولولي. دا کار د طالبانو ایډیولوژیک بنسټونه کمزوري کوي.

د هبت‌الله امنیتي اندېښنې

د طالبانو د مشر وېره یوازې ایډیولوژیکه نه، بلکې امنیتي هم ده. هغه پوهېږي چې د یو رهبر لپاره چې واک یې د سکوت او عامه ډارونې پر بنسټ ولاړ دی، انټرنېټ ډېر خطرناک دی ځکه کوچنی سیمه‌ییز اعتراض کولای شي د شبکو له لارې په ملي بحران بدل شي.

د نورو هېوادونو تجربې دا حقیقت ښيي: په ایران کې کوچني اعتراضونه څو ځله په سراسري خوځښت بدل شوي، په مصر کې د تحریر څلورلارې محدودې غونډې د حکومت نسکورېدو لامل شوې، او په سوډان کې ټولنیزو شبکو د مخالفانو غږ ملي څپې ته واړاوه. نیپال یې تازه مثال دی. دا بېلګې ښيي چې طالبان ولې له ازاد انټرنېټه دومره وېرېږي.

سربېره پر دې، هبت‌الله انټرنېټ د «فساد» سرچینه هم ګڼي. د هغه له نظرهموسیقۍ، فلمونو او د ازادۍ او د ښځو د حقونو په اړه معاصرو بحثونو تهد ښځو او ځوانانو لاسرسی د طالبانو جوړ کړی ایډیولوژیک نظام زیانمنوي. همدا ده، چې مذهبي او فرهنګي اندېښنې له امنیتي وېرو سره یو ځای کېږي.

دودیز ملايان هم له ورته ګواښ سره مخ دي، ځکه کله چې هر کاروونکی کولای شي د اسلامي نړۍ د مشهورو پوهنتونونو او سرچینو دیني مواد خپله ولولي، د فتوې مرکزي واکمنۍ نوره یولاس نه پاتې کېږي.

د افغانستان انټرنېټ کاروونکو څو ځلې د هبت‌الله فرمانونه تر پوښتنې لاندې راوستي دي. په زرګونو متنونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، چې یا په مستقیم ډول یا په غیرمستقیم ډول یې د هغه مشروعیت ننګولی دی. دغه بدیل روایتونه چې کله کله په څو ساعتونو کې زرګونو خلکو ته رسېږي، ښيي چې ډیجیټلي فضا د طالبانو واک له دننه خوري.

افشا کول او شفافیت

انټرنېټ داسې امکانات رامنځته کړي چې اسناد افشا شي او د ډیټا پر بنسټ ژورنالېزم وده وکړي. د «اکسیس نو» راپورونه ښيي چې په نړۍ کې د انټرنېټ بندول په زیاتېدو دي، ځکه حکومتونه د شفافیت د لګښتونو د مخنیوي لپاره سختو لارو ته مخه کوي.

طالبان هم له همدې وېرې سره مخ دي؛ هره معامله، د تاوتریخوالي هره پېښه او هره پټه پرېکړه په پای کې افشا کېږي او د ډیجیټلي حافظې برخه ګرځي. دا ډله څو ځله د همدې له کبله زیانمنه شوې ده، له مالي اسنادو نیولې تر محرمو غونډو پورې، ان تر دې چې د رهبرانو داخلي اختلافات هم رسنیز شوي دي.

ولې پړاو په پړاو بندیز؟

داسې ښکاري چې هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو د ځینو نورو مشرانو تر فشار لاندې پرېکړه کړې چې بې‌سیم انټرنېټ یو وار د تل لپاره بند نه کړي. دا تګلاره له هغې پروسې سره ورته ده چې د رسنیو د بندولو لپاره یې غوره کړې وه؛ لومړی یې واړه محدودیتونه ولګول او وروسته یې د تصویري رسنیو ډېری برخه وتړله.

طالبان په دې ډول هم د ټولنې غبرګون ازمويي او هم د سیاسي لګښتونو کمولو هڅه کوي. پړاویز بندېدل دې ته زمینه برابروي چې عامه ذهنیت ورو ورو عیار او احتمالي اعتراضونه مهار شي.

د سانسور پاراډاکس

سانسور کوونکي هر ځای له یوې لویې ستونزې سره مخامخ دي؛ هر څومره چې د معلوماتو د بندولو هڅه ډېره شي، د لاسرسي غوښتنه هم دومره لوړېږي. څېړونکي دې حالت ته «د سانسور پاراډاکس» وایي؛ داسې وضعیت چې د یوې محتوا بندېدل خپله په خبر بدلېږي او پام څو برابره ور ډېرېږي. طالبان هم له همدې واقعیت سره مخ دي.

د انټرنېټ پرې کول ښایي لنډمهاله د خبر رسونې بهیر ورو کړي، خو په عمل کې د خلکو تجسس زیاتوي او د نړۍ پام افغانستان ته رااړوي.

په اصل کې د هبت‌الله وېره د یوې ټولنې له ویښتیا ده. طالبان د ډیالوګپر ځای، چوپتیا او سکوت تحمیلوي. خو نړیوالې تجربې ښيي چې د معلوماتو د سیلاب پر وړاندې هېڅ دیوال مقاومت نه شي کولای.

سربېره پر دې، طالبان بیا هم ښيي چې د نن ورځې له وسایلو سره څومره په ټکر کې دي. په داسې نړۍ کې چې انټرنېټ د اقتصاد، زده‌کړو، اړیکو او سیاست نه بېلېدونکې برخه ده، د ډیجیټلي دروازو تړل هم د ټولنې پر وړاندې د طالبانو د بې‌باورۍ نښه ده او هم د دوی له ناتوانۍ پرده پورته کوي.

طالبان هڅه کوي د منځنیو پېړیو په وسیلو د نوي زمان نظم مهار کړي، خو دا هڅه یوازې هغه درزونه لا ډېر ښکاره کوي چې د دوی او د یوه داسې نسل ترمنځ دي، چې ژوند یې له شبکو او ازادو معلوماتو سره تړلی دی.

طالبان ښایي په موقتي ډول د انټرنېټ سرعت کم کړي یا اړیکې پرې کړي، خو هغه نسل چې په ډیجیټلي نړۍ کې لوی شوی، بېرته د شمعې او د تیلو څراغونو زمانې ته نه ستنېږي.

د افغانستان ځوانان، که په کور دننه دي او که په مهاجرت کې، ژوند او هویت یې له انلاین وسایلو سره تړلی دی. هر نوې انسداد یوازې د حاکمانو او ټولنې ترمنځ واټن پراخوي او څرګندوي چې طالبان له داسې زمانې سره په نابرابره جګړه کې دي چې نور بېرته نه ګرځي.