• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تیراه په هوایي برید کې د ولسي وګړو له وژنې وروسته پراخ غبرګونونه راپورته شوي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، چې د خېبرپښتونخوا په تېرا سیمه کې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې د وژل شویو له ډلې ۱۲ ماشومان، شپږ مېرمنې او یو سړی ټول د سیمې د مشر خیال اکبر د کورنۍ غړي وو. دې پېښې د سیمې د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي.

رپوټونه وايي، د دوشنبې په سهارد تېراه په اکاخېل سیمه کې د هوایي بریدونو له امله چې په څو کورونو ترسره شول ښځې، ماشومان او لویان ووژل..

ځایي چارواکي ادعا کوي چې په هوایي بریدونو کې ویجاړ شوي کورونه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د دوه قوماندانانو، امان ګل او مسعود خان له‌خوا د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارېدل، خو عام خلک وايي، په بمبارۍ کې ملکي خلک په نښه شوي دي.

ددغه پېښې په تړاو د پاکستان امنیتي ادارو کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د خېبر پښتونخوا حکومت دا پېښه د "ترهګرو پر ضد عملیات" یاد کړي.

ځايي خلک او ولسي استازي د حکومت ادعاوې ردوي او وایي چې د دوشنبې په شپه هوایي بریدونه شوي او بې‌ګناه خلک پکې وژل شوي دي.

د دوی په وینا، د درسو په شادلې سیمه کې پنځه کورونه په مستقیم هوایي برید کې نړېدلي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د وژل شویو له ډلې ۱۲ ماشومان، شپږ مېرمنې او یو سړی ټول د سیمې د مشر خیال اکبر د کورنۍ غړي وو، همدا ډول دوه نور وژل شوي کسان ځایي شپانه معرفي شوي دي.

د باړې په بازار کې د خلکو د یو لوی لاریون پر مهال، د مختلفو سیاسي ګوندونو استازو، قومي مشرانو او د سیمې د استازو ګډون وکړ او د پېښې د "بې‌پلوه قضایي پلټنې" غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په یوه بیان کې وویل چې د هوايي برید په ترڅ کې د ولسي وګړو وژنې ژور اندېښمن کړي او له حکومته یې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د خېبر پښتونخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شویو د کورنیو لپاره لس لس میلیونه روپۍ تاوان ورکولو یادونه شوې.

خبرپاڼه وایي چې وزیراعلی علي امین ګنډاپور د سیمې له یو پلاوي سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې: «په عملیاتو کې د ولسي خلکو وژل کېدل د خواشینۍ او غندنې وړ دي او د منلو وړ نه دي.»

د غونډې پر مهال پرېکړه وشوه چې د سیمې د منتخبو استازو، سیاسي مشرانو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه د پوځ له مشرانو سره ترسره شي او د سولې او امنیت لپاره پر نوې تګلارې موافقه وشي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پر تېراه د پرونۍ بمبارۍ په غبرګون کې خلکو په باړې بازار کې احتجاجي پرلت پیل کړ

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۱

نن سې‌شنبه (د تلې لومړۍ نېټه) پر تېراه د پرونیو بمباریو په غبرګون کې د پښتونخوا په باړې بازار کې خلکو احتجاجي پرلت پيل کړ. د احتجاج په ډول د باړې بازار تړل شوی او ښایي، چې د دغه احتجاج لمن د پښتونخوا نورو ښارونو ته هم خپره شي.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خلکو د پښتونخوا ایالت په تېراه سیمه کې د پرونیو بمباریو د قربانیانو لپاره په باړې بازار کې لومړۍ دعا وکړه او ورسره سم دغه بازار وتړل شو او خلکو د احتجاج په ډول پرلت پيل کړ.

د سرچینو په حواله؛ پرلت ته ځایي سياسي مشرانو ویناوې پيل کړې او دغه پېښه یې غندلې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ښایي دغه احتجاج دوام وکړي او نورو سیمو لکه په پېښور کې د کور کمانډر هاوس او نورو ځایونو ته هم وغځېږي.

پرون د پښتونخوا په تېراه ولسوالۍ کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوايي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي. دغه ډول په دې بمباریو کې ۵ کورونه هم په بشپړه ډول ویجاړ شوي دي.

د دې پېښې په تړاو د پاکستان ځينو سیاسي مشرانو لکه محسن داوړ او اېمل ولي خان هم غبرګونونه ښودلي دي.

اېمل ولي خان: په تیراه کې بمباري ښکاره دولتي ترهګري او د ظلم انتها ده

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په تیراه کې د شویو بمباریو له امله د شاوخوا شلو ولسي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: «په تیراه کې چې څه پېښ شوي، ښکاره دولتي ترهګري او د ظلم انتها ده.»

اېمل ولي خان د دوشنبې ناوخته (د وږي ۳۱مه) په خپلې اېکس پاڼې د پاکستان دولت د خپلو خلکو قاتل وباله او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، چې «د شپې له خوا د ښاري سیمو بمباري د کوم قانون او کوم انسانیت له مخې ترسره کېږي؟»

د نوموړي په وینا، که پلمه دا وي چې هلته د ترهګرو د په نښه کولو په موخه بمباري شوې: «نو ایا د پاکستان ټکنالوژي د داسې بېکاره او غېر مسلکي کسانو په لاس کې ده؟»

اېمل ولي خان ولایتي او فډرالي ادارو مجرمانه چوپتیا هم شرمناکه بللې او په وینا یې دا باید واضیح شي، چې که چېرې دغه عملیات د ترهګرو پر ضد و، نو وژل شوې ښځې او ماشومان په کومه کټګورۍ کې راځي.

په تیراه کې پېښه کې د ځینو وژل شویو کسانو جنازې
100%
په تیراه کې پېښه کې د ځینو وژل شویو کسانو جنازې

نوموړي د دغه خونړي برید په اړه د شفافو څېړنو او اغېزمنو کورنیو ته یې د عدالت غوښتنه کړې او همداراز یې پر سیمه ییزو ادارو په نیوکو سره ویلي، چې که ولایتي ادارې په دې برید او عام وژنه کې لاس نه لري، نو حکومت باید پرېږدي او د خلکو منځ ته دې راشي.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه ناوخته په تیراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ولسي وګړي وژل شوي او پنځه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د ځايي اوسېدونکو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې د خېبرپښتونخوا د باړې بازار نن وتړل شو او ځايي خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د تېرې شپې د هوايي بریدونو عاملینو ته د سزا ورکړې غوښتنه وکړه. د دغه لاریونوالو په وینا، په دغو بریدونو کې په قصدي ډول عام خلک په نښه شوي دي.

د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

عمران خان: ټول پاکستان باید د سپټمبر په ۲۷مه د پېښور په جلسه کې ګډون وکړي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د پاکستاني بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان له ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د خپل ګوند (تحریک انصاف پاکستان) له غړو غوښتي، چې په پېښور کې د سپټمبر په ۲۷مه جلسه کې ګډون وکړي. هغه د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د دغې جلسې لپاره بشپړ تیاری ونیسي.

بندي عمران خان په خپله اېکس پاڼه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د سپټمبر په ۲۷مه یعنې ۴ ورځې وروسته په پېښور کې د یوې لویې جلسې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د نوموړي په وینا، دغه جلسه د قانون د حاکمیت، د رسنیو د ازادۍ، د قضا د خپلواکۍ او د ولسواکۍ د بیا احیا کېدو لپاره رابلل شوې ده.

عمران خان د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ته سپارښتنه کړې، چې د دغې جلسې لپاره ټولې تابیاوې ونیسي او په وینا یې چې د تحریک انصاف ګوند ټول غړي باید د دغې جلسې د تاریخي کېدو لپاره سخت کار وکړي.

خان له علي امین ګنډاپور او همداراز له خپلو وکیلانو غوښتي، چې له حکومت سره اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي او په وینا یې که حکومت غواړي خبرې وکړي، نو په اډیاله زندان کې دې له ده سره مخامخ خبرې وکړي.

د نوموړي په باور، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د خپل «ناقانونه» واکمنۍ د غځولو لپاره ولسواکي لغوه کړې، په هېواد کې تر ټولو لوی ګوند یې له ستونزو سره مخ کړی، د فبرورۍ په اتمه ده ته ورکړ شوې رایې «غلو» ته سپارلي، قضا یې له خپلواکۍ حالته اېستلې او دولتي اداره یې ترې جوړه کړې، ظلم یې عام کړی، خلک زندان ته اچوي او د نظامي محکمو له لارې بندیانو ته غېر قانوني سزاګانې ورکوي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د عمران خان دغو څرګندونو ته تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلی.

امرالله صالح وايي د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د وېش پیل دی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د لسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش پیل دی. صالح وايي، دی ډاډه نه دی، چې د پاکستان اصلي اردو او انګریزي ژیرسنیو دې ددغه برید په اړه رپوټ خپور کړی وي.

امرالله صالح پر ایکس لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک په خیبر پښتونخوا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمونه غورځولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي.

هغه پوښتنه کړې: «ایا فکر کوئ که په پنجاب کې ۲۳ ملکي کسان وژل کېدلای، څه به پېښ وای؟»

صالح ټینګار کړی، چې د پخوانيو قبایلي سیمو خلک تل د پاکستان د سیاست د قربانۍ برخه ګرځول شوي او ان د دغه هېواد اصلي رسنۍ هم ورته پوره پام نه کوي.

د ده په وینا، دا ډول کړنې د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش او ټوټې کېدو پیل ښيي.

نوموړي زیاته کړې: «طالبان، که د افغانستان دي او که د پاکستان، د اسلام‌اباد جوړ شوي زهر دي، پوځ یې هم حل لري، خو دا حل د ایف ۱۶ الوتکو له لارې د ملکي خلکو وژل نه دي.»

پخواني مرستیال ولسمشر څرګنده کړې، چې د پاکستان اوسنی دفاع وزیر باید د خپلو پخوانیو څرګندونو له امله، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د طالبانو او ترهګرۍ ستاینه کړې وه، له افغانانو بښنه وغواړي.

محسن داوړ: په تیراه کې ریاستي بمباریو ښځې او ماشومان په وینو کې ولمبول

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تېراه کې د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د ریاستي بریدونو له امله ښځې او ماشومان په وینو لمبول شوي.

نوموړي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «په تېراه کې د ریاست بې‌پروا بمباریو ښځې او ماشومان په وینو کې ولمبول، زموږ وجود کله د ترهګرۍ ښکار کېږي او کله د ریاستي ظلم نښه ګرځي، دا وینه د ټول ملت مخې ته ده، خو د متوقع چوپتیا پایله به یو ځل بیا د ریاست تعصب او مرکزیت بدرنګه څېره بربنډه کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره شپه ناوخته په تېراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او پنځه کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ددغو بریدونو په غبرګون کې د خیبرپښتونخوا د باړې بازار تړل شوی او په زیات شمېر خلک راوتلي او د بېګاني هوایي بریدونو د عامیلینو د محاکمې غوښتنه کوي.

لاریون کوونکي وایي چې په دغو بریدونو کې په قصدي ډول عام خلک په نښه شوي دي.

تر اوسه د پاکستان رسمي سرچینو په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.