طالبانو د دوشنبې په شپه هرات کې ټول انټرنېټي خدمتونه بند کړي وو

په هرات کې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو د طالبانو په امر بېګاه شپه له ۸ بجو څخه د سېشنبې سهار تر اتو بجو پورې ټول انټرنېتي خدمتونه بند کړي و.

په هرات کې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو د طالبانو په امر بېګاه شپه له ۸ بجو څخه د سېشنبې سهار تر اتو بجو پورې ټول انټرنېتي خدمتونه بند کړي و.
د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، که څه هم اوس په هرات کې انټرنېټي خدمات بېرته فعال شوي؛ خو طالبانو د دغه لنډمهاله بندیز په اړه لا څه نهدي ویلي.
طالبانو په وروستو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټي خدمات بند کړي؛ خو د هرات په ګډون ځینو ولایتونو کې چې دغه خدمات بند شوي خلک د نورو شبکو له انټرنېټې خدمتونو استفاده کوي.
په هرات کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه ولایت کې په لنډمهالي ډول د ټولو انټرنېټي خدمتونو بندېدل؛ د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو د بندېدو په اړه د طالبانو د مشر له امر سره کوم تړاو نهلري او ښايي د امنیتي لاملونو له کبله دغه اقدام شوی وي.
په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته دا منلې، چې طالبانو درې ورځې وړاندې د هرات په څېر په دغه ولایت کې هم په لنډمهالي ډول ټول انټرنېټي خدمتونه بند کړي و.
که څه هم طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو واک ته د دغې ډلې له بیا رسېدو وړاندې طالبانو په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې وې، د امنیتي دلایلو له کبله په لنډمهالي ډول انټرنېټي خدمتونه بندول.
تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټې خدمتونو د بندېدو په اړه د طالبانو د مشر امر منل شوی او ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه لړۍ به ټولو ولایتونو ته وغځېږي. طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخینوي په موخه یې دغه ګام پورته کړی؛ خو دې مسلې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.


د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده. د راپورونو له مخې؛ په دې لړ کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
پاکستانۍ رسنۍ د نېشن راپور ورکړی، چې په اګسټ میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه څه باندې پنځوس مېلیونه ډالرو ته رسېده چې د تېرې جولای میاشتې پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته بیا له پاکستان نه د وارداتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د معلوماتو پربنسټ؛ په جولای میاشت کې له پاکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه ۱۰۲ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو دغه کچه اګسټ میاشت کې ۸۸ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې کچه په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. د دغې خونې د چارواکو په وینا؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه په کال کې له څه باندې دوه مېلیارد ډالرو اوس یو میلیارد ډالرو ته ښکته شوې ده.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او د پاکستان له لوري د محدودیتونو وضع کول يې ځانګړي لاملونه بلل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي خبرداری ورکړی و، که د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې پاتې شي؛ نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه به نوره هم راکمه شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب برخې مشره شیما سن ګوپټا وايي، که نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ونه لري؛ نو دا شونې نهده، چې دوی دې خپلو هیلو ته ورسېږي.
نوموړې په جلالاباد ښار کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال پر طالبانو غږ کړی، چې افغان نجونې دې زدهکړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.
هغه وایي:« څلور کاله کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زدهکړو راګرځول شوې دي. په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه نه ورکول کېږي؛ نوریه او زهرا چې موږ دلته په جلالاباد کې وکتلې، دوی به څنګه خپلو هغو هیلو ته ورسېږي؟ دوی غواړي، چې په راتلونکې کې ډاکټرانې او پیلوټانې شي.»
د اغلې شیما په خبره؛ د نجونو لپاره زدهکړې ځکه مهمې دي چې کولای شي له دوی سره د ژوند په ټولو چارو لکه د جبري ودونو د مخنیوي، خوندیتوب او په نورو مهمو برخو کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغې چارواکې همدا راز ویلي، چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د نجونو د زدهکړو دوام مهم دی او باید په دې برخه کې ګامونه پورته شي.
که څه هم دا لومړی ځل نهدی، چې له طالبانو د نجونو د زدهکړو د دوام او په دې برخه کې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کېږي؛ تر دې وړاندې بېلابېلو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او ان په خپله ځینو طالب چارواکو ورته غوښتنې کړې دي؛ خو د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو لاهم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې په یوې مرکه کې وویل، چې دوی د نجونو د زدهکړو د دوام لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کېدو هلې ځلې کوي؛ خو د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخې ځینو فعالانو بیا د طالبانو ورته څرګندونې غولوونکي بللې دي.
دوی د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان نه غواړي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او په دغه ډول خبرو خلک تېر باسي او د نجونو وخت ضایع کوي.

یو ۱۳کلن افغان هلک چې غوښتل یې له کابل نه ایران ته ولاړ شي؛ د کام اېر الوتکې د ټایر ټولېدو په ځای کې پټ شوی و او تر ۹۴ دقیقو الوتنې وروسته بیا هم ژوندی هند ته رسېدلی و. دغه هلک غوښتل، چې ایران ته ولاړ شي؛ خو په ناپامۍ د ایران پر ځای د هند الوتکې ته ختلی دی.
دغه پېښه د یکشنبې په ورځ په کاماېر الوتکه کې وشوه. دغه اېر بس الوتکه د سهار په ۸:۴۶ له کابل هوايي ډګر څخه پورته او د سهار په ۱۰:۲۰ د ډيلي په اندرا ګاندي نړۍوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د کاماېر شرکت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه هلک اصلاً غوښتل ایران ته ولاړ شي؛ خو په ناپامۍ د کابل–ډيلي الوتکې ته ختلی دی.
هندي چارواکو ویلي، د دغه هلک روغتيايي وضعیت ښه دی او د دې لپاره چې کوچنی دی له قانوني څار معاف دی.
سرچینو ویلي، چې دغه ۱۳ کلن هلک له کندوز څخه کابل ته راغلی او تر الوتنې یوه ورځ مخکې یې ځان د الوتکې د ټایر ټولېدو په ځای کې پټ کړی و. دغه هلک په بلې الوتنه کې بېرته کابل ته استول شوی دی.
دا چې دغه هلک څنګه په الوتکه کې پټ شوی، د کابل هوايي ډګر د امنیتي تدابیرو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي. دغه هلک نه یوازې دا چې د هوايي ډګر له امنیتي چارواکو؛ بلکې د طالبانو له څو امنیتي پوستو څخه هم په پټه تېر شوی دی.
د کام اېر یوې سرچینې وویل: «که له دغه هلک سره چاودېدونکي توکي وای، له کوم خنډ پرته له ټولو تلاشیو څخه تېرېدلای شوای.»
شنونکو بیا ویلي، چې د الوتکې د ټایر په ځای کې پټېدل ډېری وختونه د مړینې لامل کېږي. د هوايي چلند یوه کارپوه نیوز انډين ورځپاڼې ته ویلي، ښایي دغه هلک د ټایر ټولېدو په داسې ځای کې پاتې شوی وي چې هلته له کابین څخه یو څه هوا او تودوخه ور رسېږي؛ که نه نو په ۳۰زره فوټه ارتفاع کې انسان د اکسیجن او یخنۍ له امله ژوندی نهشي پاته کېدای.
ډاکتران وايي، چې په لس زره فوټه ارتفاع کې اکسیجن کمېږي او تودوخه هم له منفي ۴۰ څخه تر منفي ۶۰سانټي ګراډو پورې وي.

په هغو ولایتونو کې چې طالبانو پهکې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند کړي، ځینې انلاین کاروباریان او اوسېدونکي یې وایي چې دغې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، کارونه یې تر ډېره له انټرنېټ سره تړلي دي او د نورو مخابراتي شرکتونو انټرنېټ سوکه کار کوي.
دوی له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان باید له ځنډ پرته د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونو د فعالیت اجازه ورکړي او که داسې نه کوي؛ نو پر وړاندې به یې کرکه نوره هم زیاته شي.
د راپورونو پربنسټ؛ طالبانو د بلخ په ګډون په کندهار، هلمند، هرات، روزګان، نیمروز، بغلان، تخار او کندوز ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند کړي دي.
په هرات کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول صفيالله ( مستعارنوم) وايي، کارونه یې تر ډېره له انټرنېټ سره تړلي دي؛ خو له هغه راهیسې چې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه په دغه ولایت کې بند شوي؛ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.
هغه وايي، د نوري فایبر انټرنېټ ارازنه او چټک و؛ خو د نورو شبکو انټرنېټ چې بیې یې هم لوړې دي؛ د ټیټ سرعت له کبله د دوی فعالیتونه ټکني شوي دي.
هغه وایي:«د نوري فایبر انټرنېټ بند شوی او موږ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو. موږ یو شرکت لرو، چې اوسمهال یې کارونه په ټپه درېدلي دي. که څه هم اوس د مخابراتي شبکو له انټرنېټ نه استفاده کوو؛ خو هغه موږ ته واره نه کوي، بیه یې ډېره لوړه ده او سرعت یې کم دی.»
په ورته وخت کې په بلخ کې د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول نعمان ( مستعار نوم) هم د ورته ستونزې په شریکو سره وايي، که طالبان له ځنډ پرته د نوري فایبر انټرنېټي خدومتونو ته اجازه ورنهکړي؛ نو پر وړاندې به یې د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.
هغه وایي:« له کومې ورځې چې دوی راغلي، موږ ته ستونزې جوړوي. د انټرنېټ په بندېدو موږ له جدي ستونزو سره مخامخ یو، د دې پرځای چې طالبان له خلکو سره مرسته وکړي دوی یې ستونزې نورې هم ډېروي چې دا له شک پرته د دوی پر وړاندې کرکه او نفرت زیاتوي.»
هاخوا د کندوز ولایت یوې اوسېدونکې ثنا چې انلاین زدهکړې کولې وايي، د انټرنېټ له بندېدو سره یې د زدهکړو بهیر زیانمن شوی دی. هغه وایي:« ما کورته د نوري فایبر انټرنېټ راتېر کړی و، بیه یې مناسبه وه او ښه کار یې کاوه؛ خو اوس بند شوی. زه دوه وخته خپله درس وایم او دوه وخته بل ځای انلاین درس ورکوم. د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه مې څارل او خپله مې پنځه شاګردان لاره، چې هغوی ته مې د قران کریم او تجوید درسونه ورکول.»
تېره اوونۍ د طالبانو د مشر په امر د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند شو. د راپورونو پربنسټ؛ هبت الله اخوندزاده پرېکړه کړې، چې په ټول هېواد کې د نوري فایبر یا کېبلي انټرنېټ بند کړي.
ځینو سرچینو افغانستان انټرنېشل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر دغه پرېکړه په کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره په ناسته کې کړې ده. طالبان وایي، چې دغه اقدام له «منکراتو» نه د مخنیوي لپاره شوی دی؛ خو یو شمېر دیني عالمانو بیا په دې تړاو توند غبرګون ښودلی و.

په ایران کې د پستې حاصلاتو د راټولولو له موسم سره هممهاله یو ځل بیا د هغو کارګرو د نه ګومارنې په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د اېراف په نامه یوې ایرانۍ رسنۍ د ایران د کرمان ولایت د قضا برخې د مسوول رضا یعقوبي له حوالې راپور ورکړی، چې د پستې د حاصلاتو راټولولو فصل په رارسېدو هیڅوک نهشي کولای بېاسناده کارګر وګوماري.
که څه هم دغه ایراني چارواکي په ځانګړي ډول چاته اشاره نهده کړې؛ خو په ایران کې تر ډېره د بېاسناده کډوالو کلېمه هغو افغانانو ته کارول کېږي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د ایران کرمان ولایت د پستې د پراخو باغونو د لرلو له کبله ډېر مشهور دی او د راپورونو پربنسټ؛ د پستې حاصلاتو د راټولولو پرمهال تر ډېره له افغان کارګرو استفاده کېږي.
په کرمان ولایت کې د قضاییه قوې دغه مسوول خبرداری ورکړی، که بیا هم څوک بېاسناده کارګر ګوماري؛ نو له جدي او قانوني چلند سره به مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ايران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی و چې په دغه هېواد کې د بېاسناده بهرنیو وګړو د ګومارنې په تور یې یو شمېر کارخونې تړلې دي. د صدا و سيما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ايران حکومت په کرمان کې په ځانګړي ډول د افغان کارګرو د ګومارنې په تور کارخونې تړلې وې.
له دې سره هممهاله بیا ایراني چارواکو ویلي و، چې د سلګونه زره افغان کډوالو تر وتلو وروسته ګڼې ودانیزې پروژې چې کارګر یې افغانان وو؛ په ټپه درېدلې دي. د ایران د ودانیزو چارو د ټولنې مشر رامین ګوران ویلي و، ایراني کارګر موسمي دي او د افغان کارګرو ځای نهشي نیولای.
د یادولو ده، چې ایران په وروستیو څو میاشتو کې په کمساري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. د راپورونو پربنسټ؛ یوازې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې تر دوه مېلیونو زیات افغان کډوال له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.