د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی ایران ته ځي

ډیپلوماټیکو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په راتلونکو څو ورځو کې ایران ته ولاړ شي. نوموړی به د دې سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره وویني او د افغانستان په تړاو به خبرې ورسره وکړي.