• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګنډاپور: په پښتونخوا کې عملیات نه منو او د ستونزو د حل لپاره دې له افغانستان سره خبرې وشي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۳ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په پېښور کې د «تحریک انصاف» ګوند په یوې لویې غونډه کې وویل، د خېبرپښتونخوا حکومت په خپلو سیمو کې د هېڅ ډول عملیاتو اجازه نه ورکوي. هغه وویل، د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره باید له افغانستان سره خبرې وشي.

علي امین ګنډاپور چې د «تحریک انصاف» ګوند مهم غړی هم دی په دې غونډه کې وویل: «موږ به عملیاتو ته اجازه ور نه کړو او ملاتړ به یې هم ونه کړو، وفاقي حکومت دې واوري، د خېبرپښتونخواحکومت د عملیاتو او د سیمې د خلکو د بې ځایه کېدو ملاتړ نه کوي.»

ګنډاپور همداراز د پاکستان له فډرالي ادارو وغوښتل، چې د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره له افغانستان سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه: «موږ جګړه نه غواړو او د هغې پر ضد به غږ پورته کوو.»

نوموړي یو ځل بیا عمران خان او د هغه مېرمنې ته د عدالت او خوشې کېدو غوښتنه وکړه او همداراز یې خبرداری ورکړ، په دې برخه کې به د دوی مبارزه تر بریا پورې دوام ومومي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په خطاب کې وویل، «پر تاسو فرض دی چې خپل رول ترسره کړئ او د عمران خان ستونزه حل کړئ.»

100%

د پاکستان د تحریک انصاف بل غړي ګوهر علي خان وویل، دغه جلسه د ځواک د ښودلو جلسه نه ده. بلکې د دې لپاره ده چې عدالت پلی شي.

د دغه ګوند یوه بل غړي وقاص اکرم د وفاقي حکومت چارواکي «غله او قاتلان» وبلل او زیاته یې کړه: «دمګړی په پاکستان کې رښتینې ازادي نشته، اوسنی حکومت د غلامانو او غلو حکومت دی.»

د پي، تي، ای ګوند یوه بل غړي سلمان اکرم بیا په دې غونډه کې وویل، د دوی مبارزه به تر هغې روانه وي چې «د ظلم نظام» پای ته نه وي رسېدلی.

هغه په تیراه کې د څو ورځې مخکې د پاکستان هوايي برید ته چې له امله یې شاوخوا ۲۰ ولسي وګړي ووژل شول، په اشارې سره وویل چې د وژل شویو کسانو کورنۍ لا هم اوښکې بهوي او دا پوښتنه کوي، چې «دا د ظلم نظام به کله ختمېږي.»

د تیراه په هوایي برید کې د ولسي وګړو له وژنې وروسته پراخ غبرګونونه راپورته شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي یو ځل بیا د عمران خان په ګډون د نورو ګوندي ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «په ناحقه بندیان شوي او د پوځي محاکمو له لارې په ناحقه سزاګانې ورکول کېږي.»

له دې سره سم، د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه بل مخکښ غړي اسد قیصر بیا وویل، د خېبرپښتونخوا خلک یوازې سوله غواړي او زیاته یې کړه: «موږ به په هېڅ صورت په خپله صوبه کې پوځي عملیاتو ته اجازه ور نه کړو. موږ له جګړو ستړي شوي یو.»

هغه هم پر حکومت غږ وکړ، چې له افغانستان سره شته مسایل د ډیپلوماسۍ او جرګو له لارې حل کړي.

دغه غونډه د پاکستان د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه رابلل شوې وه او موخه یې هم د قانون حاکمیت، د رسنیو ازادي، د قضا خپلواکي او د ولسواکۍ بیا احیا کېدل و.

عمران خان: ټول پاکستان باید د سپټمبر په ۲۷مه د پېښور په جلسه کې ګډون وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

100%

د پاکستان ټلویزیوني شبکو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دغه لویه جلسه خپره نه کړه، خو د دغه ګوند غړو په ټولنیزو شبکو کې په پراخه او ژوندۍ بڼه خپره کړه.

ویل کېږي، چې د دغې لویې غونډې د امنیت لپاره څه باندې ۱۴۰۰ پولیس او همداراز څه باندې ۵۰۰ ټرافیک پولیس ګومارل شوي و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د پاکستان امنیتي‌ ځواکونو رسنیو ته ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي ولسوالۍ کرک کې د یو لړ عملياتو پر مهال ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. چارواکو ویلي، چې په دې نښتو کې ۳ پاکستاني سرتېري هم ټپيان شوي‌ دي.

د پاکستان امنیتي مسوولینو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې دغه عملیات یې د تحریک طالبان پاکستان د ملا نذير پر وسله والې ډلې کړي دي.

سرچینو ویلي، له یوه وژل شوي وسله وال سره د بنګلدېش هویت پاڼه او نور توکي هم موندل شوي دي.

د پاکستان امنیتي‌ مسوولینو خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې یې لا هم عملیات روان دي.

د یادلو ده، چې تر اوسه د دې عملیاتو په اړه د تحریک طالبان پاکستان ډلې بیا څه نه دي‌ ويلي.

له پاکستان څخه د هغو افغانانو اېستل چې د پاکستان له اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، وځنډول شول

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۱

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ راهیسې له دې هېواده د هغو افغانانو په ګډون چې د پاکستان له اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، د «پي، او، ار» او «اې، سي، سي» کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړ، خو اوس د پېښور سترې محکمې له پاکستانیانو سره د واده شویو افغانانو د اېستنې بهیر ځنډولی دی.

د پېښور سترې محکمې د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د هغو افغانانو چې د پاکستان له اوسېدونکو سره یې ودونه شوي، د اېستنې بهیر وځنډاوه. دغې محکمې ویلي: «نادرا» اداره یعنې د پاکستان د وګړو د پېژندنې مرکزي اداره باید د پاکستان د هغو ښځو او نارینه و چې له افغانانو سره یې ودونه کړي د تابعیت ورکړې څرنګوالی وڅېړي او په دې تړاو تر وروستۍ پرېکړې باید دغه ډول افغانان (ښځينه او نارینه) له دغه هېواده ونه اېستل شي.

دغې محکمې په خپلې تحریري پرېکړه کې په روښانه ټکو ویلي، که چېرې د پاکستان له اوسېدونکو سره د واده شويو افغانانو له لوري د «POC» کارټ غوښتنه شوې وي، نو د پاکستان د وګړو مرکزي اداره باید په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

دغې محکمې د یاد بهیر پر اوږدېدو هم اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده، تر هغې چې د پاکستان د وګړو د پېژندنې مرکزي ادارې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه وي کړي، نو یاد افغانان دې له دغه هېواده نه اېستل کېږي.

تر دې مخکې د بشري حقونو سازمانونو او مدني ټولنو د پاکستان له اوسېدونکو سره د واده شويو افغانانو لپاره د انصاف او ورسره د تابعیت ورکړې غوښتنه کړې وه، خو لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د پاکستان د وګړو د پېژندنې اداره به په دې اړه څه پرېکړه کوي، خو سمدستي یې د اېستنې بهیر د پېښور د محکمې په امر درول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د سپټمبر له لومړۍ راهیسې هره ورځ زرګونه افغانې کورنۍ په جبري توګه له پاکستان څخه اېستل کېږي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

امیرخان متقي د افغانستان او پاکستان تر منځ مثبتې اړیکې د دواړو ولسونو په ګټه وبللې

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د محمد ابراهيم په مشرۍ د «جماعت اسلامي پاکستان» له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په گټه وبللې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، مقتي په پاکستان کې د ديني ګوندونو رول د پام وړ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګڼو کچو کې د پلاوو تګ راتګ مهم وباله.

هغه په پاکستان کې د جماعت اسلامي ټولنیز خدمات د ستاينې وړ وبلل او له څو لسيزو راهيسې يې د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله مننه وکړه.

د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي هم د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدې‌والي ټينګار وکړ او همداراز یې په افغانستان کې پرمختګونه وستايل.

دغه پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې ښه‌والی د کرښې د پورې غاړې ولسونو له ژوند ښه کولو سره مرستندوی وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې پر ستونزو لاسبري شي.

100%

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په پیل کې د پاکستان او طالبانو اړیکې ښې وې، ان تر دې چې کابل ته په ننوتلو سره د پاکستان د څارګرې ادارې مشر فیض حمید هم په پلازمېنه کابل کې ګرځېده، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او لامل یې هم دا دی چې پاکستان وايي، له افغان خاورې متضرر دی، خو طالبان یې نه مني او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ چاره ګڼي.

اسحاق ډار وایي،‌ افغانستان اوس هم موږ ته لویه اندېښنه ده

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د اسحاق ډار وینا خپره کړې ده. په دې وینا کې راغلي، چې افغانستان اوس هم زموږ لپاره لویه اندېښنه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار پرون د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان اوس هم د پاکستان لپاره لویه اندېښنه ده.

ډار زیاته کړې چې باید ژر تر ژره د پاکستان او افغانستان اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.

هغه ویلي: « د افغانستان لپاره بشري مرستې ډېرې کمې شوي دي، موږ په ورته وخت کې له طالب واکمنو څخه هم غوښتنه کوو، چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خپل حکومت په تشکیل کې سیاسي مشارکت تضمین کړي».

ډار په خپله وینا کې زیاته کړې، باید طالبان هیڅ‌چا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره استعمال کړي.

ډار ویلي، که طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، پاکستان به د خوندي، باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

که څه هم د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی حکومت نور سرپرست نه دی، خو اسحاق ډار بیا هم د طالبانو د حکومت لپاره د موقت کلمه کارولې ده.

عمران خان: زما حکومت له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې زما د حکومت پر مهال له افغانستان سره اړیکې ښې وې او په پښتونخوا کې هم امنیت ټینګ و. عمران خان زیاتوي: «ما څو څو ځله ویلي چې په پښتونخوا کې پوځي عملیات د حل لاره نه ده».

عمران خان په تیراه کې د پاکستان وروستیو بمباریو کې د ملکي خلکو وژلو ته په اشارې سره ويلي، چې د ملکيانو وینې تویول ترهګرۍ ته لار اواروي. هغه وايي، چې باید د پوځي عملیاتو پر ځای د مذاکراتو لاره غوره شي.

عمران خان چې دا مهال له خپلې مېرمنې سره په زندان کې تر سخت څار لاندې ساتل کېږي څو ځله نور هم د پاکستان پر پوځ او د شهباز شریف په حکومت نیوکه کړې، چې په پښتونخوا کې ملکي خلک وژني او دغه ډول له افغانستان سره په لوی لاس اړیکې خرابوي.

مخکني لومړني وزیر څو ځله له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله ییز او جبري شړلو ته هم ګوته نیولې ده.