
په کابل کې د ایران سرپرست سفیر عليرضا بېکدلي د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د نندارتون پر مهال وویل، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې همکارۍ کولای شي د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د پام وړ ګټې ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران خصوصي سکتور چمتو دی د کرنیزو او مالدارۍ صنایعو د زیربناوو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د بېکدلي په وینا، افغانستان دا مهال د یخچالونو، معیاري قصابیو، د کرنیزو ماشینونو د تولید، د اوبو لګولو د وسایلو او همدا راز د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بستهبندۍ برخو کې جدي اړتیا لري.
پرون د ایران او ازبکستان استازي په کابل کې د طالبانو د کرنې وزارت ۳۳ نندارتون کې یوې کیږدۍ ته ورغلي وو.

د طالبانو د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له یو شمېر پروژو څخه د لېدنې پر مهال ویلي، چې دغه پروژې دې له معیارونو سره برابرې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې بې کیفیته کار د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دی او د سرغړونو په صورت کې قانوني چلند کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) وویل، چې د کابل ښاروال له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ له یوه پله، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک او د ګلباغ سړک د جوړولو له چارو او له یو شمېر نورو تر کار لاندې پروژو لیدنه او څارنه کړې ده.
د ښاروالۍ په وینا، مولوي عبدالرشید له بې کیفیته کار څخه د مخنیوي او د تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې مسوولانو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
کابل ښاروال قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د ټولو تخنیکي سندونو په پام کې نیولو سره دې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او له خپلو شته امکاناتو څخه دې په غوره توګه ګټه پورته کړي.
کابل ښاروالۍ وایي چې له پروژو څخه په دوامداره توګه د ښاروال د څار موخه دا ده چې، د ښار په کچه ټولې ټولګټې او زیربنايي پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي راتلونکې اونۍ هند او روسیې ته په رسمي سفر ځي. د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې متقي ته د سفر معافیت ورکړل شوی دی. ملګرو ملتونو د سپټمبر پر ۳۰مه نوموړي ته د یوې اونۍ سفري معافیت ور کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ روسیې او هند ته سفر کوي. د سرچینې په وینا، متقي د اکتوبر پر شپږمه روسیې ته ځي او له هغه وروسته نوي ډیلي ته سفر کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیتې د سپټمبر پر ۳۰مه نېټه نوموړي ته د اکتوبر له نهمې نه تر ۱۶مې پوې هند ته د سفر معافیت اعلان کړی دی.
متقي د روسي چارواکو په رسمي بلنه په روسیه کې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې ګډون کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دتلې پر۶مه د یوې اعلامې په ترڅ کې وویل، چې روسیه به په لومړي ځل له طالب پلاوي نه د دغه فارمټ د غړي په توګه هرکلی وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې ددې ډلې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام بللی او هیله یې ښودلې، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باورجوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
ټاکل شوې امیرخان متقي هند ته هم خپل پخوانی سفر، چې د بندیزونو له امله لغو شوی و، ترسره کړي.
سرچینې وايي، چې نوموړی به د اکتوبر له نهمې وروسته نوي ډیلي ته سفر وکړي.
امیرخان متقي له دې وړاندې پاکستان ته هم سفر درلود، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفري بندیزونو له امله یې ونه شوای کړای.
په کویټې کې تر ځانمرګي برید وروسته پاکستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم افغان طالبان تورن کړي، چې «ټيټيپي» ته یې په خپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي. پاکستان د پوځي عملیاتو تر څنګ د افغان کډوالو د اېستلو په څېر سختو انتخابونو سره مخ دی.
الجزیرې شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې د سپټمبر په ۱۳مه هغه مهال چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خېبر پښتونخوا په بنو کې تر یوه خونړي برید وروسته روغتون ته لاړ؛ نو څېره کې یې د غوسې نښې له ورایه ښکارېدې. په همدې ورځ لږ تر لږه ۱۹پاکستاني عسکر د «ټيټيپي» په بریدونو کې وژل شوي وو.
شهباز شریف د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په حضور کې طالبانو ته په خطاب وویل: «زما پېغام افغانستان ته روښانه دی؛ یا د پاکستان سره د رښتینولۍ او ښه نیت لاره غوره کړئ او که د ترهګرو خوا ونیسئ، موږ به د افغانستان له اوسني حکومت سره هېڅ ډول اړیکې ونه ساتو».
خو تاوتریخوالي دوام وکړ. درې ورځې وروسته په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې پنځه نور پوځیان ووژل. د سپټمبر په ۳۰مه په کویټه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۰ کسه ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.
د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې؛ یوازې د اګسټ په میاشت کې ۱۴۳ بریدونه ثبت شوي، دغه شمېره د تېرو لسو کلونو تر ټولو وژونکې هغه ده. دغه بنسټ ویلي، د جولای پرتله تاوتریخوالی ۷۴ سلنه ډېر شوی.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې هم له ۲۵۰۰ ډېر کسان د تاوتریخوالي ښکار شول، چې دا پاکستان ته په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و. شهباز شریف په ښکاره د افغانستان طالبان ګرم وبلل: «ترهګر له افغانستان نه راځي او د پاکستان طالبانو تحریک سره یو ځای زموږ سرتېري او ولسي خلک وژني».
افغان طالبان دغه تورونه بېبنسټه ګڼي
افغان طالبانو دغه تورونه په وار، وار رد کړي او اسلاماباد یې په امنیتي ناکامۍ تورن کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستی ځل په دې تړاو وویل: «پاکستان باید د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي او استخباراتي معلومات له موږ سره شریک کړي».
خو شنونکي په دې باور دي، چې افغان طالبان د «ټيټيپي» د مهار لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نهلري. د خراسان ډایري په نوم د یوې رسنۍ بنسټګر افتخار فردوس وایي: «له افغان طالبانو څخه د ټيټيپي پر وړاندې د اقدام هېڅ عملي اراده نه لیدل کېږي او ښايي هېڅ کوم ګام هم پورته نهکړي. د پاکستان دا ستره تېروتنه وه، چې افغان طالبانو پورې یې هیلې تړلې وې».
ترینګلې ډېپلوماټیکې اړیکې
پاکستان په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو له لویو ملاتړو ګڼل کېده؛ خو کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل، مناسبات یې بدل شول. الجزیزه خپل راپور کې لیکي، اوس طالبان کله نا کله د هند پر لور تمایل ښکاره کوي او په ورته وخت کې د ټيټيپي وسلهوالو هم پر پاکستان بریدونو ته زور ورکړی.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان لوړ پوړو پلاويو کابل ته سفرونه وکړل او له افغانستان او چین سره یې درې اړخیزې غونډې جوړې کړې؛ خو دغه هڅې بېپایلې وې. شنونکي باور لري، چې افغان طالبان د اېډیالوژیکو او تاریخي لاملونو له کبله حاضر نهدي، چې په مستقیم ډول د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستان امنیتي ننګوونې
د پاکستاني طالبانو تحریک چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شو، اوس د پرمختللو وسایلو لکه د شپې لید لیزري ټوپکې او ډرونونو څخه ګټه اخلي؛ دا هغه وسایل دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او اوس د دوی لاسونو ته ورغلي.
په قبایلي سیمو کې تر لسیزو جګړو او پوځي عملیاتو وروسته د خلکو او دولت پر وړاندې بېباوري زیاته شوې. څېړونکي وايي، همدا نارضایتۍ د «ټيټيپي» د بیا راپورته کېدو زمینه برابره کړې او د دغې ډلې روایت یې د «پښتنو پر وړاندې د بېعدالتۍ» پر محور لا پیاوړی کړی.
د اسلاماباد سخت دریځه سیاستونه
پاکستان د هوايي بریدونو تر څنګ، د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې؛ هغه اقدام چې له کابل سره یې ترینګلتیا زیاته کړې او انساني وضعیت یې نور هم کړکېچن کړی. پر پکتیکا د پاکستان د جېټ الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶کسان ووژل شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دغه سیاستونو دوام ښایي د پاکستان ضد ډلو ملاتړ ډېر کړي. په سویډن کې مېشت د امنیتي چارو څېړونکي عبدالسعید په خبره: «سرحدي بریدونه یا نور تنبیهي اقدامات به ښایي په پاکستان کې د بغاوت ګواښ نور هم زیات کړي».
شنونکي پر دې باور دي، چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ ستونزه یوازې د «ټيټيپي» موضوع نه؛ بلکې ریښه یې په تاریخي مسایلو کې نغښتې ده.
د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت وایي، چې د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۹مه) نېټه د پاکستان له بېلابېلو ایالتونو څخه ۱۹۳۵ کسان یوازې د تورخم له لارې اېستل شوي دي. په دغه کسانو کې ډېری هغه یې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکي وو.
د رسمي شمېرو له مخې؛ تېره ورځ ۱۲۷۷ د پي او ار کارت لرونکي، ۱۷۸ د اېسيسي ثبت افغانان او ۴۸۰ تنه هغه افغانان اېستل شوي، چې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد یې نه لرل. پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هر ډول کډوالۍ لرونکي افغانان له دغه هېواده اېستلي او د افغان کډوالو د اېستلو دغه چاره د روانې لړۍ درېیم پړاو دی.
په لومړي پړاو کې ناقانونه کډوال، دویم پړاو کې د اېاسيسي کارتونو لرونکي او اوس په درېیم پړاو کې د دغو ټولو په ګډون د «پي او ار» کارت لرونکي هم اېستل کېږي. د رسمي معلوماتو له مخې؛ په دغه درېیو پړاونو کې نږدې یو مېلیون افغانان له پاکستان نه اېستل شوي او لا هم د دغه هېواد بېلابېلو ایالتونو کې پولیس کور په کور د افغان کډوالو نیولو پسې ګرځي.
هممهاله ایران نه هم د افغان کډوالو د اېستنې بهیر روان دی؛ خو د تېرو ۳میاشتو پرتله بیا دغه بهیر پڅ او ټکنی شوی دی. پر افغانستان د واکمنو طالبانو په وینا؛ یوازې په دغه درې میاشتو کې ایران له یو مېلیون نه ډېر کډوال د اسلامکلا او ورېښمو پله له لارې ستانه کړي دي. ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې روان بشري ناورین د دغو کډوالو په ورستنېدو سره لا پراخ شوی دی.
بېروزکاري، د سرپناوو نشتوالی، پر ښځو او نجونو بېلابېل بندیزونه د دغه تازه ستنو شویو پر وړاندې لوی خنډونه دي. که څه هم یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو ملاتړو نړۍوالو سازمانونو له اسلاماباد او تهران نه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي؛ خو چندان اغېزه یې نه ده کړې.
دواړو هېوادونو ویلي، چې له لسیزو راهیسې یې افغانانو ته پناه ورکړې او نور یې د پاتې کېدو زغم نهلري.
پهداسې حال کې چې (د اکټوبر ۲مه نېټه) هر کال په نړۍ کې د عدم تشدد نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي یوشمېر افغانان وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له کبله یې ډېری ارمانونه نیمګړي پاتې دي.
د کابل ښار اوسېدونکی شبیر وايي، که څه هم په وروستیو څو کلونو کې افغانستان له نسبي امن څخه برخمن دی؛ خو ګڼ نور داسې لاملونه پرخپل ځای دي چې دغه ټیکاو ګواښي.
نوموړی ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید په بنسټیزه توګه د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو لپاره پر هغو عواملو فکر وشي چې افغانان تاوتریخوالی ته اړ باسي.
ملګرو ملتونو د مهاتما ګاندي د زوکړې ورځ (د اکټوبر ۲مه) د نه تاوتریخوالي ورځې په توګه ځانګړې کړې ده. ملګري ملتونه وايي، د دغه ورځې د نمانځنې موخه په نړۍ کې د هر ډول بدلون لپاره د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو هڅه ده چې پهکې انسانان له زیان او ویجاړۍ پرته خپلو موخو ته ورسېږي.
د هند د مهاتما ګاندي او پښتون مبارز باچا خان یا خان عبدالغفار خان په نړۍ کې د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي د لارې او فلسفې مخکښان دي. یادو مشرانو چې په دغه لار کې یې ګڼې قربانۍ ورکړې دي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ لارویان لري.
مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان په دې باور وو، چې عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو ښه او پیاوړی ځواک دی چې انسانان یې لري.