• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا د تیراه درې قبایلي مشران د حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۷ GMT+۱

ډان ورځپاڼې نن شنبه (د تلې ۱۲مه) لیکلي، چې د پښتونخوا د تېرا سيمې مشران د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي، چې د دوی له سیمې څخه ووځي.

د ورځپاڼې په وینا، قبایلي مشرانو د پېښور د قول اردو په قومادانۍ کې له تورن جنرال عمران سرتاج او نورو چارواکو سره خبرې وکړې. د خبر له مخې، په دې غونډه کې ویل شوي، چې باید د حکومت وسله وال مخالفین د تېرا سيمه پرېږدي پرېږدي او که داسې ونه‌کړي؛ نو پوځي عملیات به ورباندې وشوي.

د پښتونخوا د قول اردو قوماندان تورن جنرال عمران سرتاج قبایلي مشرانو ته وړاندیز وکړ، چې منتخب مشران دې تېرا ته ولاړ شي او د دې کار لپاره ۱۰ ورځې وخت لري. د دې غونډې د پرېکړو پر بنسټ، پرون څو مشران تیرا ته ولاړل، چې له پاکستاني طالبانو، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې له مشرانو سره اړیکې ونیسي.

د پاکستاني پوځیانو او قبایلي مشرانو تر منځ غونډه د شادلې سیمې تر چاودنې وروسته کېږي. دا چاودنه د سپټمبر پر ۲۲ نېټه وشوه او ۲۱ کسان په کې ووژل شول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د بندیزونو دوام؛طالبانو له خلکو غوښتي چې د کورنیو له ښځینه غړو دې ځیرک موبایلونه راټول کړي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۱

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشل - پښتو ته وویل چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ځینو مسولینو پرون په کابل کې ښار کې لږ تر لږه په دوو مسجدونو کې د جمعې ورځې د خطبې پر مهال خلکو ته سپارښتنه کړې چې له خپلو ښځو او د کورنیو له نور ښځینه غړو دې ځیرک موبایلونه راټول کړي.

سرچینه وايي دغو طالب چارواکو په غیر مسقیم او تلویحې ډول دا خبره کړې چې ګواګې له ښځو سره ځیرک موبایل د فساد لامل ګرځي. د کابل ښار ځینې اوسېدونکی بیا د طالبانو دا ډول څرګندونې افغان مېرمنو ته څرګند سپکاوی بولي.

د کابل ښار اوسېدونکې شبانه (مستعار نوم) وايي طالبان دې له ښځو د ځیرک موبایلونو د راټولو پرځای پر خپلو کړنو فکر وکړي. هغې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زموږ په کور کې درې ځیرک موبایلونه دي چې زه او خویندې مې کاروو، موږ په‌کې انلاین زده کړه او د ژوند نور مهم کارونه چې له موبایل پرته نه شي کیدای ترسره کوو، دا ډول څرګندونې پتمنو افغان میرمنو ته لوی سپکاوی دی».

دا په داسې حال کې چې د تیرې سپټمبر میاشتې په څوارلسمه نېټه هم په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبینو په جوماتونو کې ملا امامانو ته لارښوونه کړې وه، چې په خپلو سیمو کې دې مېرمنې د ځیرک مبایل له کارولو منعه کړي.

د بشري حقونو بنسټونه: د نجونو پر زده کړه بندیز افغانستان په سياسي ډګر کې نور هم منزوي کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۱

ګلوبل ایشوز د جمعې په ورځ د (تلې ۱۱مه) په خپله ویب پاڼه کې د بشري حقونو ډلو له خولې لیکلي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د کوچنیو نجونو او جبري ودونو کې مهم رول لري.

راپور راغلي، اټکل کېږي چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۵زرو ډېرې نجوني په زور واده شوي وي.

د راپور له مخې، د بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز کورنی تاوتریخوالی، بې‌وزلي، ځان وژنې، جبري ودونه او په نړۍوال ډګر کې د افغانستان سیاسي انزوا ډېروي.

د یونیسف او نړۍوال بانک د وروستیو ارزونو پر بنسټ، د طالبانو تر دوېیمې واکمنۍ وروسته تر یوه مېلیون ډېرې نجوني له زده کړو څخه پاتې دي.

طالبان: پاکستان او نورو ګاونډیانو د روغتیايي سکټور په ګډون ځینو برخو کې افغانستان فلج کړی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیايي چارو مشر ډاکټر محمد طاهر احرار وايي چې د عامې روغتیا د سکتور په ګډون افغانستان په ځینو نورو برخو کې هم د ګاونډیانو له لوري فلج شوی دی.

دغه طالب چارواکي د شمشاد په نوم کابل کې فعالې یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې ګاونډیان په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان له بې وسۍ د سیاسي الې په توګه استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان په ځینو مهمو برخو کې د ګاونډیانو له لوري مفلوج پاتې شوی دی، پاکستان کله لاره خلاصه او کله یې بنده کړي چې له کبله یې زموږ ډیری هېوادوال چې په کور دننه یې درمنله ناشوني وي له ننګونو سره مخ وي او دا د دوی لپاره یوه لویه سیاسي حربه ده».

دغه طالب چارواکي همدا راز ویلي هڅه کیږي چې افغانستان تر راتلونکي یوه کاله د عامې روغتیا په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړي او ځان بسیاینې ته نږدې شي. هم مهاله د افغانستان د روغتیایي سېسټم اړوند د ګڼو ننګوونو او ستونزو راپورونه هم ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوالو سازمان په ګډون یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو ویلي چې د افغانستان روغتیایي سکتور اوس د محدودو مرستو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي مرستو په کمېدو سره د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی. د راپورونو له مخې، د دغو مرستو د کموالي له کبله د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې هم کموالی راغلی دی.

د کړکېچ نړۍواله ډله: نړۍ باید د اقتصادي کړکېچ د کمولو لپاره طالبانو سره خبرې چټکې کړي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۱

تازه د کړکېچ نړۍوالې ډلې د یوه راپور په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د اغیزو د کمېدو لپاره له طالبانو سره خبرې ګړندۍ کړي.

په راپور کې د امریکا د بشري مرستو ناوړه پایلو ته په اشارې سره ویل شوي چې اوس په دې برخه کې د کوم پرمختګ نښه نه لیدل کیږي؛ نو ځکه په کاره ده چې اروپايي او سیمه ییز هېوادونه لاس په کار شي.

یادې ډلې ویلي چې مرسته کوونکي هېوادونه باید د هغو حقوقي او سیاسي محدودیتونو د نرمښت په برخه کې ګامونه پورته کړي چې د افغانستان د اقتصادي ودې مخه یې نیولې ده.

د راپور له مخې، د بنسټیزو خدمتونو دوام، د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کول، د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته ننګونو له‌منځه وړل او د لویو بنسټیزو پروژو تطبیق کولای شي په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي فقر کچه راکمه کړي.

افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د فقر او بې وزلۍ کچه په‌کې ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو ده.

خلیلزاد د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په اړه پاکستان ته د «شک ګوته» نیولې

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱

خلیلزاد نن شنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یوه مشر حسن د وژلو په اړه څو پوښتنې لیکلي او پاکستان ته یې د شک ګوته نیولې ده. هغه له دې پوښتنو سره یو ځای د حسن د وژل کېدو په اړه خبر هم خپور کړی دی.

د طالبانو پورې تړلې یوې ویب پاڼې المرصاد په راپور کې راغلي، چې د داعش خراسان ډلې مشر حسن د کراچۍ په ښار کې وژل شوی دی. خلیلزاد لیکي: «حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کار کاوه او چا وواژه؟»

هغه پر خپله اېکس پاڼه د حسن په اړه د المرصاد راپور شریک کړی او په تایید یې خپلې پوښتنې ورسره یو ځای کړي دي.

که څه هم خلیلزاد ښکاره پاکستان د داعش خراسان ډلې په ملاتړ نه دی تورن کړی، خو د المرصاد راپور او کنایه ډوله پوښتنو یې داسې ښکاري، چې هغه د پاکستان ملاتړ ته اشاره کوي.

المرصاد لیکلي، د حسن وژل په کراچۍ کې دا روښانه کوي، چې دا ښار د داعش خراسان ډلې لپاره د جذب، موقتي پټنځایونو او استخباراتي روزنې مرکز دی.