• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په څو ولایتونو کې د معیشت د ښه والي لپاره د ۶ میلیونه پونډو په ارزښت پروژه پیل کړه

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د افغانستان د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړتیا پروژه د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت د پکتیکا، کونړ، فاریاب، سمنګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې پیل شوه.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبه د (تلې ۱۲مه) پر اېکس‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د یاد وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د دې پروژې له چارواکو سره په لیدنه کې وویل، چې ځانګړې شوې بودیجه باید په اغېزمن ډول ولګول شي، څو پایلې یې خلکو او کروندګرو ته ګټورې تمامې شي او فعالیتونه یې واقعي وي، نه نمایشي.

د پروژې د چارواکو په وینا، یاد پروګرام درې کلن دی او ټولیزه بودیجه یې ۲۲ میلیونه پونډه ده.

یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې بودیجې لومړني شپږ میلیونه پونډه د لسو میاشتو په موده کې د افغان ایډ موسسې او د هغې د شریکانو لکه «سیف د چلډرن»، «کانسرن»، «ورلډ واید» او «ټي.ال.او» لخوا پلي کېږي.

په لومړي پړاو کې به شاوخوا اووه زره او ۶۰۰ تنه په مستقیم ډول د دې پروژې څخه برخمن شي او د هغوی لپاره به د کار زمینه برابره شي.

د دې پړاو اساسي فعالیتونه د ابرېزو د مدیریت کمېټې جوړول، د کانټور پر بنسټ د ترینجونو کېندل، د ګبیوني او ډبريزو پلکونو جوړول، د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو کېنول، په اب رېزو کې د اوبو لګولو سیسټم جوړول او د نیالګیو منظم خړوبول دي.

دغه‌راز د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د ملي او نړیوالو موسسو په هڅولو سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د اغېزمنو فعالیتونو ترڅنګ د کار نورې ډېرې زمینې به هم په هېواد کې برابرې شي.

طالبانو په اعلامیه کې نه ده په ډاکه کړې چې دا پیسې د کومو مشخصو هېوادونو یا هم بنسټونو له خوا ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

بلجیم له طالبانو سره د افغان «مجرمو» کډوالو د اېستلو په اړه خبرې کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د بلجیم د پناه او کډوالۍ وزیرې انیلین ون بوسویټ ویلي چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي چې په «ناقانونه» توګه بلجیم کې مېشت یا په «جرمونو» محکوم شوي دي.

هغې دغه پلان «یوازې تخنیکي همکاري» بللی او ویلي یې دي، چې موخه یې د هغو افغانانو د هویت تثبیت دی چې د اېستلو پرېکړه یې شوې ده.

د بلجیم حکومت وايي، افغانان په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوي، خو له نیمایي څخه د لږو غوښتنې منل شوې دي. د طالبانو له حکومت سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د نشتوالي له امله، د دغو کډوالو اېستل تر اوسه ناشونې وه.

بلخوا د بلجیم، جرمني، فرانسې، پولنډ، ډنمارک، اتریش او چک د پناه او کډوالۍ وزیران به د شنبې په ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې د کډوالۍ په اړه په یوې غیر رسمي غونډه کې سره راټول شي.

د بلجیم د پناه او کډوالۍ وزیره پلان لري چې په دې غونډه کې د هغو افغان کډوالو د بېرته استولو په اړه خبرې وکړي چې قانوني اسناد نه لري او یا مجرم وي.

بلجیم اوس هڅه کوي د اروپایي اتحادیې په کچه د افغان کډوالو د داوطلبانه او جبري بېرته ستنېدو لپاره ګډ میکانیزم رامنځته کړي.

حلیم فدايي: د طالبانو او امریکا ترمنځ ژورې او پټې استخباراتي اړیکې شته

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، د طالبانو او امریکا اړیکې لا هم روښانه او تعریف شوې نه دي، خو سره له دې د دواړو ترمنځ ژورې او پټې استخباراتي اړیکې شته. فدایي زیاتوي، چې هغه کسان چې فکر کوي طالبان به هېڅکله امریکا ته اډې ورنکړي، په لویه تېروتنه کې دي.

حلیم فدایي نن شنبه د (تلې ۱۲مه) په اېکس‌پاڼې لیکلی، چې طالبانو له خپلې لومړۍ دورې تر ننه، د امریکا نږدې ټولې پروژې په بریالیتوب عملي کړې دي.

فدايي په دې باور دی چې طالبان له دې وېره لري چې که اړیکې له امریکا سره ښکاره شي، نو د دوی په منځ کې به اختلاف رامنځته شي او له همدې امله یې دا اړېکې پټې ساتلې دي.

نوموړي لیکلی:«په هغو روایتونو او شعارونو چې طالبانو پرې ځوانان جنګ ته هڅولي، اوس د دوی لپاره ستونزمنه ده چې په ښکاره د امریکا ترڅنګ ودرېږي.»

فدايي همدراز زیاتوي چې د همدې لپاره طالبان د اصلاحاتو او د بدلونونو لپاره تل له امریکا او نړۍ څخه د وخت او مهلت غوښتنه کوي.

دا څرګندونې په داسې کې کېږي، چې په وروستیو کې د امریکا له خوا د بګرام اډې نیولو او یا هم ددې اډې پر سر د معاملې په اړه خبرونه خپاره شوي دي، خو تېره ورځ دوه امریکايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تراوسه پورې د بګرام د اډې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

طالبان د پولیسو رینجر موټرې په ټویوټا موټرو بدلوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي چې د پولیسو رنجر موټر په تویټا موټرو بدلوي. هغه زیاتوي چې د پولیسو رینجر په داسې موترو بدلوي چې د افغانستان شرایطو او جغرافیې سره مطابقت ولري. تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و چې طالبان د پولیسو رینجر موټرې بدلوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند چې د روان کال د (وري ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی و،څرګندوله چې دغه ډله غواړي رنجر موټر په ټویټا موټرو بدل کړي. په سند کې ویل شوي و، چې د تبادلې لپاره سروې او ټول معلومات باید راټول شي او د کورنیو چارو وزارت د معینانو په حضور کې مشرتابه ته وړاندې شي.

100%

ترلاسه شوی سند د ۱۴۴۶ قمري کال د لسمې میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د سراج الدین حقاني د دفتر رییس مولوي زین الله عابر له خوا لاسلیک شوی دی.

دا پرېکړه، د طالبانو معینانو، لویو رییسانو، د معینانو د دفتر رییسانو او مشاورینو په یوه ناسته کې شوې وه.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې دا پرېکړه د لګښتونو د کمولو په موخه شوې ده.

سرچینې ویلي و:« رینجر موټر زیات تېل مصرفوي او ددې رینجرو پرزو بیه هم لوړه ده، نو د مصارفو کمولو په موخه دا پرېکړه شوې ده.»

د طالبانو سرچینو په خبره، څه موده وړاندې شاوخوا ۳۰۰ هایلیکس او کرولا ډوله موټر هم ددې ډلې په کورنیو چارو وزارت کې پر ځینو مسوولینو وېشل شوي دي.

په ترلاسه شوي سند کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي او تدارکاتي برخې د بودجې په هکله هم پرېکړه شوې ده.

100%

په دې مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د صلاحیت سقف دې له پنځه دېرش میلیونه افغانۍ نه پورته کیږي.

دمکتوب کې په پای کې لیکل شوي چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت ته دنده سپارل شوې، څو په دې اړه د مشرتابه عالي مقام ته وړاندیزونه تیار کړي. همداراز ویل شوي، کله چې د رینجر موټرو د تبادلې راپور د منظورۍ لپاره مشرتابه ته وړاندې کېږي، نو پورته یاد شوي وړاندیزونه دې هم ورسره یوځای شي.

طالبان وایي سږ کال به په کندهار کې نږدې ۲۷۵ زره ټنه انار راټول شي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ويلي، چې سږ کال به له دې ولایت څخه ۲۷۴ زره او ۷۲۵ ټنه انار راټول شي. نوموړی زیاتوي، چې روان کال کندهار ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي چې ترې ۲۷۴ زره ۷۲۵ ټنه حاصلات به راټول شي.

محمد حنیف حقمل نن شنبه د (تلې ۱۲مه ) د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې سږني حاصلات نه یوازې د تېر په پرتله زیات شوي؛ بلکې د کیفیت له پلوه هم لوړ دي، ځکه چې له نباتي ناروغیو او افتونو څخه پاک دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا حاصلات به له ارغنداب، ژړۍ، شاولي ‌کوټ، ډنډ، پنجوايي، دامان، ارغستان او میوند ولسوالیو څخه راټول کړل شي.

د هغه په وینا، سږ کال د انارو د صادراتو لړۍ هم پیاوړې شوې او دا مېوه به نه یوازې هند او پاکستان بلکې دوبۍ، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته هم صادره شي.

مولوي کبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خواشینې ښودلې.

خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي کبیر له ځنډ پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند د مخینوي سپارښتنه کړې ده. د طالبانو یاد وزارت همدا راز ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

د خبرپاڼې په ټکو د دوی د رژیم لمن پراخه ده او غوره بولي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو کې د کډوالو او ځینو نورو موضوعاتو پر سر د طالبانو او پاکستان اړیکې خړې پړې شوي دي.