• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمل ولي خان د خپل ځان او کورنۍ امنیتي چارې خپلو کسانو ته وسپارلې

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د اې این پي مشر او سناتور ایمل ولي خان وايي، ګوند یې پرېکړه کړې، چې دده او ولي باغ امنیتي چارې به ددوی د ګوند خپل کسان ساتي. د پاکستان حکومت، په مشرانو جرګه کې د خان له پوځ ضد څرګندونو وروسته له نوموړي خپل امنیتي کسان بېرته اخېستي دي.

د خیبر پښتونخوا امنیه قوماندان ذوالفقار حمید د شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۲مه، د مرکزي حکومت په لارښوونه د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) له سناتور ایمل ولي خان نه امنیتي ساتونکي او پولیس بیرته واخېستل، خو ایمل ولي خان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ولي باغ او خپلې کورنۍ امنیتي چارې یې د ګوند غړو ته سپارلې دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر ویاند پرون روښانه کړه چې د امنیت بېرته اخېستلو پرېکړه د فدرالي حکومت له خوا شوې، خو ډاډ یې ورکړی چې اعلی وزیر به د ایمل ولي خان امنیت تضمین کړي.

دا پرېکړه د پاکستان په مشرانو جرګې کې د پوځ او حکومت خلاف د ایمل ولي خان له څرګندونو وروسته شوې ده.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ د سناتور ایمل ولي خان څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې نوموړی د «بل چا په اجنډا» پسې روان دی. هغه په پارلمان کې خبریالانو ته وویل: « د تبلیغاتي شهرت لپاره بې‌مسوولیته څرګندونې کول د هغه عادت دی. داسې څرګندونې د زغملو وړ نه دي. ما غوښتل په مشرانو جرګه کې ځواب ورکړم، خو ناسته پای ته ورسېده».

چودري ادعا وکړه چې د اې اېن پي مشر بې‌ دلیله منفي تبصرې کوي او نه پوهېږي چې «څوک پرې خوشاله کوي».

د اې اېن پي مشر انجینر احسان‌الله خان فدرالي حکومت «هایبرډ رژیم» وباله او ویې ویل چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر یې د امنیه قوماندان تر واک لاندې «ګرو» کړی او هېڅ واک نه لري.

هغه وویل، « اې اېن پي به نن د خپل ګوند د مشر ایمل ولي خان د امنیت په اړه نوې تګلاره اعلان کړي».

ایمل ولي خان پر خپل اېکس ولیکل، چې فدرالي حکومت او د کورنیو چارو وزارت « زما او زما د پلار او کورنۍ لپاره ورکړل شوي ټول امنيتي کسان بیرته اخیستي دي».

هغه خبرداری ورکړی، چې که ده او یا د ده کورنۍ ته څه زیان ورسیږي، مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې د خلکو غږ پورته کولو په بدل کې هرڅه ته تیار دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان څخه اېستل کېدونکې کورنۍ: تر ټولو ستر خفګان مو له زده‌کړو د لوڼو محرومېدل دي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

پاکستان چې د سپټمبر له لومړۍ راهیسې د پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارټ لرونکو افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړی، همداراز دوام لري. یو شمېر دغه اېستل کېدونکې کورنۍ سره له دې چې په پاکستان کې هم خوشحاله نه‌دي، خو د نجونو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو سخت اندېښمن کړي دي.

ډېری دغه کورنۍ په افغانستان کې له کورنیو جګړو د ژوندي پاتې کېدو، د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د تعلیم د دوام لپاره پاکستان ته تللي او دغه پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارټ لرونکي افغانان له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي.

یو له دغو افغانانو فضل خان نومېږي او د کراچۍ په شاه فیصل ټاون کې اوسېږي او دمګړی خپله بار او بستره تړي او افغانستان ته د تللو لپاره تیاری نیسي. دی وايي، د خپل کور په شاوخوا کې یې د سبزیو کاروبار کاوه او زیاتوي، «له دغومره سختیو سره زړه مې خوشحاله و چې زما ماشومان ښوونځي ته ځي. همدا فکر زما د ژوند تر ټولو ستره هیله وه، خو اوس دا ټول خوبونه مات شول.»

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه
100%
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه

فضل خان د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته وايي، په پاکستان کې یې د پولیسو له ځورونو سره سره شپه او ورځ چلېدله، خو اوس افغانستان ته په خالي لاسونو روان دی او هلته به ژوند له صفر څخه پیلوي.

دی زیاتوي: «موږ خالي لاسونه روان یو، نه کور لرو نه روزګار او نه د سبا ضمانت. دا وطن ته تګ د مجبورۍ او لاچارۍ تګ دی.»

په پاکستان کې ډېری مېشت افغانان یوه ګډه اندېښنه لري او هغه د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو د دوام مساله ده.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه
100%
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه

یوه بله افغان کونډه ښځه زرغونه چې له اتو کلونو راهیسې له خپلو درېیو ماشومانو سره په پېښور کې اوسېږي، دا هم د خپلو ماشومانو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو ته سخته اندېښمنه ده.

یاده مېرمن چې خپل ژوند په خپل کور کې د خیاطۍ له لارې چلوي زیاتوي: «زه هېڅکله هم ښوونځي ته نه یم تللې، خو غوښتل مې چې زما ماشومان درسونه ووايي او ما د دوی لپاره هر تکلیف زغملی دی.»

دا چې اندېښنو وړې ده وايي: «که موږ بېرته ولاړ شو، نو زما د ماشومانو تعلیم به هم ختم شي ځکه په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي. زه نه‌غواړم زما لور هم زما په شان بې‌تعلیمه پاتې شي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو یعنې څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی. په دې برخه کې کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو او فشارونو هم څه ګټه نه ده کړې او دغه بهیر همداسې په ټپه ولاړ دی.

د رسمي راپورونو له‌مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې پاکستان یوازې د تورخم له لارې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال په زوره اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

په دوی کې نږدې ۳۰۰ او۵۰ زره یې ښځې دي او له دې ډلې تر ۳۸ زره زیاتې نجونو د خېبرپښتونخوا، پنجاب، سند، بلوچستان او کشمیر په بېلابېلو ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې.

د خېبرپښتونخوا د داخلې او قبایلي چارو د محکمې د معلوماتو له‌مخې، د روان کال د اګست له لومړۍ د اکتوبر تر درېیمې ۱۳۵۸۸۹ د پي‌او‌ار او ۵۳۱۳۴ د اې‌سي‌سي کارټونو لرونکي افغانان په زوره بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

اېمل ولي خان: پاکستان زما او زما د کورنۍ امنیتي ساتونکي بېرته واخیستل

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده، د پلار او د کورنۍ ټول امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي دي. هغه خبرداری ورکړی، چې که له ده یا د کورنۍ د غړو پرواندې یې کومه پېښه رامنځته شوه، مسوول به یې پاکستان وي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د شنبې په ماښام (د تلې ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده او پلار یې اسفندیار ولي خان او همداراز کورنۍ ساتونکي ترې بېرته اخیستي او وسره یې خبرداری ورکړی، «که پر ما یا زما پر کورنۍ څه وشول، نو مسوولیت به یې ستاسو [پاکستان] وي.»

هغه همداراز په ډاګه کړې، چې د خپلو خلکو د حق غوښتنې ته به دوام ورکړي او په وینا یې، «په دې لاره کې هر څه ته چمتو دی.»

هغه ویلي، تر دې وروسته به له شخصي امنیتي او سالارو سره په ډېر خوندي ډول تګ راتګ وکړي او همداراز یې په ډاګه کړې، چې «دوشبنه به سره ګورو.»، خو هغه خپل مخاطب نه دی څرګند کړی.

سره له دې چې په خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، عمران خان وایي، چې دغه نا امني هم د پاکستان د پوځ د نا موجه عملیاتو زېږنده ده.

په ورته وخت کې هر کله په قبایلي سیمو کې موخه ییزې وژنې کېږي او له دې سره هم مهاله، اېمل ولي خان ویلي، ایالتي ادارې هم پرېکړه کړې چې له ده او کورنۍ څخه یې امنیتي کسان بېرته واخلي.

د پښتونخوا د تیراه درې قبایلي مشران د حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

ډان ورځپاڼې نن شنبه (د تلې ۱۲مه) لیکلي، چې د پښتونخوا د تېرا سيمې مشران د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي، چې د دوی له سیمې څخه ووځي.

د ورځپاڼې په وینا، قبایلي مشرانو د پېښور د قول اردو په قومادانۍ کې له تورن جنرال عمران سرتاج او نورو چارواکو سره خبرې وکړې. د خبر له مخې، په دې غونډه کې ویل شوي، چې باید د حکومت وسله وال مخالفین د تېرا سيمه پرېږدي پرېږدي او که داسې ونه‌کړي؛ نو پوځي عملیات به ورباندې وشوي.

د پښتونخوا د قول اردو قوماندان تورن جنرال عمران سرتاج قبایلي مشرانو ته وړاندیز وکړ، چې منتخب مشران دې تېرا ته ولاړ شي او د دې کار لپاره ۱۰ ورځې وخت لري. د دې غونډې د پرېکړو پر بنسټ، پرون څو مشران تیرا ته ولاړل، چې له پاکستاني طالبانو، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې له مشرانو سره اړیکې ونیسي.

د پاکستاني پوځیانو او قبایلي مشرانو تر منځ غونډه د شادلې سیمې تر چاودنې وروسته کېږي. دا چاودنه د سپټمبر پر ۲۲ نېټه وشوه او ۲۱ کسان په کې ووژل شول.

د پښتونخوا په پېښور ښار کې یو افغان امام په ډزو وژل شوی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

په پښتونخوا کې د پولیسو سرچینو ویلي د جمعه په ورځ په پیښور ښار کې د رضا خان مریم زۍ جومات افغان امام د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د پیښور پولیسو ویلي ادم خان، چې یو افغان امام او د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، په موټرسایکل کور ته د ستنېدو پرمهال پرې برید شوې او پر ځای وژل شوی دی.

د ځایي چارواکو په وینا، پولیسو د پېښې له ځایه مهم شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې دي.

مریمزي هغه سیمه ده، چې د پېښور په ښار کې موقعیت لري او ګڼ شمېر افغان کډوال پکې ژوند کوي.

علي امین ګنډاپور: پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل وړاندیز منلی دی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور وايي، چې د طالبانو سره د خبرو اترو د پيل لپاره يې وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی. هغه ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل بايد په باعزته توګه ترسره شي او د امنيتي ستونزو دايمي حل يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې ممکن دی.

د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا خبره نوموړي په پېښور کې د «جنګ او ملي امنيت دوره» ناستې له ګډونوالو سره د یوې د ليدنې پر مهال کړې.

ګنډاپور په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې بې‌ ثباتي د خيبر پښتونخوا پر امنيت منفي اغېز کړی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او ولس لويې قربانيانې ورکړي دي.

ښاغلي ګنډاپور ټينګار وکړ، چې امنيتي ستونزې او ترهګري يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي او دا د خوښۍ خبره ده چې د هغه دا وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی.

هغه زياته کړه، پاکستان له ډېر وخت راهيسې د افغان کډوالو کوربه‌ توب کړی او د حکومت اوسنۍ پاليسي دا ده، چې دوی بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي؛ خو دا بهير بايد د انساني کرامت سره سم ترسره شي.