• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: پاکستان زما او زما د کورنۍ امنیتي ساتونکي بېرته واخیستل

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده، د پلار او د کورنۍ ټول امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي دي. هغه خبرداری ورکړی، چې که له ده یا د کورنۍ د غړو پرواندې یې کومه پېښه رامنځته شوه، مسوول به یې پاکستان وي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د شنبې په ماښام (د تلې ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده او پلار یې اسفندیار ولي خان او همداراز کورنۍ ساتونکي ترې بېرته اخیستي او وسره یې خبرداری ورکړی، «که پر ما یا زما پر کورنۍ څه وشول، نو مسوولیت به یې ستاسو [پاکستان] وي.»

هغه همداراز په ډاګه کړې، چې د خپلو خلکو د حق غوښتنې ته به دوام ورکړي او په وینا یې، «په دې لاره کې هر څه ته چمتو دی.»

هغه ویلي، تر دې وروسته به له شخصي امنیتي او سالارو سره په ډېر خوندي ډول تګ راتګ وکړي او همداراز یې په ډاګه کړې، چې «دوشبنه به سره ګورو.»، خو هغه خپل مخاطب نه دی څرګند کړی.

سره له دې چې په خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، عمران خان وایي، چې دغه نا امني هم د پاکستان د پوځ د نا موجه عملیاتو زېږنده ده.

په ورته وخت کې هر کله په قبایلي سیمو کې موخه ییزې وژنې کېږي او له دې سره هم مهاله، اېمل ولي خان ویلي، ایالتي ادارې هم پرېکړه کړې چې له ده او کورنۍ څخه یې امنیتي کسان بېرته واخلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا د تیراه درې قبایلي مشران د حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

ډان ورځپاڼې نن شنبه (د تلې ۱۲مه) لیکلي، چې د پښتونخوا د تېرا سيمې مشران د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي، چې د دوی له سیمې څخه ووځي.

د ورځپاڼې په وینا، قبایلي مشرانو د پېښور د قول اردو په قومادانۍ کې له تورن جنرال عمران سرتاج او نورو چارواکو سره خبرې وکړې. د خبر له مخې، په دې غونډه کې ویل شوي، چې باید د حکومت وسله وال مخالفین د تېرا سيمه پرېږدي پرېږدي او که داسې ونه‌کړي؛ نو پوځي عملیات به ورباندې وشوي.

د پښتونخوا د قول اردو قوماندان تورن جنرال عمران سرتاج قبایلي مشرانو ته وړاندیز وکړ، چې منتخب مشران دې تېرا ته ولاړ شي او د دې کار لپاره ۱۰ ورځې وخت لري. د دې غونډې د پرېکړو پر بنسټ، پرون څو مشران تیرا ته ولاړل، چې له پاکستاني طالبانو، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې له مشرانو سره اړیکې ونیسي.

د پاکستاني پوځیانو او قبایلي مشرانو تر منځ غونډه د شادلې سیمې تر چاودنې وروسته کېږي. دا چاودنه د سپټمبر پر ۲۲ نېټه وشوه او ۲۱ کسان په کې ووژل شول.

د پښتونخوا په پېښور ښار کې یو افغان امام په ډزو وژل شوی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

په پښتونخوا کې د پولیسو سرچینو ویلي د جمعه په ورځ په پیښور ښار کې د رضا خان مریم زۍ جومات افغان امام د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د پیښور پولیسو ویلي ادم خان، چې یو افغان امام او د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، په موټرسایکل کور ته د ستنېدو پرمهال پرې برید شوې او پر ځای وژل شوی دی.

د ځایي چارواکو په وینا، پولیسو د پېښې له ځایه مهم شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې دي.

مریمزي هغه سیمه ده، چې د پېښور په ښار کې موقعیت لري او ګڼ شمېر افغان کډوال پکې ژوند کوي.

علي امین ګنډاپور: پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل وړاندیز منلی دی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور وايي، چې د طالبانو سره د خبرو اترو د پيل لپاره يې وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی. هغه ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل بايد په باعزته توګه ترسره شي او د امنيتي ستونزو دايمي حل يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې ممکن دی.

د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا خبره نوموړي په پېښور کې د «جنګ او ملي امنيت دوره» ناستې له ګډونوالو سره د یوې د ليدنې پر مهال کړې.

ګنډاپور په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې بې‌ ثباتي د خيبر پښتونخوا پر امنيت منفي اغېز کړی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او ولس لويې قربانيانې ورکړي دي.

ښاغلي ګنډاپور ټينګار وکړ، چې امنيتي ستونزې او ترهګري يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي او دا د خوښۍ خبره ده چې د هغه دا وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی.

هغه زياته کړه، پاکستان له ډېر وخت راهيسې د افغان کډوالو کوربه‌ توب کړی او د حکومت اوسنۍ پاليسي دا ده، چې دوی بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي؛ خو دا بهير بايد د انساني کرامت سره سم ترسره شي.

پېښور کې د پاکستاني پولیسو پر ګرځنده موټر چاودنه کې ۴ سرتېري ټپیان شول

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د پېښور قمر دین څلورلارې په سیمه کې «بهانه ماړي» حوزې ته نږدې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

د پېښور د پولیسو مشر میا سعید احمد په وینا، د پولیسو موټر د معمول ګزمې پر مهال و، چې ناڅاپه چاودنه وشوه او په پایله کې یې ۴سرتېري ټپیان شول.

ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.

عمران خان:د افغانستان په تړاو د څرګندونو په اړه د فډرالي تحقيقاتي ادارې له لوري وپوښتل شوم

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د څلورو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د څرګندونو له امله پوښتل شوی دی. دی وايي، د یادې ادارې کارکوونکو ورته ویلي چې ولې هرکله د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کوې؟

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په ګډون د پنځو مسایلو (د دولت ضد، د عاصم قانون، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو او په زندان کې د رواني شکنجې) په تړاو د کړو څرګندونو له امله پوښتل شوی دی.

عمران خان وايي، د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د یادې ادارې د مامورینو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د ده په مشرۍ د تحریک انصاف د حکومت پر مهال سره له دې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د پاکستان ضد حکومت حاکم و، خو بیا هم د خبرو له لارې قبایلي سیمې امن او له اوږدې مودې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د ثبات فضا حاکمه شوه.

خان زیاتوي: «هغه مهال د ای‌،‌اېس،‌ای پالیسي هم همدا وه، خو کله چې عاصم منیر د پوځ مشر شو، نو د پاکستان دوست افغان حکومت ته یې ګواښونه وکړل او قصداً یې حالات خراب کړل.»

عمران خان زیاتوي: «عاصم منیر له دې سربېره له درېیو نسلونو راهیسې دلته اوسېدونکي افغان کډوال هم په زوره وشړل، هلته یې د بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړې او د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو امن یې له‌منځه یووړ.»

د نوموړي په وینا، تر هغو چې د سیمې څلور اړخونه یعنې افغان حکومت، افغان ولس، د پاکستان حکومت او د خېبرپښتونخوا خلک سره جرګه نه‌شي، نو امن به را نه‌شي او زیاتوي: «تاریخ ثابته کړې چې د پوځي عملیاتو له لارې امن نه‌رامنځته کېږي.»

عمران خان د «دولت ضد» څرګندونو په اړه په ځواب کې ویلي، د هېواد د پخواني لومړي وزیر په توګه یې حق دی چې د خپل ولس لپاره غږ پورته کړي، د «عاصم قانون» په اړه یې ویلي، په هېواد کې هره بربادي د «عاصم قانون» تر سیوري لاندې روانه ده، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو په تړاو یې ویلي، یحیی خان د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره هېواد ووېشه، نن عاصم منیر هم هماغه کار کوي او په زندان کې د شکنجې په تړاو د څرګندونو په اړه یې ویلي، د نورو بندیانو خلاف له هېڅ ډول اسانتیاوو برخمن نه‌دی او همداراز د زندان د اصولو خلاف ورسره چلند کېږي.

عمران خان د دوشنبې په شپه (د تلې ۷مه) په خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو په پای کې ځان ته د «ناحقه» بندي خطاب هم کړی دی.