پېښور کې د پاکستاني پولیسو پر ګرځنده موټر چاودنه کې ۴ سرتېري ټپیان شول

د پېښور قمر دین څلورلارې په سیمه کې «بهانه ماړي» حوزې ته نږدې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

د پېښور قمر دین څلورلارې په سیمه کې «بهانه ماړي» حوزې ته نږدې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د پېښور د پولیسو مشر میا سعید احمد په وینا، د پولیسو موټر د معمول ګزمې پر مهال و، چې ناڅاپه چاودنه وشوه او په پایله کې یې ۴سرتېري ټپیان شول.
ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.


د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د څلورو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د څرګندونو له امله پوښتل شوی دی. دی وايي، د یادې ادارې کارکوونکو ورته ویلي چې ولې هرکله د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کوې؟
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په ګډون د پنځو مسایلو (د دولت ضد، د عاصم قانون، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو او په زندان کې د رواني شکنجې) په تړاو د کړو څرګندونو له امله پوښتل شوی دی.
عمران خان وايي، د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د یادې ادارې د مامورینو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د ده په مشرۍ د تحریک انصاف د حکومت پر مهال سره له دې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د پاکستان ضد حکومت حاکم و، خو بیا هم د خبرو له لارې قبایلي سیمې امن او له اوږدې مودې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د ثبات فضا حاکمه شوه.
خان زیاتوي: «هغه مهال د ای،اېس،ای پالیسي هم همدا وه، خو کله چې عاصم منیر د پوځ مشر شو، نو د پاکستان دوست افغان حکومت ته یې ګواښونه وکړل او قصداً یې حالات خراب کړل.»
عمران خان زیاتوي: «عاصم منیر له دې سربېره له درېیو نسلونو راهیسې دلته اوسېدونکي افغان کډوال هم په زوره وشړل، هلته یې د بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړې او د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو امن یې لهمنځه یووړ.»
د نوموړي په وینا، تر هغو چې د سیمې څلور اړخونه یعنې افغان حکومت، افغان ولس، د پاکستان حکومت او د خېبرپښتونخوا خلک سره جرګه نهشي، نو امن به را نهشي او زیاتوي: «تاریخ ثابته کړې چې د پوځي عملیاتو له لارې امن نهرامنځته کېږي.»
عمران خان د «دولت ضد» څرګندونو په اړه په ځواب کې ویلي، د هېواد د پخواني لومړي وزیر په توګه یې حق دی چې د خپل ولس لپاره غږ پورته کړي، د «عاصم قانون» په اړه یې ویلي، په هېواد کې هره بربادي د «عاصم قانون» تر سیوري لاندې روانه ده، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو په تړاو یې ویلي، یحیی خان د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره هېواد ووېشه، نن عاصم منیر هم هماغه کار کوي او په زندان کې د شکنجې په تړاو د څرګندونو په اړه یې ویلي، د نورو بندیانو خلاف له هېڅ ډول اسانتیاوو برخمن نهدی او همداراز د زندان د اصولو خلاف ورسره چلند کېږي.
عمران خان د دوشنبې په شپه (د تلې ۷مه) په خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو په پای کې ځان ته د «ناحقه» بندي خطاب هم کړی دی.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په پېښور کې د «تحریک انصاف» ګوند په یوې لویې غونډه کې وویل، د خېبرپښتونخوا حکومت په خپلو سیمو کې د هېڅ ډول عملیاتو اجازه نه ورکوي. هغه وویل، د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره باید له افغانستان سره خبرې وشي.
علي امین ګنډاپور چې د «تحریک انصاف» ګوند مهم غړی هم دی په دې غونډه کې وویل: «موږ به عملیاتو ته اجازه ور نه کړو او ملاتړ به یې هم ونه کړو، وفاقي حکومت دې واوري، د خېبرپښتونخواحکومت د عملیاتو او د سیمې د خلکو د بې ځایه کېدو ملاتړ نه کوي.»
ګنډاپور همداراز د پاکستان له فډرالي ادارو وغوښتل، چې د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره له افغانستان سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه: «موږ جګړه نه غواړو او د هغې پر ضد به غږ پورته کوو.»
نوموړي یو ځل بیا عمران خان او د هغه مېرمنې ته د عدالت او خوشې کېدو غوښتنه وکړه او همداراز یې خبرداری ورکړ، په دې برخه کې به د دوی مبارزه تر بریا پورې دوام ومومي.
د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په خطاب کې وویل، «پر تاسو فرض دی چې خپل رول ترسره کړئ او د عمران خان ستونزه حل کړئ.»

د پاکستان د تحریک انصاف بل غړي ګوهر علي خان وویل، دغه جلسه د ځواک د ښودلو جلسه نه ده. بلکې د دې لپاره ده چې عدالت پلی شي.
د دغه ګوند یوه بل غړي وقاص اکرم د وفاقي حکومت چارواکي «غله او قاتلان» وبلل او زیاته یې کړه: «دمګړی په پاکستان کې رښتینې ازادي نشته، اوسنی حکومت د غلامانو او غلو حکومت دی.»
د پي، تي، ای ګوند یوه بل غړي سلمان اکرم بیا په دې غونډه کې وویل، د دوی مبارزه به تر هغې روانه وي چې «د ظلم نظام» پای ته نه وي رسېدلی.
هغه په تیراه کې د څو ورځې مخکې د پاکستان هوايي برید ته چې له امله یې شاوخوا ۲۰ ولسي وګړي ووژل شول، په اشارې سره وویل چې د وژل شویو کسانو کورنۍ لا هم اوښکې بهوي او دا پوښتنه کوي، چې «دا د ظلم نظام به کله ختمېږي.»
نوموړي یو ځل بیا د عمران خان په ګډون د نورو ګوندي ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «په ناحقه بندیان شوي او د پوځي محاکمو له لارې په ناحقه سزاګانې ورکول کېږي.»
له دې سره سم، د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه بل مخکښ غړي اسد قیصر بیا وویل، د خېبرپښتونخوا خلک یوازې سوله غواړي او زیاته یې کړه: «موږ به په هېڅ صورت په خپله صوبه کې پوځي عملیاتو ته اجازه ور نه کړو. موږ له جګړو ستړي شوي یو.»
هغه هم پر حکومت غږ وکړ، چې له افغانستان سره شته مسایل د ډیپلوماسۍ او جرګو له لارې حل کړي.
دغه غونډه د پاکستان د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه رابلل شوې وه او موخه یې هم د قانون حاکمیت، د رسنیو ازادي، د قضا خپلواکي او د ولسواکۍ بیا احیا کېدل و.
عمران خان: ټول پاکستان باید د سپټمبر په ۲۷مه د پېښور په جلسه کې ګډون وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان ټلویزیوني شبکو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دغه لویه جلسه خپره نه کړه، خو د دغه ګوند غړو په ټولنیزو شبکو کې په پراخه او ژوندۍ بڼه خپره کړه.
ویل کېږي، چې د دغې لویې غونډې د امنیت لپاره څه باندې ۱۴۰۰ پولیس او همداراز څه باندې ۵۰۰ ټرافیک پولیس ګومارل شوي و.

د پاکستان امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي ولسوالۍ کرک کې د یو لړ عملياتو پر مهال ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. چارواکو ویلي، چې په دې نښتو کې ۳ پاکستاني سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د پاکستان امنیتي مسوولینو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې دغه عملیات یې د تحریک طالبان پاکستان د ملا نذير پر وسله والې ډلې کړي دي.
سرچینو ویلي، له یوه وژل شوي وسله وال سره د بنګلدېش هویت پاڼه او نور توکي هم موندل شوي دي.
د پاکستان امنیتي مسوولینو خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې یې لا هم عملیات روان دي.
د یادلو ده، چې تر اوسه د دې عملیاتو په اړه د تحریک طالبان پاکستان ډلې بیا څه نه دي ويلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون حقیقت موندونکې ډلې ویلي، په خېبرپښتونخوا، په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چې په ۲۰۱۸ کې دغه ایالات کې ادغام شوې، د دولتي واک کمزورتیا او د خلکو د ژوند خوندیتوب د جدي ګواښ سره مخ دی.
دغه پلاوی چې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون مشر اسد اقبال بټ یې مشري کوله، له مدني ټولنې، سیاسي مشرانو، حکومتي او امنیتي چارواکو سره لیدلي دي.
د هغوی په وینا، وسلهوال په سیمه کې ازاد ګرځي، له خلکو باج اخلي او ځوروي یې، تر دې چې ځايي خلک یوازې د ورځې تر غرمې پورې د تګ راتګ اجازه لري.
پلاوي په ځانګړې توګه د تیراه وروستۍ پېښه د اندېښنې وړ بللې، چې پکې د راپورونو له مخې له ۲۰ زیات ملکي وګړي د هوايي بمبارۍ له امله وژل شوي دي.
دغه کمېسون غوښتنه وکړه چې حکومتونه دې د پړې اچولو پر ځای شفافه پلټنه وکړي او د قربانیانو کورنیو ته دې د تاوان ورکولو پر ځای عدالت ورکړي.
په راپور کې ویل شوي چې د جبري ورکېدنو ستونزه لا هم پر ځای ده او زرګونه کورنۍ یې له ستونزو سره مخامخ دي.
همداراز، خبریالان، وکیلان او د بشري حقونو فعالان چې د ورکېدنو پر ضد غږ پورته کوي، له فشار او ځورونې سره مخ دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP) پلاوي په خپل راپور کې ویلي، داسې ښکاري چې یو قصدي هڅه روانه ده څو د ۲۰۱۸ کال د اساسي ادغام لاسته راوړنې بېرته وننګول شي.
د دوی په باور، دا کار به نه یوازې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ شاته یوسي، بلکې د زیانمنو ډلو، په ځانګړي ډول د ښځو او نرښځيانو پر حقونو به هم بده اغېزه وکړي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د تګلارې په لړ کې یې په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځه پنډغالي تړلي دي.
د پاکستان د سرحدي سیمو وزارت د جمعې په ورځ (د تلې څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د پنځو پنډغالو د تړلو کېدو د پرېکړې پخلی کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغان کډوالو درې پنډغالي په هریپور، یو په چترال او یو په اپر دېر کې تړل شوې.
د راپورونو له مخې په هریپور کې د “پنیان کمپ” چې د پاکستان له سترو او پخوانیو پڼدغالو څخه ګڼل کېږي له څلوېښتو کلونو راهیسې د ۱۰۰زرو څخه د زیاتو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ډېره برخه یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي او د یادو پنډغالو تړل کېدل به د هغو زرګونو افغان کورنیو پر ژوند ژوره اغېز ولري، چې له لسیزو راهیسې په دغه صوبه کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت له خوا د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول اقدام باید د بشري اړخونو او افغانانو د تاریخي اړیکو په رڼا کې ترسره شي.