د امریکا ولسمشر د کاناډا له لومړي وزیر سره وکتل

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرو پنځو میاشتو کې د دویم ځل لپاره له یو بل سره وکتل. د ټرمپ او کارني ترمنځ دغه ناسته په سپینې ماڼۍ کې شوې، چې پهکې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.