• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډېپلوماټ مجله: طالبان هوښیار او لوستی ملت د خپل واک لپاره ستر ګواښ بولي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۰

ډېپلوماټ مجلې شنبه د (لړم ۳مه) د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوې مقاله کې لیکلي، طالبان هوښیار او لوستی ملت د خپل واک لپاره ګواښ بولي چې له همدې امله یې عصري زده کړې او انټرنېټ محدود کړی دی. وایي، باید د بشري حقونو د سرغړونو په تور لېسټ کې د طالبانو نور مشران هم ورزیات شي.

ډېپلوماټ مجله وړاندې کاږي چې انساني کړاوونه او بې‌ځوابه بنسټپالنه د داسې امنیتي ناورین دروازې پرانیزي، چې خورا پراخه ساحه زیانمنه کولای شي. مجله زیاتوي، تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته طالبان بیا هم دا ثابتوي، چې د هغوی استبداد هیڅ پوله نه لري.

د تبصرې لیکوال وايي: «طالبانو په افغانستان کې انټرنېټ محدود کړی دی.دا کار ښځې، ماشومان او په عام ډول ملت ځوروي او دا چاره نړۍوال امنیت ته هم ګواښ کېدای شي».

د لیکوال په باور، د دې پر ځای چې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وشي یا د بګرام اډه بېرته ترلاسه شي، باید نړۍوال مشران د طالبانو پر ضد د حساب ورکولو میکانېزمونه جوړ او عملي کړي، څو د افغان ملت هغه هیلې وغوړوي چې طالبانو یې مخه نیولې ده.

لیکوال زیاتوي چې طالبانو د بیان د ازادۍ،نجونو د زده کړو، ازاد فکر او خپلواکو رسنیو مخه نیولې ده؛ خو بیا هم افغان خبریالان، مدني فعالان او ښوونکي په انلاین بڼه کار کوي او خپلواکې رسنۍ چلوي چې د ظلم سندونه ثبت کړي او د هیلو څرک ژوندی وساتي.

ډېپلوماټ مجله لیکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې اوبې‌وزلي ډېره شوې ده.

مجله مخکې لیکي، چې طالبان یو ځل بیا افراطیت ته زمینه برابروي او غواړي افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل کړي. هغوی له دې پرته چې په خپلو تګلارو کې اصلاحات راولي نړۍوال مشروعیت غواړي او هغه هېوادونه چې طالبانو ته د نړۍوال مشروعیت لپاره هڅې کوي په حقیقت کې هغوی هم نړۍوال ثبات ته ګواښ پېښوي.

د مجلې لیکوال زیاتوي: «کارپوهان له ملګرو ملتونو او هېوادونو څخه غواړي، چې په تور لېسټ کې د طالبانو نور مشران هم ورزیات کړي، د هغوی سفرونه محدود کړي او شتمنۍ یې کنګل کړي».

د لیکوال په ټکو، نړۍوال مشران باید د افغانانو غږ بدرګه کړي، په ځانګړي ډول د ښځو او مدني ټولنو د استازو ملاتړ وکړي او هغوی د افغانستان په اړه د بحثونو سټیج ته راوبولي.

لیکوال د طالبانو له‌خوا د نجونو زړه کړو ته په اشارې سره وايي: «د زده کړو، د نجونو د زده کړو مخه نیول دیني او فرهنګي نه، بلکې د طالبانو د واکمنۍ مسئله ده.طالبان له هوښیار او لوستي ملت څخه ډارېږي، ځکه هوښیار او لوستی ملت د هغوی واکمنۍ ته لوی ګواښ دی».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ګډې استخباراتي همکارۍ وړاندیز؛ پاکستان په ترکیه کې طالبانو ته خپلې ۷ غوښتنې وړاندې کړې

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، پاکستاني پلاوي په ترکیه کې طالبانو ته ۷ غوښتنې وړاندې کړي. د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو پر ضد عملیات، د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف نه کارول، د استخباراتي مالوماتو تبادله او له د ډیورنډ کرښې څارنه په دې غوښتنو کې شامله ده.

همدا راز ویل شوي چې پاکستان ته باید د مشکوکو خلکو مخنیوی او عملي اقداماتو لپاره مهالوېش جوړېدو په تړاو هم طالبان راپور ورکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پاکستان له طالبانو غوښتنې، چې د ترهګرو او وسله‌والو ډلو د پناه‌ځایونو او عملیاتو د مخنیوي لپاره دې سملاسي لاس په کار شي.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني پلاوي له طالبانو دا هم غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د نفوذ، پلانونو او بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، د اسلام اباد بله غوښتنه دا ده، چې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد پرېکنده عملیات وشي او د دې ډلو هغه غړي دې ونیول شي، چې د تاوتریخوالي پلانونه جوړوي او یا یې عملي کوي.
سرچینه وايي، پاکستان دا غوښتنه هم کړې، چې باید د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د استخباراتي مالوماتو د تبادلې او همغږۍ بهیر پیاوړی شي او په دې ډول د پاکستان ضد جنګي ډلو د نفوذ مخه ونیول شي.

همدا راز ویل شوي، پاکستان له طالبانو غوښتي، چې دوی ته دې پر ډیورنډ کرښه باندې د امنیت لپاره د ښکاره تدابیرو او عملي ګامونو په اړه شفاف راپورونه ورکړل شي. د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، چې له طالبانو دا غوښتنه هم شوې، چې د مشکوکو ډلو یا اشخاصو د ځای پر ځای کېدو او هغوی د کړنو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي.


د سرچینې په وینا، په دې نوملړ کې د پاکستان وروستۍ غوښتنه دا ده، چې د عملي اقداماتو لپاره روښانه او دقیق مهالوېش جوړ او په دې اړه پاکستان ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړل شي.

که څه هم د قطر په غونډه کې ویل شوي و، چې د استانبول غونډه به د هدفونو عملي کولو لپاره میکانیزم ته ځانګړې وي، خو اوس څرګنده شوه، چې پاکستان خپلې اصلي غوښتنې په دې غونډه کې وړاندې کړې.

داسې ښکاري، چې ځينې غوښتنې به طالبان ومني؛ خو عملي کول به یې ورته ګران کار وي. یو دا چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه او بلوڅ قبایل پراته دي، جنګي ډلې په اسانۍ کولای شي، چې دواړو غاړو ته واوړي او د خپلې قبیلې په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې پټ شي.

دغه ډول د قطر تر غونډې وروسته طالبانو وویل، چې د ډیورنډ پر کرښه باندې د تاوتریخوالي بشپړ بندېدل امکان نه لري، ځکه چې پاکستاني طالبان د ډیورنډ کرښې هاغه غاړې ته اوسېږي او هلته عملیات کوي.

د قطر ۱۳ ساعته غونډې وښودله، چې هرې غاړې به یو د بل مالومات خپلو مشرانو ته د ټلیفون له لارې ویل او بیا به یې خبرو ته دوام ورکاوه، خو تر دې مهاله مالومه نه ده، چې د طالبانو مشران به په دې غوښتنو کې کومې یې ومني او کومې به یې رد کړي.

دغه ډول دا هم روښانه نه ده، چې طالبانو له پاکستان څخه کومې غوښتنې کړي دي. ایا طالبانو به هم له پاکستان څخه غوښتي وي چې خپله خاوره دې د افغانستان پر ضد نه کاروي. پر اسلام اباد تور دی چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې د افغانستان په ویجاړیو او ناکراریو کې یې لوی لاس درلود او بېلابېلو وختونو کې یې د حکومتونو ضد ډلو ته پناه ځایونه ورکړي وو.



روان کال له جرمني څخه د کډوالو د اېستلو بهیر کې ۲۰سلنه ډېروالی راغلی

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰

جرمني د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې تر ۱۷زرو ډېر کډوال خپلو هېوادونو ته شړلي چې دا د تېر کال پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي. د جرمني د ایالتونو مشرانو تازه له فډرالي حکومت څخه د مجرمو افغان او سوريايي کډوالود شړلو غوښتنه کړې ده.

د جرمني رسنیو شنبه د (لړم۳مه) راپور ورکړی، چې ډېری شړل شوي کډوال د ترکیې او ګرجستان اوسېدونکي دي، چې له هرو پنځو کډوالو څخه یو یې ماشوم او یا زلمی دی. د جرمني د ایالتونو مشران د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر د هغې تګلارې ملاتړ کوي، چې غواړي افغانستان او سوریې ته د کډوالو شړلو لړۍ بیا پيل کړي.

تېره جمعه په ماینتس ښار کې د ایالتونو د مشرانو په غونډه کې له فډرالي حکومت څخه غوښتنه وشوه، چې د سوریې او افغانستان مجرم او خطرناک کډوال دې بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

دغه ډول هغوی له فډرالي حکومت څخه د هغو کډوالو لپاره د توقیف ځایونو جوړولو غوښتنه هم وکړه، چې د شړلو حکم یې صادر شوی دی.

د جرمني د مخالفو ګوندونو او بشري حقونو سازمانونو له دې هېواد څخه د افغان کډوالو پر شړلو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د طالبانو له لورې د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دوی د سوریې د کډوالو شړلو ته هم ګوته نیسي او وايي، چې سوریه اوس هم خوندي هېواد نه دی.

ایران د بې‌اسناده افغان کډوالو محدود شمېر ماشومان په ښوونځیو کې شاملوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو رییس اعلان کړی، هغه بې اسناده افغان کډوال، چې تر اوسه له ایران څخه نه دي وتلي، ماشومان یې په ښوونځیو کې د نوم لیکنې لپاره منل کېږي او د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

د ایراف خبري اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو رییس نادر یار احمدي د افغان ماشومانو له څو ښوونځیو لیدنه کړې ده. هغه وویل: «تر دې دمه د ۱۴۰۴ لمریز کال په تعلیمي دوره کې شاوخوا ۳۲۰ زره افغان ماشومانو نوم‌لیکنه کړې ده».

نوموړي زیاته کړه، چې دا فرصت د ټولو بې اسنادو کډوالو لپاره نه دی او یوازې هغه کډوال نوم‌لیکنه کولای شي، چې تر دې دمه له ایران څخه د وتلو زمینه نه ده ورته برابره شوې.

د احمدي په خبره: «د دې کډوالو مالومات د کورنیو چارو وزارت په واک کې دي او له هغوی سره به اړیکه نيسي. د ایران پولیس په ایران کې د طالبانو سفارت ته وايي، چې دې ماشومانو ته پاسپورټونه ورکړي».

د دغه هېواد پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او هېواد څخه د باندې ښوونځیو رییس ډاکټر سلیمي په وینا، یوازې هغه افغانان نومونه لیکلای شي، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري دوی ته معرفي‌ شوي وي.

د تېرو څو میاشتو په بهیر کې خورا ډېر افغان کډوال په ډله‌ییز او جبري ډول له ایران څخه وشړل شول، چې زده کوونکي هم په کې شامل وو. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د دې ماشومانو کورنۍ به د څومره وخت لپاره په ایران کې اوسېدو ته پرېښودل شي، ځکه له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ اوس هم دوام لري.

طالب چارواکی: د افغان ملت پر وړاندې د انساني قاچاق او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصاد رييس لعل محمد منیب غزني کې په یوې غونډه کې وویل، افغانستان د څو لسیزو په اوږدو کې د ډېرو بریدګرو د ماتې ځای پاتې شوی او په وینا یې اوس د افغان ملت پر وړاندې د انساني قاچاق او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده.

لعل محمد منیب د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) په غزني کې د «ولسونو، اتحاد، اسلامي نظام بقا او هوساینې» تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل: «اوس د افغان ملت پر وړاندې د او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده. افغان ملت باید ویښ او هوښیار پاتې شي او په کلک عزم سره دا جګړه وګټي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو د طالبانو له لوري پر ټولنیز ژوند د محدودیتونو د لګولو او په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د مخنیوي او همداراز د بېکارۍ او فقر له امله نورو هېوادنو ته په مرګونو او ناقانونو لارو مخه کړې ده.

اخوا، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده بیا د تېر کال د مرغومې میاشتې په ۲۱مه د انساني قاچاق په اړه په نوي شپږماده‌ییز فرمان کې خپلو امنیتي او کشفي ادارو ته امر وکړ، چې انساني قاچاقبر تعقیب او هغوی بندیان کړي.

مولوي هبت‌الله ویلي، چې انساني قاچاق یو «غېرشرعي» عمل دی او په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې دا ستونزه موجوده ده.

د طالبانو مشر د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زدکړو، اطلاعاتو او فرهنګ، امربالمعروف او نهې عن المنکر، سرحدونو او قبایلو او مخابراتو وزارتونو ته امر کړی، چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي کړنلارې جوړې او عملي کړي.

دا چې یادو وزارتونو د خپل مشر دغه فرمان په بشپړ ډول عملي کړی او که نه، تر اوسه په کره توګه روښانه نه ده.

علي‌رضا بېکدلي: هڅه کوو هغه توکي چې له نورو هېوادونو واردوو، له افغانستان څخه یې وارد کړو

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي وايي، تهران هڅه کوي ځینې هغه توکي چې پخوا به یې له نورو هېوادونو واردول، اوس له افغانستانه وارد کړي. ایران غواړي د پیل لپاره له افغانستان څخه غوښه، پنبه او ځینې کرنیز محصولات وارد کړي.

علي‌رضا بېکدلي د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر د ترسره شوي سفر د پایلو په تړاو ویلي، له طالبانو سره هوکړه شوې «ځينې هغه سوداګریز توکي چې پخوا به مو له نورو سیمو راواردول، د افغانستان د چمتووالي په صورت کې به له دغه هېواده راوارد کړو. د پیل لپاره غوښه، پنبه او ځينې کرنیز محصولات د هدف په توګه مشخص شوي دي.»

بېکدلي زیاته کړې، تهران هڅه کوي چې له افغانستان سره په سوداګرۍ او کاني برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره لارې چارې جوړې کړي او په وینا یې، که په کاني برخو کې د همکاریو نوې هوکړې وشي، نو ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

هغه وايي: «د دغې هوکړې بنسټ به زموږ د هېواد د کانونو برخو کې د ښکېلو ادارو او افغانستان تر منځ نوې همکارۍ وي او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي.»

د نوموړي په وینا، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر له سفر وروسته د دواړو لوریو تر منځ د پلاویو تګ راتګ پیل شوی او زیاتوي: «په کور دننه باید له افغانستان څخه د ځینو توکو د واردولو لپاره باید بودجه ځانګړې شي او همداراز د یادو محصولاتو د ساتنې او قرنطینې لپاره تاسیسات جوړ شي.»

هغه وايي، طالبانو په دې برخه کې دوه میاشتنۍ موده ټاکلې څو په دې برخه کې د شته ظرفیتونو راپور ورکړل شي او زیاتوي: «موږ په پوره جدیت سره دغه موضوع څارو او هیله‌مند یو چې د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون په غونډه کې چې ډېر ژر به د کابل په کوربتوب جوړه شي، د دغو تحرکاتو د پایلو شاهدان واوسو.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تلې میاشت کې وویل، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې شمېر کې یوازې ۱۳ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادرات او یو میلیارد او ۶۱۳ میلیونه یې واردات دي.

ایران ته په صادراتو کې تر ډېره سُرب، پنبه، سره ممیز، غېرالکولي مشروبات، د سبزیجاتو تخمونه، بادام، کاني ډبرې، پروسس شوې شوکاڼې او کښته او له ایران څخه بیا په وارداتو کې تر ډېره ډېزل، پټرول، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، سمنټ، اهن‌چادر، کتان او هګۍ شامل دي.