• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د استانبول تر ناستې وروسته؛ پاکستان یو وار بیا پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۰

له هغه وروسته چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې نوي اقدامات پیل کړل. په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، چې په بېلابېلو برخو کې پرې فشارونه زیات شوي او دوی یې له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د اسلام‌اباد په افغان مېشتو سیمو کې ځینې افغانان وايي، چې ورځ تر بلې پر دوی د پاکستان حکومت فشارونه مخ پر زیاتېدو دي او هیڅوک یې غږ نه اوري. د اسلام‌اباد په ګلبرګ ګرین ښارګوټي کې مېشته افغان کډواله کریمه عزیزي وايي، پاکستان له یوې خوا دوی ته د ویزو موده نه غځوي او له بل پلوه یې د ژوند کړۍ پرې تنګه کړې ده.

هغه وایي:« موږ هېڅ نه‌پوهېږو چې څه وکړو؟ ویزې نه راکوي، افغانستان ته نه‌شو ستنېدای، نورو هېوادونو ته مو هم د تګ کارونه نه‌کېږي او له ټولو ځورونکې خو دا ده، چې ټول دغه وضعیت ګوري؛ خو هیڅوک مو غږ نه اوري.»

د اسلام‌اباد په یوه بل ښارګوټي کې مېشته افغان خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، ډېری وخت د پولیسو له وېرې له کوره دباندې وخت تېروي. هغه وایي:« په دې وروستیو کې هره ورځ پولیس زموږ ښارګوټي ته راځي. له راتګ وړاندې یې له کوره وځو تر هغې چې بېرته نه وي تللي په لارو، کوڅو او پارکونو کې سرګردانه او لالهانده ګرځو. اوس خو یې تازه د کورونو خاوندانو ته هم خبرداری ورکړی، چې افغانان باید له کورونو وباسي نه‌پوهېږم چې تر کله به وضعیت داسې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان د پنجاب ایالت سر وزیرې مریم نواز ویلي، له بې‌اسناده افغان کډوالو سره د کاروبار کوونکو کسانو سره به «قانوني چلند» وشي. نوموړې له ځايي خلکو غوښتي، چې افغانانو ته کور او یا هټۍ په کرایه ورنه کړي.

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو پر دوام تازه بېګا شپه د فیصل په نامه ښارګوټي کې پولیسو علمیات کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه افغانان نیولي دي.

له بل پلوه د پاکستان دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د چمن له لارې هره ورځ له درېیو تر څلور زرو پورې کډوال افغانستان ته ستنېږي. د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې تر دې دمه ۱۵لکه ۱۴زره او ۳۸۴ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو چارو نړۍوالو ادارو او د بشري حقونو بنسټونو د پاکستان له حکومته په وار، وار غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي؛ خو د پاکستان حکومت د خپل دریځ د بدلېدو پرځای د افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات پراخ او چټک کړي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۵۰۰زره ټنه انتقالات شوي دي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د تلې په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳زره او ۵۰۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه انتقالاتو ۹۷۱ ټنه یې صادرات و چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې موده کې د حیرتان له لارې ۳۵۱زره او ۶۸۱ ټنه، د اقینې له لارې ۲۷زره او ۲۵۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۶۸زره او ۱۶۵ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۴۶زره او ۴۰۳ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۴۹۲زره او ۵۳۶ ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د روان کال د وږي په میاشت کې بیا د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱زره او ۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي وو چې ۱۹۴۶ ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انتقالاتو کچه ۲۱۸۱۵۴۴ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره؛ د تېرو شپږو میاشتو په انتقالاتو کې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ودانیز توکي هېواد ته وارد شوي او دارنګه وچه مېوه، د انارو جوس، کاني ډبرې او کچالو له افغانستان نه بهر ته صادر شوي دي.

طالبانو او ایران د بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ ابادي ویلي، چې طالبانو له افغانستان نه ایران ته د ایراني بنديانو د لېږد هوکړه کړې ده. هغه ویلي، چې د دواړه خواوو د هوکړې له مخې د دغو بندیانو نوملړ به ډېر ژر د ایران سفارت ته وسپارل شي او ژر تر ژره به یې د لېږد زمینه برابره شي.

طالبانو او د ایران حکومت د هغو ایراني بندیانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې بندیان دي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړې، هغه افغان بنديان چې د لېږد شرایط پوره کوي؛ د ایران له زندانونو به افغانستان ته د بند د پاتې مودې د تېرولو لپاره واستول شي.

که څه هم د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه‌شته؛ خو وړاندې د ایران د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي و، چې په تېرو لسو کالو کې تر ۴۵۰۰ زیات بهرني زندانیان یې خپلو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند د روان کال (د غبرګولې په ۲۱مه) نېټه ویلي و، چې په ایران کې تر ۴۰۰ ډېر افغان بندیان د یوه کال په موده کې په دوو پړاونو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي و، چې تر ۱۲زره زيات افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې بندیان دي. دغه وزارت ويلي، چې په تېر يو کال کې يې تر ۴زره ډېر افغان کډوال د پاکستان او یران له زندانونو را خوشې کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ ۸زره افغان کډوال په ایران، ۳زره په پاکستان او شاوخوا زر کسان په ترکيه کې بندیان دي. ډېری افغانان په ایران او پاکستان کې د ناقانونه استوګنې په تور نیول شوي او یو شمېر یې د نشه‌یي توکو د استعمال او قاچاق له کبله زندانيان دي.

طالبان: د پاکستان هر برید ته به «پرېکنده ځواب» ورکړو

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، که پاکستان پر افغانستان برید وکړي، دوی به ورته «پرېکنده او سخت ځواب» ورکړي، داسې ځواب چې «پاکستان ته به درس او نورو ته عبرت» وي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «طالبانو تر اوسه هېڅ ځواک ته سر نه دی ټیټ کړی او که څوک برید وکړي، موږ د خپل هېواد د دفاع حق لرو.»

راپورونه وايي، د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې خبرې اترې بې له هوکړې پای ته رسېدلې دي. پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد «څرګند او د باور وړ اقدامات» وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی خپلې رسمي غوښتنې په استانبول کې وړاندې کړې دي، خو د طالبانو لوری لا هم د دې غوښتنو پر وړاندې د مخالفت دریځ لري.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته د ګواښ اجازه نه ورکوي او د خپلې خاورې د بشپړتیا دفاع د دوی مشروع حق دی.

اسلام‌اباد بیا وايي، د اوږدمهالې هوکړې لپاره باید د سرحدي بریدونو مخه ونیول شي او د باور سنجونې یو واضح میکانیزم رامنځته شي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول شي.

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه زیاته کړې: «داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»

هغه زیاته کړې، چې د دوی پالیسي دا ده چې د بهرنیو او ګاونډيو هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپله خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.

هغه وویل: «هېچا سره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»

محمد نبي عمري خبردارې ورکړی، چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې یې تر دې وړاندې د نورو قدرتونو پروړاندې مقاومت کړی و.

طالبان: له مرکز او ولایتونو مو څه باندې درې نیم زره رواني ناروغان او لېونیان راټول کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند د دې چارې موخه د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول او د ټولنیز رواني امنیت ټينګښت بللی دی.

د نوموړي په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې او د لېونیانو د ساتنې لپاره ځانګړی او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

هغه زیاتوي، دغه وزارت به په ټولنه کې ټول رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې لپاره سرې میاشتې ټولنې ته وسپاري او همداراز یې له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر افغان طالبان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان څو ځلې له طالبانو سره د سرحدي بریدونو او د هند له ملاتړ برخمنو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې» په اړه خبرې کړي، خو دوی لا هم د دې ډلو ملاتړ کوي.

اخوا، طالبانو بیا تل دا ادعاوې رد کړي او دا وسله والې ډلې د پاکستان داخلي موضوع ګڼي.

تارړ په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناکامه شول او زیاتوي: «پاکستان د قطر او ترکیې په غوښتنه د طالبانو له رژیم سره په دوحه او استانبول کې خبرې وکړې، خو طالب لوري د باور وړ تضمین ورنکړ.»

هغه ادعا کړې، چې د پاکستاني پلاوي له خوا طالبانو ته د شواهدو وړاندې کېدو وروسته هم هغوی هېڅ عملي ژمنه ونه کړه او تل یې د خبرو له اصلي اجنډا ځان اړولی دی.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي: «د طالبانو رژیم د افغان ولس پر وړاندې مسوولیت نه‌احساسوي او غواړي خلک یو ځل بیا جګړې ته راکش کړي. پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره هر ډول اقدام ترسره کړي.

د پاکستان د اطلاتو وزیر دا څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره: «زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

سرچینه زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټي‌ټي‌پي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.