• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ځوانانو د اسیا جام سیالیو پایلوبه؛ افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د ۱۷ کلونو څخه کم عمره د فوټسال ملي لوبډله به نن د ځوانانو د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له ایران سره لوبه وکړي. دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د بحرین په کوربه‌توب پیلېږي.

افغان لوبډله په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلې او په لومړي پړاو کې یې د درېیو پرله‌پسې بریاوو او ۲۱ ګولونو په وهلو سره پایلوبې ته لار وموندله. د ایران لوبډله هم په اسیايي سیالیو کې ښه ځلېدلې او د دغه سیالیو د اتلولۍ مقام د ګټلو په تکل کې ده.

په ورته وخت کې نن د دغه سیالیو په لړ کې د درېیم مقام لپاره هم د ټایلنډ او ازبکستان ترمنځ لوبه کېږي. په دغه سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، چین، بحرین، ایران، ټایلنډ، عربستان او قرغزستان لوبډلو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ اداره وايي، چې د افغانستان والیبال ملي‌ لوبډلې د مرکزي‌ اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړی او نن هېواد ته راستنه شوه. ملي لوبډلې په دې سيالیو کې ۶ لوبې ترسره کړې، چې په درېیو بریاوو سره پایلوبې ته ولاړه

د طالبانو د المپيک ادارې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې د لوبغاړو د هرکلي انځورونه هم خپاره کړي دي.

دغه ادارې ویلي، چې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې ۶ لوبې تر سره کړې، چې په درېیو بریاوو سره د ترکمنستان لوبډلې سره یې پایلوبه ترسره کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په پایلوبه کې افغان لوبډلې ۳ پر ۲ میدانه ماتې وخوړه او دویم مقام یې تر لاسه کړ.

افغانستان په لومړۍ شل اوریزه سیالي کې زمبابوې ته ماته ورکړه

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۵۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې، افغان لوبډلې د پچې (ټاس) له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او د راشد خان تر مشرۍ لاندې د ۲۰ اورونو په بشپړولو سره یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې مجیب‌الرحمن، عظمت‌الله عمرزي او عبدالله احمدزي د غوره توپ اچونې په مټ د سیالې لوبډلې توپوهنه وځپله او زمبابوې کرېکټ لوبډله یې په ۱۲۷ منډو اوټ کړه.

د اروپا د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني ښه ځلېدلی

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۲ GMT+۰
100%

د شمالي اروپا د بدن ښکلا سیالۍ چې د سویډن په «الینګسوس» ښار کې ترسره شوې، په‌کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني هم برخه اخیستې وه. بسم‌الله چې دا مهال په فنلنډ کې اوسېږي او د فنلنډ د بدن ښکلا د ملي لوبډلې غړی هم دی، په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.

نوموړي د بدن ښکلا په سیالیو کې درېیم او د کلاسیک فزیک په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی. دغه سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو په‌کې برخه اخیستې وه.

بسم‌الله مرداني تر دې وړاندې په تلې میاشت کې هم د بدن ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړي وو. ټاکل شوې، چې دغه ۲۷ کلن افغان ورزشکار دوه اوونۍ وروسته په هسپانیا کې د بدن‌ ښکلا په نړۍوالو سیالیو کې د فنلنډ ملي لوبډلې په استازیتوب ګډون وکړي.

نوموړی له لسو کلونو راهیسې په فنلنډ کې ژوند کوي او له ۲۰۱۷کال راهیسې په مسلکي توګه د بدن ښکلا ورزش کوي.

100%
100%

د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې ټایلنډ ته په ماتې ورکولو د اسیايي سیالیو پایلوبې ته لاره وموندله

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ پر وړاندې په یوې زړه پورې سیالۍ کې په ۹–۱ بریا سره د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ځوانانو لوبو پایلوبې ته لاره وموندله.

دغه بریا نه یوازې د افغانستان لوبډله پایلوبې ته ورسوله، بلکې لږ تر لږه د نقرې مډال ګټل یې هم یقیني کړل.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله به د پایلوبې په پړاو کې د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

افغان لوبغاړو تر دې دمه د ازبکستان، بحرین (د کوربه هېواد)، چین او ټایلنډ لوبډلې ماتې کړې دي او د هېواد د سپورټ مینه‌وال هیله‌من دي چې افغان ځوانان به د سرو زرو مډال هم ترلاسه کړي.

د اتلولۍ دوه کمربندونه او اووه مډالونه؛ افغان ورزشکاران په پاهایوت نړۍوال جام کې ښه ځلیدلي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۵ GMT+۰
100%

د افغانستان ورزشکارانو د ایران په ګیلان ولایت کې د پاهایوت نړۍوال جام په رزمي سیالیو کې دوه د اتلولۍ کمربندونه، دوه د سرو زرو، درې د سپینو او یو د برونزو مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ د روانې (لړم میاشتې په ۳مه) نېټه پیل شوې، چې له ۹ هېوادونو په‌کې ۶۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

په دغه سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږو لوبغاړو برخه اخیستې ده. محمد سلیم د ۵۷ کیلو وزن په کټګورۍ کې او سبحان تاجک د ۵۱ کیلو په وزن کې د اتلولۍ کمربندونه، نوراقا حسیني، میلاد افغان او امین‌الله صافي درې واړو د سپینو زرو مډالونه وګټل او روح‌الله محمدي بیا د برونز مډال ګټلی دی.

په ټیمي برخه کې ایران د اتلولۍ مقام وګاټه، عراق دویم او افغانستان بیا درېیم شو.

همدارنګه افغان لوبڅار فیصل احمد صادقي ته د لوبو د تنظیموونکو له‌خوا د یادو سیالیو د غوره لوبڅار لقب ورکړل شو.

100%