ټرمپ د امریکا دفاع وزارت ته امر کړی، چې سملاسي دې د اټومي وسلو ازموینه پیل کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی، چې سملاسي دې د اټومي وسلو ازموینه پیل کړي. هغه د امریکا دفاع وزارت ته دغه لارښوونه د چین له ولسمشر سره تر لیدنې وړاندې کړې ده.