ټرمپ په سویلي کوریا کې له خپل چینايي سیال سره لیدلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د اقتصادي اړیکو د پیاړوتیا په موخه په سویلي کوریا کې له یو بل سره کتلي دي. که څه هم د یادې لیدنې او خبرو جزییات لا نهدي شریک شوي؛ خو ټرمپ وړاندې تمه ښودلې وه، چې د مهمو موضوعاتو په اړه به ګټورې خبرې ولري.
په ورته وخت کې د چین ولسمشر بیا ویلي، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ اختلافات شته؛ خو باید د اختلافونو د حل لپاره ګډ کار وشي.




