• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې د دوو کمانډویانو په ګډون ۶ پاکستاني سرتیري‌ وژل شوي دي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د بلوچستان د کلات ولسوالۍ په خالق اباد سیمه کې د وسله والو د یوه نښه ویشتونکي له خوا په برید کې د پاکستان د دوو کمانډویانو په ګډون ۶ سرتيري وژل شوي دي. ځایي چارواکو بیا په علمیاتو کې د ګڼو بلوڅ وسله والو د وژولو ادعا کړې.

د پاکستان ځایي امنیتي چارواکو د جمعه په ورځ (د لړم ۹مه) د خراسان ډایري په نوم رسنۍ ته ویلي، چې په بلوچستان کې پر ځواکونو د بریدو وروسته یې د بلوڅ وسله والو پر پټنځایونو عملیات تر سره کړي.

چارواکو ویلي، چې په دې عملیاتو کې یې ډېری بلوڅ وسله وال وژلي دي؛ خو تر اوسه یې لا د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی ویلی.

د بلوچستان دغه سېمې ته ټولې لارې تړل شوي او د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي.

له سیمې سره ټولې مخابراتي اړیکې هم پرې شوي دي.

تر اوسه د دې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

سهیل شاهین: د استانبول په خبرو اترو کې د پاکستان ځینې غوښتنې غیر منطقي وې

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د قطر لپاره د طالبانو سفیر او په استانبول کې له پاکستان سره د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وايي، د استانبول په پنځه ورځنیو خبرو اترو کې د پاکستان ځينې غوښتنې غیر عملي او غیر منطقي وې. هغه وایي، د طالبانو غوښتنې ډیرې منطقي او باید په متن کې شاملې شوې وای، خو «توافق ته ونه‌ رسېدو.»

سهیل شاهین له یوې بهرنۍ رسنۍ په مرکه کې ویلي، په استانبول کې د پاکستان پلاوي یوه «غیر منطقي» غوښتنه دا وه چې افغانستان باید په پاکستان کې له نا امنیو مخنیوی وکړي.

شاهین زیاته کړې، «یوه غوښتنه یې [پاکستان] چې زما په نظر غیر عملي وه او هغه دوی ته راجع کېده، دا وه چې باید پاکستان داخل کې امنیتي پېښه ونه‌شي، نو دا خو د دوی هېواد دی او مسوولیت یې هم د دوی دی، افغانستان څنګه کولی شي چې په یوه بل هېواد کې د هغوی د امنیت مسوولت په غاړه واخلي، نو دا زما په نظر غیر عملي او غیر منطقي وه.»

د نوموړي په وینا، په دا ځل خبرو کې هم د طالبانو غوښتنه دا وه، چې د افغانستان حریم نقض نه‌شي او په پاکستان کې د داعش په ګډون د افغانستان خلاف له وسله والو ډلو ملاتړ ودرېږي او اجازه ورنه‌کړل شي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.

خو دغه دواړه غوښتنې د استانبول غونډې په ګډه اعلامیه کې نه دي راغلي او سهیل شاهین یې د لامل په تړاو وايي، ځکه تر اوسه یې په اړه ورستۍ پرېکړه نه‌ ده شوې خو د عناوینو په توګه چې په راتلونکې کې به پرې بحث کېږي یادونه شوې ده.

په استانبول کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو په تړاو وايي، لارې د پاکستان له لوري بندې شوي او په وینا یې پاکستان لوري ان په دوحه غونډه کې هم ژمنه کړې وه، چې لارې به پرانېزي، خو له ۲۱ ورځو راهیسې تړلې دي.

سهیل شاهین په ټينګار سره وایي، «سوداګري او سیاست باید سره جلا وي، دواړو خواو ته عام ولس او تجاران باید قرباني نه وي.»

د نوموړي په وینا، په استانبول غونډه کې پر مسایلو باندې په یوه وخت تر ۱۶ ساعتونو هم بحث شوی او په وینا یې کله کله به دغه خبرې هم جدې کېدلې.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او د پاکستان تر منځ د سولې خبرې له ۵ ورځو وروسته پرون (۵شنبه د لړم ۸مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسېدې او راتلونکې ۵شنبه بیا بیا سره کیني.

ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د خبرو ګډه اعلامیه: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې ویل شوي، «ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه، د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند: د امریکا او هند د دفاعي تړون په اړه مو خبر ترلاسه کړی

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي تړون په اړه خبر ترلاسه کړی دی. طاهر اندرابي ویلي، چې دوی پر سیمه باندې د امریکا او هند د دفاعي تړون د اغیزو په اړه بیاکتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې د پاکستان وسله‌ وال ځواکونه د هند د پوځي تمريناتو څارنه کوي او که هند کوم تهاجمي ګام پورته کړي، نو پاکستان به ورته بشپړ او قوي ځواب ورکړي.

طاهر اندرابي وویل، دا پوښتنه باید له هند څخه وشي، چې پاکستان څو هندي جنګي الوتکې نسکورې کړې دي، ځکه حقيقت ښايي د هند لپاره ډېر تریخ وي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان او افغانستان د اړيکو پرمختګ به هند خوشحاله نه کړي، خو د هند خوښي يا ناخوښي د پاکستان لپاره هېڅ ارزښت نه لري.

د یادونې وړ ده، چې امريکا او هند لس کلن دفاعي تړون لاسليک کړی، چې له مخې به د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د جنګي وسايلو د پېرلو او د اسانتياوو د برابرولو لپاره لاره هواره شي.

اصف طالبانو ته خبرداری ورکړ که د ټي‌ټي‌پي ملاتړ بند نه کړي د اړیکو عادي کیدل امکان نلري

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر څو چې افغان طالبان د ټی ټي پي له ملاتړ نه لاس نه وي اخیستی، تر هغو به د کابل او اسلام اباد اړیکې عادي نه شي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي په افغانستان کې اوسیږي او پاکستان ته یې د ننوتو مخه باید ونیول شي.

خواجه اصف د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) د پاکستان له جیونیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:«له ګاونډي سره سوله ییزې اړیکې یوازې هغه وخت ممکن دي، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ په بشپړ ډول پای ته نه وي رسیدلي.»

نوموړي د استانبول مذاکراتو ته په اشاره ویلي، که له افغانستان نه پاکستان ته د ټي‌ټي‌پي د ننوتلو لړۍ دوام ولري او مخه یې ونه نیول شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې عملي کول ناممکن دي. خواحه اصف په ټینګار سره وویل:«د پاکستان اساسي غوښتنه د افغانستان له طرفه د ترهګرو هر ډول نفوذ بندول دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره شپه د اسلام اباد او کابل ترمنځ په استانبول کې دویم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل او درېیم پړاو مذاکرات به د نومبر په ۶مه نېټه پیل شي.

پاکستان وايي هیله لري له طالبانو سره راتلونکي پړاو مذاکرات مثبتې پایلې ولري

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د نومبر په ۶مه له طالبانو سره پیلیدونکي درېیم پړاو مذاکرات به مثبته پایله ولري.

طاهر اندرابي د اوونیز رسنیز خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د قطر او ترکیې د منځګړو په شتون کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات تېره شپه په استابول کې پای ته ورسېدل.

نوموړي زیاته کړې:«پاکستان په ښه جذبه او مثبت نیت د استابنول په مذاکراتو کې برخه اخیستې وه.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي، چې اسلام اباد د خپلو څرکندو تګلارو له مخې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دی او هېڅلکه به اجازه ورنه کړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان د شخړې غځولو غوښتونکی نه دی، خو افغان طالبان دې هم د نړیوالو ژمنو له مخې، د ترهګرو پر وړاندې کلک ګامونه پورته کړي.

اندرابي زیاته کړې:«طالبان دې د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو وسله‌والو پر ضد اقدامات وکړي. پاکستان د تېرو څلورو کلونو راهیسې، طالبانو ته د دې ډلو د حضور په اړه باوري معلومات وړاندې کړي دي، خو بیا هم په پاکستان کې د افغانستان له خاورې د ترهګرو بریدو ډېر شوي دي.»

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره شپه په استابنول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات پای ته ورسیدل او درېیم پړاو مذاکرات به د نومبر په شپږمه نېټه پیل شي.

یاده دې وي چې طالبانو تل ویلي چې افغان خاورې به هېڅکله د ګاونډي هېوادونو پر ضد استفاده نه شي.

له پاکستان نه تازه اېستل شوي افغانان شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو لوټلي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې یو تازه ستون شوی افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له چلند او بډو اخیستو نه شکایت کوي. د عبدالکریم په نوم دغه کس وایي، پاکستاني پولیس د دغه هېواد بېلابېلو ایالتونو کې افغانان ځوروي او په زوره ترې پیسې اخلي.

هغه زیاتوي: «له ما یې خپله پیسې واخیستې او زما د اکا زامن یې هم وځورول. زما کور همدا اوس هلته ډک پاتې شوی او زه یې راوویستم.»

تر دې دمخه هم افغان کډوالو په اسلام‌اباد او نورو ایالتونو کې شکایتونه کړي، چې پولیس ان له قانوني اسنادو او ویزو سره، سره دوی نیسي او ترې د پیسو یا بډو اخیستلو ته پلمې جوړوي.

له بل پلوه د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې دوی د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو عملیاتو په تازه څپو کې ۲۱زره او ۹۴۸ افغانان او نور بهرني وګړي له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، دې ډله کې ۴۷۶۵ښځې او ۹۵۲۱ ماشومان هم شامل وو.

د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۴۶۴ بهرني وګړي لا هم د ډیپورټ په مرکزونو کې پراته دي او ډېر ژر به واېستل شي. عثمان انور زیاته کړې، چې پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د نړۍوالو قوانینو له مخې بې‌اسناده بهرني کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوي.