امریکا او چین د پوځي اړیکو د بیا رامنځته کولو پر لارو چارو هوکړه وکړه

د امریکا دفاع وزیر وایي، چې امریکا او چین د پوځي اړیکو د بیا رامنځته کولو پر لارو چارو هوکړه وکړه. پیټ هېګسېت په اېکس کې لیکلي: «په سوېلي کوریا کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د ټرمپ تر کتنې وروسته، ما هم په مالیزیا کې د چین د ملي دفاع له وزیر سره همدومره مثبته کتنه لرله.»
