طالبانو په هرات کې د زړو او لوګي جوړونکو موټرونو د بندیز کمپاین پیل کړی

په هرات کې د طالبانو ولایتي ویاند یوسف سعیدي ویلي، د دوی د چاپېریال ساتنې او ټرافیکو مدیریت له لوري په ګډه د هغو زړو موټرونو د مخنېوي او درېدو کمپاین پیل شوی چې ډېر لوګي تولیدوي. هغه وایي، په دغه کمپاین کې زاړه او لوګي جوړونکي موټرونه په نښه کېږي.

چهارشنبه د (لړم ۱۴مه) هغه زیاته کړې، چې موټرچلوونکو ته سپارښتنه کېږي؛ څو د زړو وسایطو له ګرځولو ډډه وکړي.