د پاکستان ولسمشر د قطر له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دوحه کې د قطر د لومړي وزیر مرستیال او دفاع وزیر سعود بن عبدالرحمن الثاني سره په لیدنه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د هغه د دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د قطر له امیر سره هم خبرې کړې دي.




