• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد ورځ؛ د ترافیکي پېښو له امله هره دقیقه ۲ کسان مړه کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰

هر کال د نوامبر ۳مه یکشنبه د هغو کسانو په یاد نمانځل کېږي، چې د ترافیکي پېښو له امله مړه کېږي. د ترافیکي پېښو له امله په نړۍ کې هره دقیقه دوه کسان مړه کېږي او دا له ۵ تر ۲۹ کلونو د ځوانانو لپاره د مړینې لومړنی لامل ګڼل کېږي. سږ کال دغه ورځ نن یکشنبه د نومبر پر ۱۶مه نمانځل کېږي.

دغه نړۍواله ورځ د ۱۹۹۳ کال راهیسې د «روډ پیس» سازمان له خوا پیل شوې او په ۲۰۰۵ کال کې ملګرو ملتونو د نړۍ په کچه رسمي ونمانځله. د دغې ورځې د نمانځلو موخه د سړکونو د خوندي ساتلو اقداماتو ته وده ورکول او د قربانیانو حقونو ته درناوی ښودل شوی.
د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي، چې هر کال ۱.۳۵ میلیونه کسان د ترافیکي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي. د قربانیانو ډېره برخه د پلي‌تګ کوونکو، بایسکل او موټرسایکل چلوونکو په منځ کې ده، په ځانګړي ډول په پرمختلليو هېوادونو کې.
افغانستان هم د غرني جوړښت او اقلیم له امله د ډېرو ترافیکي پېښو شاهد دی. د سړکونو نا مناسب وضعیت، د ترافیکي قوانینو نه پلي کول، د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي هغه نور عوامل دي، چې هر کال د سلګونو افغانانو ژوند اخلي.
ځینې لارې چې په ځانګړي ډول د پېښو له امله خطرناک ګڼل کېږي: د سالنګ لویه لار، ماهیپر، د پکتیا-لوګر تېرې کوتل، د کابل-کندهار لویه لار او د هرات حلقوي سړک دی.
د یادونې ده، چې روان کال د اګسټ په ۱۹مه د اسلام کلا – هرات په لاره خونړۍ ترافیکي پېښه وشوه، چې له امله یې لږ ترلږه ۷۹ کسان مړه شول.له دې پېښې څو ورځې وروسته د اګسټ په ۲۶ مه د کابل – کندهار په لویه لار د ارغندې په سیمه کې د مساپر وړونکي بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

په کانګو کې د مسو کان د پله د نړېدو له امله ۴۹ کان کېندونکي مړه شوي دي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۰
100%

د کانګو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د ختیځو سیمو په یوه نیمه‌صنعتي د مسو کان کې د شنبې په ورځ د یوه پله د نړېدو له امله شاوخوا ۴۹ تنه مړه شوي دي.

چارواکو رویټرز ته ویلي، چې په پېښه کې ۴۹ تنه وژل شوي او د ۲۰ ټپيانو حالت ډېر نازک دی او روغتون ته انتقال شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د لوالابا ولایت د کالاندو په کاني سیمه کې شوې ده.

په کانګو کې اټکل کېږي، چې له یو نیم تر دوو میلیونو پورې کسان په کوچني یا لاسي کان‌کېندنه بوخت دي او تر لسو میلیونو زیات کسان په غېرمستقیم ډول ترې ملاتړ ترلاسه کوي.

د یادې ادارې په وینا، پل هغه مهال ونړېد چې د کان د امنیت د ساتنې لپاره ځای پر ځای شویو سرتېرو ډزې وکړې او هماغو ډزو د کارګرو ترمنځ وېره او ګډوډي رامنځته کړه.

اړوندې ادارې وایي: «کان‌کېندونکي د وېرې له امله یو پر بل راوغورځېدل چې له امله یې ګڼ ټپيان او مړه شول.»

د بشري حقونو د ساتنې ادارې غوښتنه کړې، چې د پوځ د رول په اړه دې یوه خپلواکه څېړنه وشي، ځکه د ځینو راپورونو له مخې د کارګرو او سرتېرو ترمنځ نښتې شوې وې.

په کانګو کې د لاسي کان‌کېندنې په بې‌نظمه ساحو کې د ډول ډول پېښو رامنځته کېدل عام دي او هر کال په دغو کانونو کې لسګونه کسان مړه کېږي. د مړینې علت د کافي تجهیزاتو او وسایلو نشتون دی.

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه غونډه کې وویل، د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت او دوامداره پرمختګ نېغ په نېغه اغېز لري او په وینا یې «جدي» پاملرنې ته اړتیا لري.

میرضیایُف په دې غونډه کې په ډاګه کړه، چې د سیمې له بنسټیزو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو سره د افغانستان يو ځای کېدل د سیمې له سیاست څخه نه بېلېدونکې برخه ده او زیاته یې کړه: «افغانستان باید د سیمې په بنسټيزو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو کې مدغم شي.»

هغه همداراز وړاندیز وکړ، چې په فرغانه کې جوړ شوی د سولې وروستی فورم دې پر نړۍوال فورم بدل شي.

د ازبکستان ولسمشر تر دې مخکې هم په یوې مقاله کې ویلي و، چې افغانستان په څنډه کې نه دی، بلکې د سیمې یوه طبیعي او نه بېلېدونکې برخه ده او سیمه‌ییز ثبات تر هغې ناشونی دی، څو د افغانستان اړوند مسایلو ته رسېدنه ونه‌شي.

نوموړي د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه کې د چین- قرغېزستان- ازبکستان د رېل پټلۍ پروژه او د ټرانس- افغان ټرانزیتي دهلېز پراختیا د سیمه‌ییز اتصال لپاره د لومړیتوب وړ پروژې وبللې او د دغو برخو د همغږۍ لپاره یې وړاندیز وکړ، چې د غړو هېوادونو د لومړي وزیرانو د مرستیالانو په کچه د بنسټیز پراختیا لپاره ځانګړې شورا جوړه شي.

میرضیایُف همداراز د سیمې هېوادونو د اقلیم، چاپېریال او د اوبو د کمښت په تړاو د اندېښې په څرګندولو سره وړاندیز وکړ، چې د اوبو د معقول مدیریت لپاره ۲۰۲۶- ۲۰۳۶ لسیزه د عملي اقدام لسیزه اعلان شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف په ټينګار سره وویل، افغانستان باید د امو سیند حوزې د اوبو د ګډو سرچینو په کارولو کې په سیمه‌ییزو خبرو اترو کې فعاله ونډه واخلي.

تر دې مخکې ازبکستان د امو سیند پر اوبو د قوش تېپې کانال د جوړېدو په تړاو هم اعتراض کړی و، خو طالبانو بیا ویل چې له یاد سیند څخه یوازې د خپلې ونډې په اندازه اوبه یاد کانال ته ګرځوي.

هغه همداراز له غړو هېوادونو وغوښتل، چې راتلونکی کال په ازبکستان کې جوړېدونکي «د اوبو ساتنې په نړۍوال فورم» کې ګډون وکړي.

نوموړي په سیمه کې د امنیت او ثبات د تضمین لپاره د منظمو او همغږو چارو پر دوام د ترهګرۍ، سخت‌دریځۍ او سرحدونو پورې د تړلو جرمونو پر ضد د هڅو پر لا تقویت ټینګار وکړ.

100%
د منځنۍ اسیا هېوادونو اوومه سرمشریزه

د منځنۍ اسیا هېوادونو اوومه سرمشریزه غونډه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایُف په مشرۍ او د اذربایجان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او همداراز د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز مشر کاهه امنادزه ګډون درلود.

په کابل کې د «امام ابوحنیفه» څلورم ملي او نړۍوال نندارتون سبا پرانېستل کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست اعلان کړی، چې سبا دوشنبه به په کابل کې د «امام ابوحنیفه» تر نوم لاندې څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شي.

د دغه ریاست په وینا، په دې نندارتون کې به د ګڼ شمېر خصوصي او دولتي شرکتونو ترڅنګ د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت هم خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د نندارتون مسوولین وايي، سږکال به دغه نندارتون د سیمې او نړۍ د ۱۵ هېوادونو په ګډون د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه د اوو ورځو لپاره پرانېستل شي.

مسوولین زیاتوي، چې په شاوخوا ۱۸۰ غرفو کې به بهرني شرکتونه او په سلګونه نورو غرفو کې به کورني شرکتونه خپل تولیدات او نوښتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون د کورنیو او بهرنیو تولیداتو د نندارې په موخه جوړ شوی و، چې د مسوولینو په وینا، پایلې یې مثبتې او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټورې وې.

یاد ریاست بیا دا نه دی ویلي، چې په دې نندارتون کې ښځو ته هم غرفې ورکړل شوي او که نه.

په ترکیه کې یو افغان کارګر د لبنیاتو مېکسر ته له غورځیدو وروسته مړ شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۰
100%

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې یو افغان کارګر د دغه هېواد په کرشهیر ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې هغه وخت مړ شوی، کله چې د څارویو د خوراکي توکو د مکس کولو یوې وسیلې (مېکسر) ته غورځېدلی دی.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې دغه کارګر څنګه دغې خطرناکې وسيلې ته لوېدلی، خو د بېړنیو مرستو ټیمونو د هغه جسد له وسيلې را اېستلی او د څېړنو لپاره یې روغتون ته لېږدولی دی.

د راپورونو له مخې، دغه افغان کارګر د خوراکي توکو د اچولو پر مهال خپل تعادل له لاسه ورکړی او ناڅاپه وسيلې ته غورځېدلی دی.

دغه پېښه د هغو ګڼو افغان کډوالو د وضعیت انځور وړاندې کوي، چې د افغانستان د اقتصادي بحران او د طالبانو د محدودیتونو له امله د کار موندلو په موخه ترکیې، ایران او پاکستان ته تښتېدلي دي.

کډوال، په ځانګړي ډول افغانان د قانوني اسنادو او د کار رسمي جواز د نه لرلو له امله په خطرناکو، ټیټو تنخوا لرونکو او غېر انساني شرایطو کې کار ته اړ کېږي.

د ترکیې د کاري خوندیتوب او روغتیا شورا د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي، چې په دغه کال کې لږ تر لږه ۱۸۹۷ کارګران چې پکې ۱۳ افغانان هم شامل دي، د کار پر مهال د پېښو له امله مړه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په ډېرو مواردو کې د کارګرانو د مړینې قضیې په ځانګړي ډول د بهرنیو کارګرانو په جدي ډول نه څېړل کېږي.

بلخوا، راپورونه ښيي چې په ترکیه کې د افغان کډوالود نیولو لړۍ تېزه شوې او پولیس هره ورځ په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر هغه کډوال چې اسناد نه لري، نیسي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په تازه ارقامو کې ویلي، چې د روان کال د جنوري څخه تر اکټوبر پورې په بېلابېلو ښارونو کې ۳۰زره او ۹۹افغان کډوال نیول شوي او د قانوني پروسو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

روسیه وايي ځواکونو یې د اوکراین په ژاپوریژیا سیمه کې دوه کلي نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۰
100%

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین د ژاپوریژیا په سویلي سیمو کې دوه کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اوکراین په سویل کې د رونوپیلیا او ملا توکماچکا کلي یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

په ورته مهال د اوکراین پوځ ویلي، چې د ژاپوریژیا په ځینو برخو کې جګړه تېره شوې او د لومړۍ کرښې د پوستو د ساتلو لپارره کافي سرتیري نه لري.

بل خوا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې څارونکو ویلي، چې روسي ځواکونو له جون میاشتې راهیسې د دنیپروپیتروفسک سیمې کې تر پرمختګ وروسته د اوکراین په ژاپوریژیا سیمه کې د جګړې کرښه شاوخوا ۳۰ کیلومتره پراخه کړه ده.

روسیې د ژاپوریژیا د ۷۵ سلنې کنټرول ادعا کړې، خو د راپورونو له مخې، اوکراین د یاد ښار د مرکز په شمول شاوخوا ۷۰۰۰ کیلومتره مربع باندې کنټرول لري.