تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۸زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۴۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۷۹۹۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۴۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۷۹۹۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې د سپین بولدک له لارې ۹۵۰ کورنۍ، د تورخم له لارې ۴۶۲ کورنۍ، د اسلامکلا له لارې ۳۴ کورنۍ او د ورېښمو پله له لارې ۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»
د خبرپاڼې لهمخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.
د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نهلوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه «کاپ- ۳۰» د افغانستان له استازیتوب پرته ترسره شوه. دغه غونډه د برازیل په کوربتوب په بیلم ښار کې د لړم په ۲۴مه پیل شوه او د لړم تر ۳۰ مې نیټې به دوام وکړي.
په غونډه کې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازو ګډون کړی، چې د پاریس تړون د عملي کولو او په ځانګړې توګه د نړۍ د تودوخې درجې د کمولو په اړه خبرې او بحثونه کوي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د ۳۰مې غونډې د استازو په وینا، کوربه هېواد برازیل د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د طالبانو د مشروعیت نه لرلو له امله د هغوی استازو ته بلنه ورنکړه.
ورته مهال، دقزاقستان استازي د خپل هېواد او د مرکزي اسیا هیوادونو په استازیتوب په دغه غونډه کې کډون کړی او د اقلیمي بدلون په تړاو یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل، چې له دغه اقلیمي بدلونونو څخه افغانستان هم متاثره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي بیا د روان کال د زمري په میاشت کې د نړۍوالې انرژۍ د نوي او عصري پړاو په برخه کې د دغه سازمان د سرمنشي خبرو ته په اشارې ویلي و، چې دا پړاو د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون ناورین پيل شوی دی.
اندریکا رټوټه د زمري په ۵مه ويلي و: «که په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون مدیریت ونه شي، پایله به یې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې لپاره هم خطرناکه وي. رتوټه همداراز زیاته کړې وه، چې باید د افغانستان دانرژۍ پر اوږدمهالي خوندیتوب پانګونه ډېره شي.»
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه کې ځینې وړاندیزونه وړاندې شول، چې د مرکزي اسیا لپاره د کاربن بازار ډیجیټل پلاتفورم جوړول، د ګازونو څارنې لپاره ډیجیټلي حل لارې وړاندې کول او د سیمه ییز اقلیم د واحد ډیجیټل مرکز جوړول پکې شامل و.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډه هر کال ترسره کېږي. د تېرې ۲۹مې غونډې کوربتوب د اذربایجان هېواد په باکو ښار کې د نومبر له ۱۱ تر ۲۲ نیټې پورې و، چې د طالبانو استازو هم په کې ګډون کړی و. د تېرې غونډې مشري مختار بابایف کوله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران له لوري د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي.یاد وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان د پولو د ترهګرو په اړه قوي دوسیه لري او د هېڅ منځګړیتوبکوونکي له ونډې به ډډه ونهکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ د ایران د وړاندیز په اړه چې غواړي د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سیمهییزه ناسته جوړه کړي، وویل: «ایران زموږ ورور هېواد او نږدې ملګری دی. پاکستان تل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د سولهییزو حللارو ملاتړ کړی دی. موږ د خپل ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه مننه کوو.»
پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو پر پوله د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې ایران کولای شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي. هغه وویل: «عموماً هغه هېوادونه چې په یوه حقوقي یا سیاسي قضیه کې کمزوری دریځ لري، له منځګړیتوبه ناراضه وي. خو د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکي ترورېزم په اړه د پاکستان دریځ ډېر قوي دی.»
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، چې «یوه سیمهییزه ناسته» به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره جوړه شي.
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بېپایلې پای ته ورسېدې. د مذاکرانو اړخونه ونه توانېدل چې د سرحدي ترورېزم د مخنیوي په اړه پر یوه ګډ میکانیزم سلا شي.
یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو وغوښتل، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې هوارې کړي.
د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د قوشتېپې کانال په شاوخوا کې شته ځمکې په اجاره ورکول کېږي. هغه وویل، د یادو ځمکو د وېش په تړاو تر اوسه پرېکړه نهده شوې.
نبيالله ارغنديوال د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «د قوشتېپې کانال د ځمکو په اړه تر اوسه هېڅ ډول رسمي پرېکړه نه ده شوې.»
هغه له هېوادوالو وغوښتل، چې د دغه ډول «حرفهيي غلو» په دوکو ونهغولېږي او هېچا ته په دې نوم پیسې ورنهکړي، چې ګواکې د قوشتېپې کانال په شاوخوا کې د پرتو ځمکو د اجارې د ورکړې په برخه کې ورسره همکاري کوي.
تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ګواکې د طالبانو له لوري د قوشتېپې کانال په شاوخوا کې پرتې ځمکې د کرکېلې لپاره په ارزانه بیه خلکو ته په اجاره ورکول کېږي.
د ملي پراختیا شرکت په وینا، د قوشتېپې ملي کانال پروژې چارې اوس مهال په خورا چټکۍ سره روانې دي او د سربند ودانیزې چارې یې نږدې ۸۵سلنه، د کانال د دویم فاز د کېندنې او ډکولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوي او دغه راز د کانال په مسیر کې پر یو شمېر پلونو او د اوبو تنظیموونکو ودانیو هم کار روان دی.
د قوشتېپې ملي کانال پروژه د هېواد له لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې له امو سیند څخه سرچینه اخلي او په مسیر کې یې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي.
دغه پروژه د کرنیزو تولیداتو د ډېروالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي، د اوبو مدیریت او هېواد د ځان بسیاینې لپاره یو بنسټیز بدلون بلل کېږي.
تر دې وړاندې ډیپلوماټ مجلې (د ۱۴۰۴ وږي ۲۰مه) په یوې مقاله کې ویلي و، چې د قوشتېپې کانال د امو سېند تر ۳۰ سلنې اوبه د افغانستان خوا ته جلا کوي.
دغه کانال د افغان بزګرو لپاره له وچکالۍ او بېوزلۍ څخه د خلاصون یوه هېله ده؛ خو پر ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان اوبه کمولای شي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف هم نن (یکشنبه د لړم ۲۵مه) د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه کې په ټينګار سره وویل، افغانستان باید د امو سیند حوزې د اوبو د ګډو سرچینو په کارولو کې په سیمهییزو خبرو اترو کې فعاله ونډه واخلي.
د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري | افغانستان انټرنشنل پښتو
تر دې مخکې ازبکستان د امو سیند پر اوبو د قوش تېپې کانال د جوړېدو په تړاو هم اعتراض کړی و، خو طالبانو بیا ویل چې له یاد سیند څخه یوازې د خپلې ونډې په اندازه اوبه یاد کانال ته ګرځوي.
د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.
د سیالیو په پایلوبه کې د بسمالله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.
د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.