• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی وکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران له لوري د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي.یاد وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان د پولو د ترهګرو په اړه قوي دوسیه لري او د هېڅ منځګړیتوب‌کوونکي له ونډې به ډډه ونه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ د ایران د وړاندیز په اړه چې غواړي د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سیمه‌ییزه ناسته جوړه کړي، وویل: «ایران زموږ ورور هېواد او نږدې ملګری دی. پاکستان تل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی دی. موږ د خپل ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه مننه کوو.»

پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو پر پوله د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې ایران کولای شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي. هغه وویل: «عموماً هغه هېوادونه چې په یوه حقوقي یا سیاسي قضیه کې کمزوری دریځ لري، له منځګړیتوبه ناراضه وي. خو د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکي ترورېزم په اړه د پاکستان دریځ ډېر قوي دی.»

په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، چې «یوه سیمه‌ییزه ناسته» به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره جوړه شي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. د مذاکرانو اړخونه ونه توانېدل چې د سرحدي ترورېزم د مخنیوي په اړه پر یوه ګډ میکانیزم سلا شي.

یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو وغوښتل، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې هوارې کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د قوش‌تېپې کانال په شاوخوا کې د ځمکو د وېش په تړاو تر اوسه پرېکړه نه‌ده شوې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۰
طالبان: د قوش‌تېپې کانال په شاوخوا کې د ځمکو د وېش په تړاو تر اوسه پرېکړه نه‌ده شوې
100%

د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د قوش‌تېپې کانال په شاوخوا کې شته ځمکې په اجاره ورکول کېږي. هغه وویل، د یادو ځمکو د وېش په تړاو تر اوسه پرېکړه نه‌ده شوې.

نبي‌الله ارغنديوال د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «د قوش‌تېپې کانال د ځمکو په اړه تر اوسه هېڅ ډول رسمي پرېکړه نه ده شوې.»

هغه له هېوادوالو وغوښتل، چې د دغه ډول «حرفه‌يي غلو» په دوکو ونه‌غولېږي او هېچا ته په دې نوم پیسې ورنه‌کړي، چې ګواکې د قوش‌تېپې کانال په شاوخوا کې د پرتو ځمکو د اجارې د ورکړې په برخه کې ورسره همکاري کوي.

تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ګواکې د طالبانو له لوري د قوش‌تېپې کانال په شاوخوا کې پرتې ځمکې د کرکېلې لپاره په ارزانه بیه خلکو ته په اجاره ورکول کېږي.

د ملي پراختیا شرکت په وینا، د قوش‌تېپې ملي کانال پروژې چارې اوس مهال په خورا چټکۍ سره روانې دي او د سربند ودانیزې چارې یې نږدې ۸۵سلنه، د کانال د دویم فاز د کېندنې او ډکولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوي او دغه راز د کانال په مسیر کې پر یو شمېر پلونو او د اوبو تنظیموونکو ودانیو هم کار روان دی.

د قوش‌تېپې ملي کانال پروژه د هېواد له لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې له امو سیند څخه سرچینه اخلي او په مسیر کې یې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي.

دغه پروژه د کرنیزو تولیداتو د ډېروالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي، د اوبو مدیریت او هېواد د ځان بسیاینې لپاره یو بنسټیز بدلون بلل کېږي.

تر دې وړاندې ډیپلوماټ مجلې (د ۱۴۰۴ وږي ۲۰مه) په یوې مقاله کې ویلي و، چې د قوش‌تېپې کانال د امو سېند تر ۳۰ سلنې اوبه د افغانستان خوا ته جلا کوي.

دغه کانال د افغان بزګرو لپاره له وچکالۍ او بې‌وزلۍ څخه د خلاصون یوه هېله ده؛ خو پر ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان اوبه کمولای شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف هم نن (یکشنبه د لړم ۲۵مه) د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه کې په ټينګار سره وویل، افغانستان باید د امو سیند حوزې د اوبو د ګډو سرچینو په کارولو کې په سیمه‌ییزو خبرو اترو کې فعاله ونډه واخلي.

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې ازبکستان د امو سیند پر اوبو د قوش تېپې کانال د جوړېدو په تړاو هم اعتراض کړی و، خو طالبانو بیا ویل چې له یاد سیند څخه یوازې د خپلې ونډې په اندازه اوبه یاد کانال ته ګرځوي.

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې
100%

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د بسم‌الله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.

د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.

طالبانو په بلخ کې یوه ښځه او کابل کې یو نارینه په دُرو وهلي دي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰
طالبانو په بلخ کې یوه ښځه او کابل کې یو نارینه په دُرو وهلي دي
100%

طالبانو په بلخ کې یوه ښځه د «نامشروع» اړیکو په تړاو ۳۹ دُرې او په کابل کې یو نارینه د «لواطت» په تور ۳۵ دُرې وهلي دي. طالبانو ویلي، دغه کسان د دوی د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) ویلي، د بلخ ابتدایي محکمې د پرېکړې له‌مخې یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تړاو په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوې ده.

د بلخ د ابتداییه ښاري محکمې لپاره د طالبانو رييس په همدې تړاو ویلي، «نن په هېواد کې مو اسلامي نظام حاکم دی او ټول الهي احکام عملي کېږي.»

د طالبانو سترې محکمې د دغو اړیکو د مقابل لوري هېڅ یادونه نه ده کړې.

له دې سره سم، د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتداییه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له‌مخې، یو نارینه د لواطت په تور ۳۵ دُرې وهل شوی او همداراز پر ۳ کاله تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

ډېری دغه کسان په کابل اوسرپل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي او په دغو کسانو کې ښځې هم شاملې دي، خو کره شمېر یې معلوم نه‌دی.

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰
د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه غونډه کې وویل، د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت او دوامداره پرمختګ نېغ په نېغه اغېز لري او په وینا یې «جدي» پاملرنې ته اړتیا لري.

میرضیایُف په دې غونډه کې په ډاګه کړه، چې د سیمې له بنسټیزو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو سره د افغانستان يو ځای کېدل د سیمې له سیاست څخه نه بېلېدونکې برخه ده او زیاته یې کړه: «افغانستان باید د سیمې په بنسټيزو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو کې مدغم شي.»

هغه همداراز وړاندیز وکړ، چې په فرغانه کې جوړ شوی د سولې وروستی فورم دې پر نړۍوال فورم بدل شي.

د ازبکستان ولسمشر تر دې مخکې هم په یوې مقاله کې ویلي و، چې افغانستان په څنډه کې نه دی، بلکې د سیمې یوه طبیعي او نه بېلېدونکې برخه ده او سیمه‌ییز ثبات تر هغې ناشونی دی، څو د افغانستان اړوند مسایلو ته رسېدنه ونه‌شي.

نوموړي د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه کې د چین- قرغېزستان- ازبکستان د رېل پټلۍ پروژه او د ټرانس- افغان ټرانزیتي دهلېز پراختیا د سیمه‌ییز اتصال لپاره د لومړیتوب وړ پروژې وبللې او د دغو برخو د همغږۍ لپاره یې وړاندیز وکړ، چې د غړو هېوادونو د لومړي وزیرانو د مرستیالانو په کچه د بنسټیز پراختیا لپاره ځانګړې شورا جوړه شي.

میرضیایُف همداراز د سیمې هېوادونو د اقلیم، چاپېریال او د اوبو د کمښت په تړاو د اندېښې په څرګندولو سره وړاندیز وکړ، چې د اوبو د معقول مدیریت لپاره ۲۰۲۶- ۲۰۳۶ لسیزه د عملي اقدام لسیزه اعلان شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف په ټينګار سره وویل، افغانستان باید د امو سیند حوزې د اوبو د ګډو سرچینو په کارولو کې په سیمه‌ییزو خبرو اترو کې فعاله ونډه واخلي.

تر دې مخکې ازبکستان د امو سیند پر اوبو د قوش تېپې کانال د جوړېدو په تړاو هم اعتراض کړی و، خو طالبانو بیا ویل چې له یاد سیند څخه یوازې د خپلې ونډې په اندازه اوبه یاد کانال ته ګرځوي.

هغه همداراز له غړو هېوادونو وغوښتل، چې راتلونکی کال په ازبکستان کې جوړېدونکي «د اوبو ساتنې په نړۍوال فورم» کې ګډون وکړي.

نوموړي په سیمه کې د امنیت او ثبات د تضمین لپاره د منظمو او همغږو چارو پر دوام د ترهګرۍ، سخت‌دریځۍ او سرحدونو پورې د تړلو جرمونو پر ضد د هڅو پر لا تقویت ټینګار وکړ.

د منځنۍ اسیا هېوادونو اوومه سرمشریزه
100%
د منځنۍ اسیا هېوادونو اوومه سرمشریزه

د منځنۍ اسیا هېوادونو اوومه سرمشریزه غونډه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایُف په مشرۍ او د اذربایجان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او همداراز د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز مشر کاهه امنادزه ګډون درلود.

په کابل کې د «امام ابوحنیفه» څلورم ملي او نړۍوال نندارتون سبا پرانېستل کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۰
په کابل کې د «امام ابوحنیفه» څلورم ملي او نړۍوال نندارتون سبا پرانېستل کېږي
100%

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست اعلان کړی، چې سبا دوشنبه به په کابل کې د «امام ابوحنیفه» تر نوم لاندې څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شي.

د دغه ریاست په وینا، په دې نندارتون کې به د ګڼ شمېر خصوصي او دولتي شرکتونو ترڅنګ د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت هم خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د نندارتون مسوولین وايي، سږکال به دغه نندارتون د سیمې او نړۍ د ۱۵ هېوادونو په ګډون د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه د اوو ورځو لپاره پرانېستل شي.

مسوولین زیاتوي، چې په شاوخوا ۱۸۰ غرفو کې به بهرني شرکتونه او په سلګونه نورو غرفو کې به کورني شرکتونه خپل تولیدات او نوښتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون د کورنیو او بهرنیو تولیداتو د نندارې په موخه جوړ شوی و، چې د مسوولینو په وینا، پایلې یې مثبتې او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټورې وې.

یاد ریاست بیا دا نه دی ویلي، چې په دې نندارتون کې ښځو ته هم غرفې ورکړل شوي او که نه.