د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې؛ ملګري ملتونه: د ستنېدونکو کډوالو لپاره وضعیت خورا کړکېچن دی

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال اړ دي چې خپل ژوند له صفر نه پیل کړي او شته سرچینې او بودجه د دوی پراخې اړتیاوې نهشي پوره کولای.




