• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: یو شمېر هېوادونه له افغان کډوالو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله غېرانساني چلند کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سکټوري وزارتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پنځمه ناسته کې د وینا پرمهال وویل، چې یو شمېر هېوادونه له افغان کډوالو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله غېرانساني چلند کوي.

که څه هم نوموړي د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په غېرمستقیم ډول یې د افغان کډوالو پروړاندې د پاکستان د حکومت پر وروستیو کړنو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې ځینې هېوادونه د ژمي په یخ موسم کې له یوې خوا کډوال د کورونو پرېښودو ته اړ کوي او له بلې خوا یې پر پوله دروازې بندې کړې او د تګ اجازه نه ورکوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نړۍوالو ته په خطاب کې پوښتنه کوي، چې ایا د کډوالو پر وړاندې دا ډول کړنې او چلند د نړۍوالو اصولو سرغړونه نه ده او ایا دا د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو پر وړاندې بې‌انصافي نه ده؟
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، په دې وروستیو کې د پولیسو له سخت چلند، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سکټوري وزارتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پنځمه ناسته کې د وینا پرمهال همداراز زیاته کړه، چې افغانستان اوس مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، چې پکې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل، د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو اغېزې، له فقر او بې‌کارۍ سره مبارزه، د روږدو کسانو درملنه او د بزرګانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کول شامل دي.
هغه په نیوکې سره وویل، چې د یادو ستونزو د حل لپاره کافي نړۍوالې مرستې نه دي رسېدلي او بشري موضوعات له سیاسي موضوعاتو سره تړل کېږي، چې د مرستې او همکارۍ بهیر ته زیان رسوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې د ملافاضل د کورونو او مارکېټونو دخوندي‌کولو لپاره د سړک نقشه بدله کړه

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰
•
خبرخونه
100%

د کندهار ښار اوسېدونکي وایي، د طالبانو د ښاروالۍ د نوې نقشې له مخې د ښار د «مدد خان چوک» څخه تر «ډنډ چوک» پورې د جوړېدونکي سړک مسير بدل شوی او د سلګونو کورنیو کورونه نړېږي.د دوی په خبره، نوې نقشه په فرمایشي ډول جوړه شوې، ترڅو د ملا فاضل کورونه او مارکېټونه پکې له منځه ولاړ نه شي.

د کندهار ښاریانو د سې شنبه په ورځ (د لړم ۲۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبان د نوې نقشې له مخې د جوړېدونکي سړک لپاره سلګونه کورونه نړوي، خو د دوی په وینا نه استملاک ورکول کېږي او نه د بديلو ځمکو ورکړه عملي شوې ده.

خلک وايي، د ښاروالۍ دا اقدام د عدالت او انصاف خلاف او دوی یې د سرپناه له نشتوالي‌ سره مخ کړي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، طالبانو د دغه ډلې د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم د شخصي ملکیت د خوندي ساتلو لپاره نوې نقشه جوړه کړې او عملي کوي یې.

د مدد خان چوک یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وايي: «نوې نقشه په فرمایشي ډول جوړه شوې ده، ترڅو د ملا فاضل کورونه او مارکېټونه پکې له منځه ولاړ نه شي، زموږ کورونه د ښار د ماسټر پلان له مخې جوړ شوي، اصلي قبالې لرو، خو اوس یې زور را باندې چلېږي.»

د خلکو په وینا، د ماسټر پلان له مخې باید سړک د پخوانۍ نقشې پر اساس جوړ شوی وای، ځکه په هغه صورت کې به د ډېرو خلکو کورونه له منځه نه تلل؛ خو د دوی په باور چې اوسنی پلان د «طالبانو د دفاع وزارت د لومړي مرستیال ملا فاضل» د شخصي ګټو لپاره بدل شوی دی.

یو بل معترض وايي: «پخوانۍ نقشه د کندهار د طالبانو د والي، ښاروال او د ملا فاضل په مشوره بدله شوې ده، دا د عامو خلکو پر حق ښکاره تېری دی موږ ولایت مقام ته هم ورغلو، خو زموږ غږ څوک نه اوري.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی زیاتوي، چې د ښاروالۍ او ولایت مقام چارواکو ورته ویلي، چې بدیلې ځمکې به د دامان ولسوالۍ په دښتو کې ورکول کېږي، خو هغه ځمکې هېڅ اقتصادي او عملي ارزښت نه لري.

هغه وایي: «زموږ کورونه دلته په ښار کې دي، د کار او ژوند اسانتیاوې مو دلته دي، اوس کورونه راته نړوي او وايي چې په دښتو کې به ځمکې درکوو. دا کوم انصاف دی؟»

د معترضینو په خبره، نږدې ۱۵۰۰ کورونه نړېږي چې ډېری یې د ظاهر شاهي قبالې لري. د هغوی له ډلې ګڼ شمېر کورنۍ دا مهال بې‌ کوره شوې، په کرايي کورونو کې ژوند کوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

تر اوسه د کندهار د طالبانو ښاروالۍ او د ولایت مقام طالب چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي‌ ویلي، خو د خلکو په وینا هغوی د شکايتونو پر مهال د امر بالمعروف او ښاروالۍ له‌ خوا له سخت چلند سره مخ شوي او له دفترونو شړل شوي دي.

د کندهار د ښار د دې سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، څو د دوی غږ واورېدل شي او د استملاک حق یې ورکړل شي.

کازان ته د طالبانو د سفیر سفر؛ له تاتارستان سره د نویو اقتصادي همکاریو هڅې

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر د لړم پر۲۷مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.

نوموړي د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر الیګ کوروتچینکو سره لیدلي، چې پکې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ پر ګډو دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د تاتارستان د شرکتونو له‌خوا په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو ټینګار شوی.
په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې ګل حسن حسن د تاتارستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل: «په افغانستان کې له رامنځته شوي سوداګریز او پانګه‌ییز فرصت څخه دواړه هېوادونه ښه ګټه اخیستلای شي، په ځانګړي ډول د افغانستان او کازان ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز او نندارتون جوړول کولی شي د افغاني مېوو او نورو محصولاتو لپاره روسیې ته لنډه او ارزانه لار برابر کړي.»

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، تېره اوونۍ د طالبانو د اقتصادي مرستیال له هغه خبرداري وروسته چې په کې یې له پانګه‌والو او سوداګرو وغوښتل چې خپلې ټولې سوداګریزې معاملې له پاکستان سره تر ۹۰ ورځو راونغاړي، طالبانو د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او له دغې ډلې سره یې خپلې اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي.

طالبان: له پاکستان او ایران څخه تر اووه زره زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۷۳۲۶ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. طالبانو ویلي، له دغو کډوالو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، سیمو ته د لېږد او روغتیا په برخه کې مرستې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ستانه شویو کسانو د کورنیو شمېر ۱۳۵۷ ته رسېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، ۱۰۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۹۲ ته رسېږي، د کندهار سپین بولدک له لارې، ۲۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸۳ ته رسېږي د تورخم له لارې، ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو له لارې او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ ته رسېږي د هرات د اسلام کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم نن ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره او ۹۲ افغان کډوال اېستل شوي، چې ځیني یې له دغو هېوادونو په زور اېستل شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په دې ډله کې ۱۷۰۲۷نارینه او ۱۸۰۶۵ښځې دي، چې د نومبر له ۹ مې څخه تر ۱۵ مې پورې افغانستان ته تللي دي.

د دواړو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو ایران او پاکستان لا تر اوسه د کډوالو په تړاو په خپل چلند کې نرمښت نه دی ښودلی.

له دې سره، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې بیا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.

په دغه لیک کې هغو افغان کډوالو چې د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام لپاره په تمه دي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې پېښې په بې‌سارې کچه زیاتې شوې دي. پولیسو کور په کور د تالاشۍ، نیولو او جبري ستنولو مرکزونو ته د لېږلو چارې روانې ساتلې دي.

په ډله‌ییزه توګه د افغانانو له اېستلو سره-سره دوی د تاجک چارواکو چلند درناوی لرونکی بولي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۰
100%

تاجکستان د روان کال په دوبي کې د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل پیل کړل، خو په وروستیو میاشتو کې یې د شړلو کچه راټیټه کړې ده، چې د ګڼ شمېر نویو کډوالو لپاره یې ژوره وېره رامنځته کړې ده. افغان کډوال وایي، چې له ستونزو سره-سره بیا هم د تاجکستان د چارواکو چلند ډېر درناوی لرونکی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د همدې دوبي په اوږدو کې لږ تر لږه ۱،۲۸۸ افغانان له تاجکستان څخه شړل شوي، چې ۱،۱۵۲ یې د پناه غوښتنې او کډوالۍ قانوني اسناد لرل.

دا اداره ټینګار کوي، چې تاجکستان باید خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او کډوال یوازې په ارادي، خوندي او باعزت ډول بېرته واستوي.

تاجک چارواکي وايي، دوی هغه کسان شړي چې د نشه‌يي توکو کاروبار کوي، د افراطیت تبلیغ کوي، جعلي اسناد لري او د اقامت له قانون څخه سرغړونه کوي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رامازون رحیم‌زاده په یوه خبري غونډه کې ویلي: «که څه هم دوی قانوني مېشت وو، خو کله چې قانون مات شي، غېرقانوني کېږي.»

یو افغان کډوال وایي، د ده د تره‌زوی ټول قانوني اسناد لرل او هېڅ ناقانونه کار یې نه و کړی، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

یو بل افغان کډوال وایي، چې ډېری شړل شوي کسان هغه افغانان و، چې په وروستیو کلونو کې تاجکستان ته تللي و او د کار رسمي اجازې یې نه لرلې یا د ځايي چارواکو له چلند سره بلد نه و.

هغه زیاتوي: «افغانان باید د بقا لپاره یو شمېر نا لیکلي قوانین مراعات کړي، لکه د ږیرې لنډ ساتل، د شرابو نه کارول، له تاجک ښځو لرې پاتې کېدل ځکه چې دا هغه څه دي چې د ځايي خلکو حساسیت پاروي.»

له دې سره- سره هغه د تاجک چارواکو چلند د ایران او پاکستان په پرتله ډېر درناوی لرونکی بولي او ژوند په تاجکستان کې ورته د «ازادۍ» مترادف ښکاري، په ځانګړي توګه د افغانستان د ملکي او ټولنیزو محدودیتونو په پرتله.

د اریانا سازمان مشر عبدالمصور بهادري هم وایي، چې تاجکستان د سیمې په کچه یوازینی هېواد دی چې له افغان کډوالو سره پرته له بدګمانۍ چلند کوي او د ځینو افغانانو «بې‌مسوولیته چلند» د شړلو لامل شوی دی.

یونسیار یادونه کوي، چې د نړۍوالو اصولو له مخې هېڅ کډوال باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږدول شي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي. دغه اداره وایي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د ځورونې خطر لري او افغان کډوال لا هم نړۍوال محافظت ته اړتیا لري.

تاجکستان په خپل د ۲۰۲۴ کال رسمي راپور کې د افغان کډوالو د حقونو په برخه کې هم تر نیوکو لاندې راغلی، په ځانګړي ډول د پناه لیکونو، د استوګنې اسنادو او د کار اجازه‌لیکونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې افغان کډوال یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو په ننګرهار او بلخ کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان په دُرو ووهل

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۰
100%

طالبانو په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې دوه نارینه یې د نشه یي توکو د قاچاق او یوه ښځه یې د «نامشروع اړیکو» په تور وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار کې دوه نارینه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲۰- ۲۰ دُرې وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته له ۷ میاشتو څخه تر یو کال پوري تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده.

د طالبانو دغه ادارې په یوې جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په بلخ کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور ۳۹ دُرې وهل شوې ده.

د طالبانو د بلخ ابتدایه محکمې یادې مېرمنې ته د دوه کاله تنفيذي بند سزا هم ورکړې.

طالبانو د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وهل شوي دي.

د بلخ د طالبانو څارنوالۍ مسوول عین الدین روحاني ویلي: «د دغه حکم د شرعي قوانینو، د فساد، فتنې او د اسلامې ټولنې څخه د شرعي قانون خلاف کړنو د له منځه وړلو په موخه پلی کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو وهلي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌ مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.